ښاغلی اشرف غني احمدزی د کمترۍ له احساسه ځورېږي.

 
د کمترۍ احساس پاچا او ګدا،‌ عالم او معلم نه پېژني، د چا په وجود کې چې یې وده وکړه هغه انسان ټول عمر ځان په ټولنیز او یا سیاسي لحاظ تر نورو ټیټ احساسوي.‌ د کمترۍ دغه احساس ده له غربه له ځان سره راوړی دی، چېرته چې د نورو هېوادونو لویو لویو کدرونو ته هم یوازې د دویمې یا درېیمې درجې د انسان په توګه کتل کېږي او غرور یې په تدریج سره وژل کېږي.
دده تصنعي چیغو،‌ تصویرونو، بدني حرکاتو او د لمانځنو په غونډو کې تقریرونو دا خبره په زبات رسولې چې دی د خپلې دغې کمزروۍ د پټولو لپاره ډول ډول هڅې کوي چې لا تر اوسه یې اپوټه پایله درلوده.‌ دی په خبرو کې کله اسلام، کله جهاد، کله هم ملي مسایلو او کله کله بیا د وطن ګټو ته پناه ور وړي، خو داسې ښکاري چې پر یوه ټاکلي لیدلوري د باور د نشتوالي له امله په هر لوري چې د خبرو اس زغلوي لاره ترې خطا کېږي. د جنګي جنایتکارانو او قومي ټیکه دارانو د راخپلولو لپاره یې له هزاره نیولې تر ازبک تاجک او پښتون جهادي رهبرانو پورې ډېرو ته د نمستې په دود لاسونه سلامي کړي او لاس پر نامه درېدلی خو هغوی چې یوازې د خپلو شخصي ګټو پر تامین باور لري له موقعې سره سم یې دده له کمزورۍ ګټه پورته کړې ده.
د ارواپوهانو له نظره د خاکسارۍ او د کمترۍ د احساس ترمنځ‌ جوت واټن دی. په پیل کې داسې ګڼل کېدل چې د ښاغلي غني ځینې حرکات به دده د خاکسارۍ او عاجزۍ نښې وي خو وروسته وروسته لیدل کېږي چې دی له بلې ناروغۍ ځورېږي.
په تقریباً دوه کلنه دوره کې ولیدل شول چې د ښاغلي غني دغه د کمترۍ احساس د افغانستان ولس ته اساسي زیانونه رسولي.‌ ګډ حکومت ته غاړه اېښودل، پنځوس فیصدي‌ حکومت جوړول،‌ د اساسي قانون د مواردو تر پښو لاندې کول، د ولسمشرۍ د واکونو نه استعمالول، د پارلمان ناقانونه پرانېسته او لسګونه نور داسې موارد تر سره شوي‌ دي چې د افغانستان تاریخ به یې یاد وساتي.‌
ارګ ته تر ورتلو وروسته یې دکارونو تر بریالیتوبونو نیمګړتیاوې ډېرې او اساسي دي. هغه د ګوتو په شمار بدلونونه چې په ځینو مواردو کې راغلي هغه د هر ولسمشر د کابینې له بدلېدو سره طبیعي وي.
زه د ښاغلي غني د کارونو تر تقریباً دوه کلن څار وروسته دې پایلې ته رسېدلی یم، چې د کمترۍ له دغه احساس سره به ممکنه نه وي چې د هېواد چارې سمي پرمخ یوړای شي،‌ بلکې د ډېرو نورو نا اشنا سیاسي او ټولنیزو ايتلافونو، القابو او نابلدو اقداماتو تمه ترې لرم.‌
یو پارسي متل دی چې نام رستم به از رستم.
د ښاغلي اشرف غني هماغه د مفکرۍ نوم او نشان ښه و، ویرېږم چې د ګډ حکومت د ولسمشرۍ په دوره کې هغه اکاډمیک نوم او نښان ته یې هم زیان ونه رسېږي.‌