
سوله د پرمختګ او په نړۍ کې د ژوند کولو لپاره لمړیتوب دی. په نړۍ کې هر موجود د سولې هيله مند دی او سوله غواړي، خو سوله ځان ته فکر غواړي ځانته وګړي کولای شي په نړۍ کې سوله راولي او یوې ټولنې ته مثبت بدلون ورکړي.
دا چې په دې هېواد کې د جګړې لوبه ډیره ګرمه روانه ده او په میلیونونو ډالر پرې مصرف شول خو نتیجه يې له پیله تر اوسه صفر کې ضرب ده، ځکه چې په مفکرانه سیسټم کې داسې فاینسټي سیسټم ځای پر ځای شوی چې د پیسو او مقام لپاره له خپلې پرونۍ مبارزې تیر او دښمن ته د خپل عزت( خاورې) د ورکولو ادعاوې کوي. خو دلته یو ملت موجود دی داسې یو ملت چې د انګلیس په څیر سترې امپراطورۍ يې د بیلتون کوشش وکړ په بدن يې نیم کړو خو بیا هم یو وجود یوه وینه موجوده وه، ده او تل به اوسي او دا ستره امپراطوري په دې پلان کې ناکامه پاتې شوه او لا تر اوسه ناکامه ده. د فاینسټ عیاشان او د هغوی مفکرین پنجا پال ملګري تل په همدې کوشش کې دي چې که سوله د افغان په زړه کش شوی خط په رسمي کولو کې وي، نو نن همدا ولس ورته دوه ټوټې کوو. راځم د فاینسټ کیسې ته چې فاینسټ څه شی دی؟
فاینسټ په کابل کې د ارګ خیلو پنجاپالو د عياشۍ او ساعتېرۍ یو ستر مرکز دی چې له رئیسانو نیولي تر وزیرانو پورې پردیپال هلته ځي او خپلې کارنامې ثبتوي، په داسې حال کې چې همدا ډول خلک بیا اخته وي او ولس ژغورنې چغې وهي او مفکر ته ډاډ ورکوي چې ولس لا هم په ښه حالاتو کې ژوند کوي خو ولس د خپل ژوند اخیري سلګۍ د هېواد ساتنې او فکري بدلون په رامنځ ته کولو کې تیروي.
د ارګ مفکر شاوخوا تاو خلک تر نورو ټولو راته ښه څرګند دي چې څوک څه کاره او د پلار نیکه تاریخچه يې څه ده، خو که خبره د حقیقت راشي دلته حقیقت هم د همدې خلکو له لورې درواغجن معرفي شوی ځکه دوی تل درواغ د خپل ژوند د ارامتیا او د بل ناارامه ژوند په موخه خلکو ته ویلي دي.
پنجاب نه پخوا سوله غوښتله نه يې اوس غواړي او نه بیا ورته اړتیا لري،ځکه چې د سولې راوستلو قوت یوازې له امریکا سره دی او هر وخت چې وغواړي سوله راوړلي خو امریکا د افغانستان نه د یو دفاعي الې په توګه ګټه پورته کوي تر څو یو خنډیز قوت چې د امریکا په مقابل کې دی مخه يې ونیسي. امریکا په نړۍ کې د یو قوت نه چې د روس په نامه دی ویره لري. روس یو نظامي وسلوال قوت دی خو اقتصادي قوت نه دی خو په څنګ کې ورسره د چین په نامه د نړۍ یو ستر قوي اقتصادي قوت ولاړ دی چې امریکا ترینه په ویره کې ده له بل پلوه هند چې هم په اقتصادي لحاظ او هم په نظامي لحاظ یو ستر قوت دی د روس تر څنګ ولاړ دی. دا لوبه چې د دوه سترو قوي اړخونو یا دوه ډلیزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کیږي ځای به يې د افغانستان شمال وي چې په دې لنډه تیره موده کې د شمال نا آمني يې تر ټولو لوی ثبوت دی،او ډیر زر به د هېواد د شمال ولایت بغلان،او کندز یو ځل بیا سقوط وکړي، ځکه چې په نظامي قوانینو کې د حالاتو له درک په همدې ډول چې وضیعت دی خطرناک معلومیږي او امکان لري چې د شته هېواد حکومت هم سقوط وکړي ځکه دا نړیوال نظامي څیړنیز قانون دی چې قوي نظامي او اقتصادي قوتونه وغواړي یو بل مات کړي نو له همداسې کمزوری هېواد د سیمې نه د مورچل په توګه ګټه پورته کوي او خپل اهداف پکې که د هغو سیمو د وګړو د سر په بدله هم وي لاسته راوړي.
خو زمونږ مفکرانه حکومتوال او فاینسټي پنجا پلوه چوکیداران لا تر اوسه په دې نه پوهیږي چې د سیمي وضیعت په کوم ډول دی لوی قوتونه د دې سیمې لپاره څه پلان لري او مونږ يې باید د مخنیوي لپاره څه وکړو؟
خو ولس لا هم د سوړ جنګ قرباني دی او د نن ورځ قربانۍ ورکولو ستر مجرمین يې همدا شته واکدران دي او لرې نه ده چې دا ولس به بیا یو ځل د ژوند کولو لپاره د فکري بدلون یو ستر انقلابي سیلاب څپه شي، دا خلک به یوسي او ولس به ژوند وکړي.
د سوکاله پرمختللي لوی افغانستان په لور.........