افغاني رسنۍ او ملي ارزښتونه

 
د ديموکراسۍ له ځانګړنو ستره هغه يي د بيان ازادي ګڼل کيږي ، د انسان له پيدايښت بيا تر ننه  رسنۍ په مختلفو وختونو کې په مختلفو  ډولونو د انسان د غږ د پورته کولو ، فکري تندې د اشباع لپاره وسيله ،خبرونو او انکشافاتو  ته د لاس رسي په موخه رامنځ ته شوي دي.
په اوسنۍ  نړۍ کې د ټيکنالوژۍ چټکې پرمختيا پر رسنيزه برخه هم اغيزه  کړی بلکې په دې برخه کې يي ستر انقلاب رامنځ ته کړی ، رسنۍ د دولت  او ملت جوړونې پروسه  کې بنسټيزه پايه ګڼل کيږي ، بلکې رسنۍ د ملي سياست رمز بلل کيږي ، هر هغه څوک چې سياست کوي اړ دی د رسنيو په ارزښت پوه شي ځکه همدا رسنۍ دي چې په ټولنه کې د يو چا انځور مثبت يا منفي معرفي کوي ، له يو چا شخصيت جوړوي او که وغواړي له يو شخصيت ابرو او عزت اخلي .
په عموم کې رسنۍ من حيث وسيله لکه د بل هرې پديدې او وسيلې  په توګه په دوه مثبتو او منفي چارو کې کاريدلی شي ، دلته هم د رسنيو خاوندان او  کارونکي دي  چې  رسنۍ د ټولنې ، دولت او ملت جوړونۍ په برخه کې د هيواد د ملي ګټو پر محور راو څرخوي او يا هم د نورو په لمسون ،تطميع او د نوور ګټو ساتنې لپاره ترې منفي استفاده کوي .
رسنۍ  په ټولنه کې د اغيز له اړخه په دوه ډوله ويشلی شو
1-سرګردانه رسنۍ : هغه رسنۍ دي چې يوازې  پر حقيقتونو تمرکز نه کوي ، بلکې د ځانګړي سياسي او فکري ملګرتوب پالنې له پلوه اړ دي چې ځينې پيښې تزوير کړي ، د خبرونو او تحليلونو په برخو کې ډير پر هغو موارودو تمرکز کوي چې د دوی ځانګړو موخو او اهدافو ته نږدې وي، چې د ورته رسنيو اصلات  ډير ژر په ټولنه کې بربنډيږي او بيا يي پر حقايقو هم باور کول ستونزمن کيږي
د بيلګې په توګه په افغانستان کې  ځينې تلويزيونه ، ورځپآڼې او ويب پاڼې دي  چې په لږ وخت کې توانيدلی  ډير ليدونکي او مينه وال  پيدا کړي دا چې  د دغه رسنيو کار کوونکي د حقايقو وړاندې کولو پر ځای ډير کرته هڅه کوي توکميزو او سياسي اختلافي مسايلو ته لمن وهي ، په دې برخه کې پر  دوديزو او مذهبي  اوصولو هم نه تم کيږي  لکه تيره اونۍ د فوټبال په ميدان کې د اريانا سعيد له خوا په داسې بڼه د يوې داسې  سندرې وړاندې کول چې هم سمتپالنه او هم له اخلاقي اړخه د افغاني کلتور سره برابره نه وه ځکه خو  د ورته رسنيو حيثیت   ورځ په ورځ په ټولنه کې کمزوری کيږي .
همدا رنګه ځينې ځينې چاپي او ټولنيزې رسنۍ هڅه کوي د ځان مشهورتيا په موخه د دولت او ځينو مشهورو اشخاصو اړوند داسې اسنادو ته لاس رسی پيدا کړي او بيا يي خپاره کړي چې په هيڅ ډول د هيواد د ملي ګټو او د هيواد د ملي امنيت لپاره نشرول له تاوان پرته بل څه نه دي همدارنګه د اشخاصو پر شخصي حرم تيری بلل کیږی.
