داعش څوک دي ؟ څنګه رامنځ ته شول؟

د عربي نړۍ پسرلي  لا خپلې تنکۍ غوټۍ نه وې سپړلې ، د شنه اسمان لاندې  شنه فصلونه لا ثمر ته نه و رسيدلي ، چې د خزان بادونو يي  ډنډرونه ورمات کړل ، او  پرشنه اسمان يي تورې لړۍ ورخپرې کړې که څه هم په  پيل کې دا هر څه ډير ساده او اسانه معلوميدل  دا سې فکر کيده ،چې په دې سيمه کې د ميراثي واکمنۍ  او ديکتاتورۍ د خيمو مراندې  نور د ټينګې نه دي ، چټک پرمختګونه هم رامنځ ته شول ، ځينې مقتدرې او  په اصطلاح  د جابرو ديکتاتورو څيرو انجام  په مرګ محکوميدل شول ، خوبيا هم داسيمه نه يوازې چې هوسا او سوکاله نه شوه بلکې نامعلوم راتلونکی يي لا هم د ګرداب  له منځ څخه راوتلو ته نه پريږدي .تونس ، مصر ، ليبيا ، يمن او باالاخره  عراق او شام ټول په وينو ولمبيدل چې بالاخره داسې احساس شوه چې دا د ديموکراسۍ ، خاوره نه ده دلته اړتيا ده چې يو مقتدر امير  مقتدر واکمن دا خاوره اداره کړي داعش ( دعراق او شام اسلامي دولت ) هم د ورته  فکر او نظريي زيږنده ده چې  په لومړي ځل يي سر د عراق او شام پولو ته څيرمه راپورته کړ دا چې دا ډله څوک دي ؟ څنګه رامنځ ته شوه ؟ او راتلونکې پلانونه يې څه دي ؟ په دې ليکنه کې هڅه کوو په لنډه توګه  نظر پرې واچوو.
د داعش د ظهور پړاونه
ننی داعش  يا په نوي نوم ( اسلامي دولت)  مخکې له دې چې په اوسني نامه ياد شي  له څو پړاونو  تير شوی په ۲۰۰۴ کې کله چې په عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ د توحيد او جهاد په نامه ډله رامنه ته شوه  همغه مهال يي  د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن  سره بيعت وکړ ،څو په عربي نړۍ کې د القاعدې استازيتوب وکړي ، دوی خپل فعاليتونه په عراق کې پيل کړل چې د دوه کالو په موده کې د يو غښتلې ډلې په توګه راڅرګنده شوه .
  په ۲۰۰۶ کې  زرقاوي په ثبت شوي ويډيو پيغام کې د عبدالله رشيد البغدادي په مشرۍ د مجاهدينو د شورا د شتون اعلان وکړ ، په همدې مياشت کې د زرقاوي له مرګ وروسته ابو حمز المهاجر د هغه ځای ناستی وټاکل شو ، چې د کال په پای کې بيا دا بو عمر البغدادي تر مشرۍ لاندې د عراق د اسلامي دولت  تشکيل رامنځ ته شو.
د ۲۰۱۰ د اپريل په ۱۹ مه ابوعمر البغدادي او بو حمزه المهاجر د عراقي او امريکايي ځواکونو له خوا په نښه شو ، د دوی له مرګ نږدې لس ورځې وروسته  شورا بيړنۍ ناسته ترسره کړه چې په پايله کې يې ابو بکر البغدادي خليفه او ناصر لدين الله سليمان يې د جګړې وزير وټاکلو .
د ۲۰۱۱ د اپريل په نهمه ابوبکر البغدادي ته منسوب   يو غږيز ټيپ خپور شو  په کې ويل شوي و، چې په سوريه کې د النصر جبهه د عراق  د اسلامي دولت د پراختيا هڅې دي په همدې سره يې د نصر د جبهي او د عراق د اسلامي دولت د مصطلحاتو کارونه هم له منځه يوړوه او پرځای د عراق او شام اسلامي دولت (داعش ) اصطلاح رامنځ ته کړه ، خو د نصر جبهې  له دې نوي حرکت سره يو ځای کيدل ونه منل دواړو ډلو په جلا جلا توګه په سوريا کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ.
