ځانته مسلمانه او افغانه وایم


زموږ د ګران هېواد نوم افغانستان دی، خو په هېواد کې دسیاسي دوکاندارانو دشخصي ګټو او د پردي جنګ له امله موږ کډوال یو. 
يو څو پوښتني مې په ذهن کې سته، چې غواړم له تاسو سره يې شريکې کړم: 
زه ځانته مسلمانه او افغانه وایم،خو تر اوسه نه مسلمان او نه افغان پیدا سوو چې زموږ وستونزو ته دحل لاره پیدا کړي ؟
دیو مسلمان یا د یو افغان لور چې دکوم هوسا ژوند حق لري،  دا حق ولې زه نه لرم؟
ستاسي لوڼي چې د زده کړي حق لري او تاسي یې د زده کړو لپاره کوښښ کوئ ولي زده کړه پر ما نه ده فرض؟
څوک چې دبشریت او څوک دافغانیت په نامه تجارت کوي او تر دي نومونو لاندي خپل شخصي هدف مخته وړي دغو ټیکه دارانو ته دومره وایم زما عمر اته کلن دی زه دخپل معیوب پلارجان سره د خښتو په وهلو بټۍ کې کار کوم دا کار پر ما ډیر دروند دی ایا زه بشر نه یم که لور دافغان نه یم ؟
تاسي دکوم بشر او کوم افغان لپاره کارکوئ؟
که خبره دکډوالۍ وي موږ چې را کډوال یو دا زموږ خپل دلاسه که د سیاسي دوکاندارانو او ستاسو دلاسه؟
دبل یاپردي څخه خو موږ ګیله نه کوو، ګیله دخپلو کیږي!
ما خپل افغانیت ژړوي
دخپلو دلالانو ظلمت مي ژړوي
خو زه دیو مسلمان لور یم 
بل دی و افغان لور یم
احمدشاه بابا چې پر قندهار دیوال راګرځاوه، نومیالۍ زرغوني انا څه ورته وویل ؟
تاسو هم ځانته د احمدشاه او میرویس خان اولادونه وایاست یا احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه به ستاسو په اعمالو او کړنو نه شرمیږي چې زموږ په اولاد کې دومره غله او بي ضمیره نن زموږ په نسل کې له کومه پیدا سوه چې خپل د ورور،مور،پلار او خور پر سرو دبل او خپل شخصي ګټو لپاره لوبې کوي؟