 
2-نيمګړې رسنۍ : هغه رسنۍ دي چې هڅه کوي يوازې پر حقيقتونو تمرکز کوي ، خو په ولس کې  د حقیقتونو د مطلوب اغيز په تحقق کې پاتې راځي ، چې ډير کرته ورته موارد د پرګرامونو  په بڼې پورې اړه لري ، د مسلکي او مجربو کدرونو او کارکوونکو نه شتون د دې لامل کيږي ټاکل شوې موخې ترلاسه نه شي، دلته د بيلګې په توګه د افغانستان دولت اړوندې چاپي ، غږيزې  او انځوريزې رسنۍ  يادولی شو ، که څه هم دا رسنۍ په پاس ګټګورۍ کې  هم راتللی شي خو دلته يي ځکه ورڅخه يادونه کوو چې دوی پراخ امکانات لري خو ورڅخه د سمې ګټې اخستنې روحيه او وړتيا نه شتون يي د حقايقو پر خپرولو او ورڅخه د مطلوبو موخو لاسته راوړل  اغيزمن کوي.
په هيواد کې د طالبانو د رژيم له سقوط وروسته رسنۍ په خلاص مټ خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي ، پخواني ولسمشر  حامد کرزی هم په ډير وياړ سره په اکثره ناستو کې يادونه کوي چې د واکمنۍ ستره لاسته راوړنه يي په افغانستان کې د ازدۍ بيان او بې شميره چاپي ، غږيزو ، انځوريزو او ټولنيزو رسنيو رامنځ ته کول وو .خو د تير حکومت تر ټولو ستره تيروتنه هم همدا وه چې د رسنيو لپاره يې  پولې او ارزښتونه ونه ټاکل  که په دې برخه کې لږ کار هم شوي وي خو هغه يوازې په دوسيو او الماريو کې پاتې شوي هيڅ وخت يي د عمل جامه نه ده اغوستې ، د بيان له ازادۍ څخه په ګټه اخستنه د ځينو رسنيو سترګې تر دې وشکيدلې چې هيڅ ملي او اسلامي ارزښتونو ته هم تم نه شول. اوس د هيواد او ملت لپاره په ستره مافيا او ستر سر درد بدل شوي.
نو همدا لامل دی چې زموږ د ذهنتيت او فکر د يرغمال کيدو په موخه له سوداګرو نيولي بيا ترسياسيونو، بهرنيو استخباراتو او نورو ښکيلو غاړو هڅه کړې زموږ د تير ايستلو لپاره رسنۍ د يوې ګټورې وسېلې په توګه وکاروي
 ډير کرته په خپله حکومت کې ځينې کړۍ ، سياسي مشران، دوستان او دښمنان هڅه کوي د پريکړو په برخه کې زموږ له کمزوريو  چې د منطق پرځای پر احساساتو ولاړې وي استفاده  وکړي او  زموږ  د منطق او فکري ساحې د محدودولو په موخه رسنۍ و کاروي.
چرته چې ولس عامه اذهان پر رسنيو ډير باور لري هلته زموږ دښمنان هماغومره هڅه کوي چې پروپاګند پراخه کړي، او دغه شان هيوادونه بيا د دښمنانو لخوا په ډيره اسانۍ سره تجزيه کيږي، کورنۍ د جګړې پر لور روانيږی، او  د هر راز پرمختګ مخه يې   ډب کيږي.
له بده مرغه افغانستان يو له هغه هيوادونو څخه دی چې ولس يي (تعليم او بې تعليمه) د خپل فکر او منطق ساحه تر رسنيو محدوده کړې ده. زموږ ولس ځکه  له اوږدې مودې راهيسې د بدمرغيو ښکار دی چې زموږ سياسيون، مشران، مدني ټولنې او نور .... د دښمن د پروپاګندې قربانيان شوي يو.
افغاني رسنۍ زياتره وخت پېچلي موضوع اړوند معلومات د دې لپاره نه خپروي چې موضوع روښانه کړي، بلکې دوی هڅه کوي چې دغه پېچلې موضوع لاپسې پېچلې کړي، او د ولس پر نږدي چې د دغه پېچلې موضوع په اړه منطقي فکر وکړي، تحليل يي کړي او د حل لار ورته پيداکړي. دوی چې اکثره يي د دښمن لخوا او يا د نورو استخباراتي سازمانونو لخوا رامنځ ته شوي، يا تمويليږي هڅه کوي چې هر موضوع دومره پېچلې وړاندې کړي چې افغاني حل يي ناممکن شي او نورو هيوادونو او استخباراتو ته لاره هواره شي چې زموږ په داخلي چارو کې د دې په بهانه چې موضوع پېچلې ده او موږ يي د حل وړتيا نه لرو مداخله وکړي.
