
ولسمشر غني د کورنیو جګړو مخکښ جنګسالار عبدالعلي مزاري ته ”د ملي وحدت شهید“ لقب ورکړ. له دې سره ځینو فیسبوکیانو او ځوانانو اور واخیست او په دې هکله یې توند غبرګونونه وښودل. زه باوري یم چې که چېرې همدغه فیسبوکي ځوانان د ترهګرو او ورانکارو پر وړاندې همدغسې توند غبرګون وښیي، نو هغوی به زموږ له خلکو سره له دښمنۍ څخه لاس واخلي اوبیا به د عامو خلکو د شهیدانولو جرئت ونه کړي.
خو له بده مرغه موږ تل د ظلمونو، وحشتونو او یرغلونو پر وړاندې خاموشي او سکوت اختیار کړی دی، تل مو د هوښ پرځای له جوش څخه کار اخیستی، خپله ټوله مبارزه، هڅه، ګام او اقدام مو تر شعار او احساساتي چلند پورې محدود کړی دی، ځکه له دې لارې ډېر په اسانه مشهورېدلی شو او زموږ اکثره ځوانان د شهرت لېونۍ مینه او تنده لري.
البته دا خبرې نه له مزاري سره د خواخوږۍ له امله کوم او نه هم د ولسمشر د دفاع په خاطر. زه شخصاً له مزاري څخه د هغو جنایتونو له امله چې د کورنیو جنګونو پرمهال یې په پلازمېنه کابل کې ترسره کړي دومره کرکه او نفرت لرم، چې د ورکړل شوي لقب په اړه یې هیڅ فکر هم نه کوم او نه غواړم چې وې کړم، ځکه نه غواړم خپل ارزښتناکه وخت په دغې بې ارزښته بلا ولګوم؟
دغه فیسبوکي ځوانان په دې هم فکر نه کوي چې عبدالعلي مزاري د ملي وحدت ګوند مشر یا کشر وو، نو چې د ملي وحدت مشر وو او بیا طالبانو وواژه ، نو خود به یې ولسمشر د ملي وحدت شهید بولي، نو څه شی یې وبولي؟ د جمعیت، حزب، حرکت، محاذ او یا کوم بل ګوند شهید یې وبولي؟
ایا دا به نو ډېره غیر منطقي نه وي چې ته د یو ګوند (حزب وحدت ملي) مړی، وژل شوی، شهید یا کومه بله بلا را اخلې او په بل ګوند پورې یې تړې او هغه ته یې منسوبوې؟
ځوانانو ته ښایي په هغه څه چې ذره ګټه او تاوان نه رسوي خپل ارزښتناک وخت ضایع نه کړي. عبدالعلي مزاري له ډېرو کلونو راهیسې زموږ په منځ کې نشته. موږ یې له خیر او شر څخه په امن یوو، نو وختې چې نه ښه را رسولی شي او نه بد را رسولی شي، بیا ولې خپل وخت او انرژي پرې ولګوو؟
د ځوانانو احساسات د قدر وړ دي او انرژي یې هم تر نورو ډېره ده، نو کاشکې دوی خپل سپېڅلي احساسات او قوي انرژي په داسې کارونو ولګوي چې هم یې ځانونو ته خیر ورسېږي او هم یې هېواد او خپلو خلکو ته.
د بېلګې په توګه، موږ په هر کلي کې نږدې یو ښوونځی لرو او زموږ یو ښوونځی هم له ستونزو، د مسوولینوله بې کفایتۍ، غفلت ، تنبلۍ او فساد څخه خوندي نه دی، خو که زموږ د هر کلي ځوانان سره راټول او یو لاس شي، نو باور دی چې دوی په ډېره اسانۍ سره د ښوونځي بې کفایته اداره په باکفایته اداره بدلولی شي. دوی کولی شي چې د ښوونځي مسوولین خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي او که دوی رښتیا وغواړي نو د ښوونځي هره ستونزه په ډېره اسانۍ سره حلولی شي.
که ځوانان په دغسې کارونو خپله انرژي ولګوي، نو ګټه به یې سل چنده زیاته وي، ځکه د کلي ماشومان به یې باکیفیته زده کړه وکړي او د ټولنې خدمت ته به یې په واقعي پوهه سنبال ځوانان روزلي او وړاندې کړي وي او خدای تعالی به دغو ځوانانو ته د خپلې دغې برحقه مبارزې اجر او ثوابونه ورکړي.
مګر زموږ ځوانان ځکه دا کار نه کوي او یا دې مسایلو ته پام نه کوي، چې دغه وړ مبارزه ژور فکر او عملي اقدام غواړي، خو زموږ اکثره ځوانان یا ژور فکر نه شي کولی او یا یې نه کوي او همدارنګه عملي اقدام ته هم د ډېرو ملاوې ماتې دي، ځکه نو دوی په مازې شعاري او کلیشه یي شیانو خپل وخت لګوي.
بله دا چې ځوانان خپل مسوولیتونه یوازې تر شعار او نیوکو پورې محدود بولي، مګر د دوی مکلفیتونه په دې نشي خلاصه کېدلی. ځوانان نهایت زیات مسوولیتونه لري چې باید د دوامدارې مبارزې په مټ یې ترسره کړي.
بله ستونزه داده چې یو شمېر ځوانان یوازې د شهرت تږي وي او د ځان د مشهورولو لپاره دوی باید هر چاته سپکې سپورې ووایي، توندې خبرې او نیوکې وکړي او هر څه ته له منفي زاویې وګوري.
نو زه وایم که ځوانان په رښتیا د افغانستان خواخوږي وي، رښتیا یې په خپلو خلکو او د دوی په حال زړه درد کوي او په رښتیا هم د واقعي مبارزې پلویان وي، نو بیا دې د خپلې مبارزې په ډول له سره غور وکړي او داسې لاره دې اختیار کړي چې د دوی هڅې او ستړیاوې رنګ راوړي او همدارنګه یې خپل هېواد او خلکو ته خیر ورسېږي.