ماتــې څانګې

شاعر:ګل رحمان رحماني

زمـــا د سوي زړګي ماتــــــې څانګــې
چـــې له ګلــــــونــــو مـــــرورې ښکاري
ښکاري چې بيا به غوټۍ ونه نيسي
لــــه اغــــــزو ډکــــې سربيرې ښکاري
****
ما د دردونــــــو د چينــــــې په غــاړه
دخپل قسمت ترخه جامونه څښلــي
ما د ژوندون پدې سورۍ لپه کې
دخپل زړګي مات تصويرونه څښلي
****

مــــا ديـــــو څــــــــو ګـــــــړۍ ژوندون په هيلــــه
د خلوت په سيوري کې خپل سيوري ورک کړ
چــــــې چېرته ځــــــم تيارې کټ کټ وخــــاندي
په تورو شپو کــــــې مې يو ستورى ورک کــړ
****
مـــــخ پټوي راځينـــــې غلــــــې تېر شــــــي
زمــــــــــا د هيلــــــــو نيمـــــــه خــــوا پسرلى
ګــــــمان مـــــې نشي چــــې به کلـــه راشي
زمـــــا په لــــــورې باندې بيا پسرلـــــــى

١/٣/١٣٨٢