زموږ پوهنيز ماحول جګړه ييز دی!

 
په کندهار کي د دولتي پوهنتون ترڅنګ عالي دارالمعلمين او څو بېلابېلي د لوړو زده کړو شخصي موسسې په مختلفو برخو کي ځوانان او خويندي روزي. زما په اند، په دغو علمي مرکزونو کي بايد تر کميت کيفيت ته ډېره ترجيح ورکړل سي، ترڅو ځوان نسل مو په ښه ډول وروزل سي. زه ځکه وايم، چي ددغو علمي مراکزو د کميت پرځای دي پر کيفيت ډېر ټينګار وسي، چي يو خو به مو د زده کوونکو علمي کچه، تجربه او وړتيا لوړه سوې وي او دوهم به مو ټولني ته هم مسلکي او بااستعداده اشخاص تقديم کړي وي. د کندهار عالي دارالمعلمين د هيواد بالخصوص د کندهار ولايت يو مهم او لوی علمي مرکز دی، خو اوسمهال زموږ دا علمي پانګه په ډېر بد حالت کي قرار لري، زه غواړم د يوې زده کوونکي په صفت ستاسي درنو لوستونکو سره ددغه علمي مرکز ځيني مهمي او ناسپړلي ستونزي شريکي کړم.
 
C:UsersDotComDownloads12833242_552017138309316_739598423_n.jpg
 
د کندهار عالي دارالمعلمين نامناسبه ودانۍ: د تېر ۲۰۱۵م کال د می پر ۲۵مه، چي کوم بريد د کندهار پر عالي دارالمعلمين ترسره سو، په پايله کي يې ددې مرکز تعمير سخت زيانمن سو. اوس له دې پېښي شاوخوا يو کال تېريږي، خو تخريبات يې لاهم پرځای پاته دي، چي ددې ستر علمي مرکز ودانۍ يې په ډېر بد حالت کي واقع کړې. په ځيني ډيپارټمنټونو کي د استادانو کمی: اګر چي ياده ستونزه د ټول هيواد په سطحه وجود لري، خو په کندهار عالي دارالمعلمين کي هم په دې برخه کي ستونزي سته. ځيني ډيپارټمنتونو استادان نه لري، ځيني مسلکي نه دي. که استاد مسلکي وي، زده کوونکی هم حتماً ښه اخذ ترې کوي، ولي که استاد مسلکي نه وي، هغه موضوع چي شاګرد ته يې تدريسوي، شاګرد په ښه ډول مفهوم نه سي ترې اخيستلای. د کندهار عالي دارالمعلمين د زده کړي نامناسب چاپېريال: د يوه علمي مرکز مهم او بنسټيز اصل دا دی، چي خپلو زده کوونکو ته لازمي اسانتياوي او د زده کړي پاک محيط برابر کړي، خو بدبختانه د کندهار عالي دارالمعلمين ودانۍ ځيني برخي د تېر کال د بريد پرمهال د اور لمبو توري او زيانمني کړې او د زده کوونکو او استادانو د هستوګني يې بېخي ويستلې، چي اوسهمال زده کوونکي په ډېر خراب او نامناسب محيط کي په دغه مرکز کي زده کړي کوي. زده کوونکی له خپل چاپېريال څخه اغېزمن کيږي او هغه ته د زده کړي لپاره د پاک، سالم او آرام محيط برابرول ډېر اړين دی، ترڅو هغه په ښه ډول مطالعه وکړای سي. کندهار عالي دارالمعلمين د زده کوونکو بالخصوص د ښځينه زده کوونکو لپاره هيڅ ډول ورزشي فضا او اسانتيا نه لري. نو په داسي يوه حالت کي به يو شاګرد څه ډول زده کړي کولو ته زړه ښه کړي؟ يو شاګرد به په داسي يوه محيط کي چي شاوخوا يې لاهم د جګړې د لمبو تور لوخړي ښکاري، څه ډول ښه پوهه ترلاسه کړي؟ يو شاګرد به په داسي يوه ودانۍ کي چي هره خوا يې د مرميو داغونو زخمي کړې وي، څه ډول زده کړه وکړي؟ دا سمه ده، چي موږ ټول په جګړه ييزه او ناآرامه سيمه کي ژوند کوو، خو پوهنيز ماحول مو بايد جګړه ييز نه وي! اوس خو ددې لوی پوهنيز مرکز څېرې جګړه ييز شکل غوره کړی، چي په تاسي يې يوه بېلګه په انځور کي هم ليدلای سئ. نو آيا په داسي يوه جګړه ځپلي چاپېريال کي زده کړه کول به د زده کوونکو فکري پوهه، استعداد سپړنه او وړتيا تر اغېز لاندي رانه ولي؟ دا هغه څه وه، چي هر سهار چي زه خپل ټولګۍ ته راځم، ورسره مخامخ کېږم. علمي مرکزونه يوازي د دولت نه بلکي د ملت هم دي، دا مرکزونه زموږ او ستاسي د خپلو کورونو په څېر دي، علمي مرکزونه زموږ هغه شتمني ده، چي نورو ته وياړ پرې کوو. نو ملت بايد له علمي ځايونو څخه د خپل کور په څېر ساتنه وکړي او ترڅنګ يې په بيارغونه کي پوره ونډه واخلي، ځکه په دې مرکزونو ټول د هغوی بچيان او ماشومان زده کړه او پوهه ترلاسه کوي. که دا علمي مراکز په ښو او عصري وسايلو سمبال وي، نو د دوی بچيان به همداسي د پوهي په لوړه کچه سمبال سوي وي. نو هيله ده، لومړی اړوند چارواکي، ورپسې کندهاري پانګه وال وروڼه او ټول هغه کندهاريان چي د علم د مشعل په مړ کېدو خفه کيږي، ددغه ستر علمي مرکز په بيارغولو کي پوره مرسته او همکاري وکړي، ترڅو سم ورغيږي او په لازمو تجيهزاتو سمبال سي. په دې سره به مو خپل راتلونکی او ځوان نسل د بې علمۍ له تورو تيارو څخه ژغورلی وي او ترڅنګ به يې کندهار د سيمي په کچه د يوه بنسټيز، بې ساري او اساسي علمي مرکز خاوند سوی هم وي.
 
C:UsersDotComDownloads12212354_552323998278630_1078449042_n.jpg
 
درنښت