همدارنګه زيات شمير افغاني رسنۍ هڅه کوي چې په هيواد کې د هرې موضوع په اړه ولس د منطق پرځای احساساتي فکر او يا هرې موضوع سره اولس منطق پرځای احساساتي برخورد وکړي. دوی څومره چې د ولس احساسات راپاروي هماغومره زموږ دښمنان خپلو ناروا موخو ته رسيږي
د رسنيو په دې تود بازار کې افغاني رسنۍ د ځينو ځانګړو کړيو او افرادو له خوا په څو برخو کې وکارول شوې هيڅکله د ژورنالیزم له اخلاقو سره برابرې نه وې ، بلکې که ووايو په تيرو څوارلسو کالونو کې رسنۍ که څه هم مثبت اړخونه به لري خو ډيرې د ژيړ ژورناليزم په لومو کې بندې پاتې شوې
د بيلګې په توګه :
1-د حقايقو وړاندې کولو پرځای هڅه وشوه ګوندي، توکميز او سياسي تمايلاتو ته د ملي ګټو پرځای ډير ارزښت ورکړل شي.
2-د ژورناليزم په برخو کې د کافي کدرونو نه شتون دې ته زمينه برابره کړه چې د ژورناليزم د اخلاقو په نظر کې نه نيوو په اګاهانه او غير اګاهانه توګه د ټولنې ترمنځ درزونو رامنځ ته کولو ته لاره هواره کړه.
3-داسې هم وشول چې يو څوک چې تر پرونه به په دولت کې وو نو هر څه به ګل ګلزار وو ځو چې کله به يي څوکۍ او منصب له خطر سره مخ شو ، نو پر دولت به يي نيوکې شروع کړې ، د دې ترڅنګ داسې خلک هم وو ، چې له دولت څخه د اميتاز اخستنې  او يا هم په دولت کې د مقررۍ په موخه به يي په تلويزنونو ، ورځپاڼو او نورو رسنيو کې پر دولت نيوکې شروع کړې څو ځان لپاره امتيازات ترلاسه کړي له بده مرغه چې د ولسمشر کرزي په دوره ډير د ورته پيښو شاهدان وو.
4-ځينې رسنۍ داسې هم وې چې  د ځانګړو موخو ، ځانګړي زمان ، په هيواد کې د  ځانګړې جغرافيا لپاره رامنځ ته شوې ، چې د اهدافو له پوره کيډو وروسته بيرته وتړل شوې او يا هم سقوط شوې
5-ډير نور داسې کارونه وشول چې دلته يي له يادونې ډډه کوو
په پای کې کله چې  دولت کمزوری وي ، سياسي پروسه ثابته نه وي او له قانوني اړخه هم عيبجنه وي نو په داسې حالاتو کې رسنۍ بايد د تفرقه اچونۍ پر ځای مرسته وکړي چې د هيواد د ثبات او سياسي پروسې  ټينګښت تضمين شي له رسنيو سره بايد کار وشي چې خپلې اصلي دندې ته راوګرځول شي ، له رسنيو د هيواد ملي ګټو د خونديتوب او ملي امنيت په برخه کې ګټه واخستل شي .
د کمپاين پر مهال يوه ورځ ولسمشر د يو پوښتنې په ځواب کې ويلي و، چې کامياب شي نو له رسنيو سره به د دوی په مشوره يو ځانګړی تړون رامنځ ته کوي ، چې په دې تړون کې به دوه اړخيزه مسوليتونه او صلاحيتونه ذکر شوي.
خو فکر کوم ولسمشر تر اوسه په دې هکله کوم اقدام نه دی کړی ، چې تر ټولو اړينه مسله ده، دغه تړون څومره ژر چې کيدای شي بايد رامنځ ته شي
په دې ټړون کې بايد رسنيو ته واضحه شي سرې کرښې کومې دي ؟ هغه چې په هيڅ صورت د معاملې او بحث  وړ نه دي
ملي ارزښتونه او ملي ګټې څه دي ؟
د دوې مسوليت د هيواد ساتنې ، هيواد پالنې او ملي روحيي د دودولو پر وړاندې څه دی ؟ او د رسنيو پر وړاندې د دولت مسوليت تر کومه بريده دی.