ولسي مبارزه

 
ولسي مبارزه: هغه خوږ عنوان دی ، چې د ښاغلي احمدالله ارچيوال له خوا د يو ډير مهم اثر په ټنده ليکل شوی ، د کتاب منځپانګه کې نږدې ټولو هغو مسايلو ته اشاره شوې، چې په عملي کولو سره يي کولای شو په ټولنه کې هوسا او د خوندي ژوند زمينه  په خپله خپل ځان ، خپلې کورنۍ او ټولنې ته برابره کړو ، په کتاب کې ډير ټينګار د منځلارۍ او وسطيت په موضوعاتو شوی ځکه لیکوال پوهيږي، چې منځلاري ، وسطيت  د اسلام د دين او انساني ژوند  جوهر دی. نن ورځ ، چې فکري ، ديني او سياسي تندروي اوج ته رسيدلې له بل هر وخت ډيره اړتيا ليدل کيږي چې د ژوند  دې اساسي  اصل ته پام وشي ، په ژوند کې د وسطيت  او منځلارۍ سره د عقل او زړونو دروازې پرانستل کيږي او هره پريکړه چې په سړو مغزو ، وروسته مخکې ته په پام او ظروفو او احولو ته په پام سره وشي پايلې یې حتما اغيزمنې وي، د منځلارۍ په صورت کې د انسان ژوند خوندي کيږي او دا هغه څه دي چې ستر څښتن تعالی ته تر ټولو ډير ارزښت لری.
وسطيت او منځلاري خپل ترمنځ  د احترام ، وروګلوۍ او ګډ ژوند فکر دی  په وسطيت سره د بشر تر منځ د مختلفو خيلونو ، قومونو او ملتونو ترمنځ  پلونه جوړيږي .
ښاغلی احمد الله ارچيوال په دې حساس وخت کې ډير مهم اصل ته متوجه شوی، او هڅه يې کړې چې خپلې درد ځپلې ، غم ځپلې او کړاو لیدلې ټولنې ته  د وسطيت ، ولسې مبارزې په چوکاټ کې د ژوند کولو مهارتونه ور زده کړي.
کتاب چاپ شوی ، په لوستلو ارزي او هيله مې دا ده چې د کتاب له محتوا څخه د ژوند په بیلابېلو ډګرونو کې د ګټې اخیستنې جوګه شو.