چارلز ليسټر چې په دوحه کې د Brooking Institution غړی دی  اټکل کوي چې په سوريا کې د داعش جنګياليو شمير ښايي تر اوه زرو پورې ورسيږي او په عراق کې بيا دا شميره د پنځه او شپږ زرو ترمنځ ده  البته چې دا شميرې ازادو منابعو نه دي تايد کړي .
په سوريا د داعش جنګيالي د سورې وګړي دي خو د دوی اکثره مشران بيا بهرنيان وي چې په عراق ، چيچنيا او افغانستان کې د جګړو مخينه لري ، په عراق کې بيا د دې ډلې غړي  عراقيان دي او مشران يي هم يا عراقيان او يا هم ليبيان دي .
د داعش او  ا لقاعدې تر منځ توپير
د القاعدې او ځينې څانګو تر منځ يې اختلاف  د زرقاوي تر مهاله رسيږي که څه هم په ښکاره  د دوی تر منځ  اختلافات د بيعت پر سر نه و ،ولې په ځينو سياسي تګلارو سره جوړ نه وو، القاعدې په ښکاره له ايران او په ټوله کې له شيعه ګانو سره په دې پلمه ځان نه مخامخ کاوه چې ګواکې د امريکا سره جوړ نه دي او امريکا د دوی تر ټولو ستر دښمن دی ، خو د زرقاوي تر مشرۍ لاندې کسان بيا د امريکايانو او شيعه ګانو ترمنځ توپيرته قايل نه و. د المهاجر په وخت کې بيا دا اختلافات تر دې کچې ورسيدل چې د عراق اسلامي دولت د القاعدې د مشرانو له مشورې پرته اعلان شوه ، که څه هم ايمن الظواهري په يو ثبت شوي پپغام کې د عراق اسلامي دولت ومنلو او په هر څه يي سترګې پټې کړې خو اختلاف هغه مهال نور غښتلی شو کله چې د عراق اسلامي دولت هڅه کوله خپله واکمني پراخه کړي او په دې ترڅ کې يي  په بغداد کې د نجات پر کليسا بريد وکړ القاعده له دې بريده سره جوړه نه وه  خوکله چې البغدادي د عراق اوشام اسلامي دولت د القاعدې له خوښې پرته اعلان کړ همدغلته د دغو دواړو خوځښتنو لارې سره جلا شوې.
دغه ډله اوس د عراق او سوريي پولو ته څيرمه فعاليت کوي د سوريي او عراق ځينې مهمې سيمې يي تر ولکې لاندې دي او اسلامي دولت يي اعلان کړی ، دوی د اسلامي هيوادونو ترمنځ په پولو باور نه لري ، سلفي عقيدې ته ژمن ځان بولي په همدې لړ کې يي په عراق کې ځينې زيارتونه هم ويل کيږي ړنګ کړي دي تيره اونۍ د دې خبر له خپريدو وروسته چې ګواکې د دوی مشر ابوبکر البغدادي په د عراقي ځواکونو په يو بريد کې ټپي شوی البغدادی په يو ويديو کليپ راڅرګنديږي نوموړی د موصل په يو جامع جومات کې خلک د جمعې د لمانځه خطبه وايي او بيا لمونځ ورکوي
د دوی راتلونکي پلانونه دا دي چې په عربي او بيا په ټوله اسلامي نړۍ کې اسلامي خلافت راژوندې کړي او په دې برخه کې تيره اونۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د دوی امير ابوبکر بغدادي د اميرالمومنين په توګه ومني او په همدې ترڅ کې يو نقشه هم خپره شو چې د د وی د واکمنۍ لرليد په ګوته کوي په نقشه کې افغانستان هم د دوی د خلافت يو  ولايت دی.