
کابو دوه کاله وړاندې د غربیانو په منځګړیتوب او د سیاسي توافق پر بنسټ د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د ملي یووالي حکومت رامنځته شو. که څه هم دا حکومت د خلکو او ولس له رایو سره په ټکر کې رامنځته شو، خو نه یوازې چې د ولس له رایو سره په ټکر کې رامنځته شو، بلکې په خپلو ټولو کړیو ژمنو کې پاتې راغی.
د ملي یووالي د رهبرانو یوه ژمنه همدا وه چې زورواکي او ټوپک سالاري به له منځه وړي، ولې متاسفانه زورواکي دې حد ته رسېدلې چې یو والي د ولسمشر کارونه کوي. تاسو ټول شاهد یاست چې د بلخ والي عطا محمد نور له دندې نه دی ګوښه شوی، دا چې له دندې هم نه دی ګوښه شوی په دې هم پوهېږی چې د ولسمشر فرمان نه مني، ولسمشر ښکنځي، د سرخ او نارنجې حرکتونه کیسې روانې دي.
عطا محمد نور چې له تېرو لسو کلو د مزار شریف والي دی، نه دا چې والي دی بلکې برحال منتخب ولسمشر هم دی، دا چې ولې ولسمشر د ده مخه نه شي نیولی غواړم داسې یې توضیح کړم:
د ټاکنیز کمپاین پر مهال عطا محمد نور د ډاکټر عبدالله یو له مهمو او کلیدي ملاتړ کوونکو څخه و، که مبالغه نه شي ډاکټر عبدالله عبدالله ته اتیا سلنه کار د ده له لوري روان و او نن چې کوم غیر قانوني اجرایوي ریاست رامنځته شوی، په دې کې هم د عطا محمد نور پوره ونډه وه. کله چې دوی د سرخ او نارنجې حرکتونو کیسې کولې ولسمشر یې وډار کړ او مجبور شو چې ارجرایوي ریاست ومني.
اوس د عطا محمد نور د کړنو مخینوی خورا سخت دی، ځکه حکومت نیم په نیمه وېشل شوی او عطا محمد نور خپله د اجرایوي ریاست بنسټګر دی، نو کله چې دی د اجرایوي ریاست بنسټګر دی طبعي خبره ده چې د ده د کړنو مخه څوک نه شي نیولې. په وار وار یې د ولسمشر په کړنو نیوکه کړې، په وار وار یې دا ویلي چې حکومت موږ ګټلی و، په وار وار یې د ولسمشر فرمانونه د ولسمشر د هیئت په مخ کې څیرې کړي، نو کله چې یو والي د ولسمشر فرمانونه څیروي، د هغه په حکومت نیوکې کوي، ولسمشر به څنګه وتوانیږي هغه له دندې ګوښه کړي؟
لا ښوونځي نه دي پیل شوي، د نړۍ په هر هېواد کې د ولسمشر له لوري د ښوونځیو زنګ وهل کیږي، خو د افغانستان دویم منتخب ولسمشر عطا محمد نور یوه اونۍ مخکې د ښوونځیو د پیل زنګ ووهلو، چې په تېرو دیارلسو کلو کې داسې څه نه وو شوي. دا چې ولې غواړم داسې یې بیان کړک:
د پوهنې اوسنی وزیر اسد حنیف بلخي، رسما د عطا محمد نور له لوري ټاکل شوی، دا چې نومړی وزیر نه یوازې کومه لاسته راوړنه نه لري بلکې خپل بادار ته د ښوونځیو د پیل اشاره هم کوي. حنیف بلخي د پوهنې نظام له سقوط سره مخ کړی، په پښتنو سیمو کې د دې پر ځای چې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شي د نورو د تړلو هڅې کوي، د دې پر ځای چې د پوهنې د بقا او پرمختګ په موخه کوټلي ګامونه اوچت کړي، په وزارت کې په قومي، سمتي او ژبنیو مسایلو مصروف دی، دی هم د اجراییه ریاست په څېر ۱۲۰ تنه مشاورین لري او د هر یوه مشاور میاشتنی معاش یې له پنځو تر لسو زرو ډالرو دی.
په بلخ کې کوم کار چې وشو رسما د ده لاس په کې و، ما مخکې وویل چې عطا محمد نور د ده بادار دی او دی د هغه په اشاره ځان وژنې ته هم چمتو دی، نو بنا د ښوونځیو د پیل اشاره هم د دې بې کیفیته وزیر له لوري وه او په دې کار یې د ښوونځیو زده کوونکو ته هم وښوده چې موږ زورواکي یوو، جنګسالاران یوو، موږ د چا زور نه رسیږي، هر څه چې وغواړو کولی شوو.
افغان ولسمشر ته اوس په کار ده چې چوپه خوله کېني، که اقدام وکړي نو بې عزته کیږي، که غږ پورته کړي څوکۍ به له لاسه وکړي، دی بېچاره هسې هم د څوکۍ دومره شوقي دی، چې د څوکۍ پر سر یې د ولس په اوو میلیونه رایو معامله وکړه. که د بلخ د والي د ګوښه کولو توان نه لري، دومره خو دې وکړي چې دا اوسنی بې کفایته او مطلق بېسواد وزیر وغواړي او د دې وروستۍ کړنې په هکله دې ترې پوښتنه وکړي. خو تر کومه چې زه فکر کوم غني بېچاره د دې توان هم نه لري. څو چې ولس لاس په کار نه شي، څو چې ولس ونه خوځیږي او د دې جنګسالارانو او ټوپکمارو خولې ونه تړي او د تل لپاره یې له خاورې ورک نه کړي، د قیامت تر ورځې به پاچاهي درباندې کوي، نن که عطا محمد نور دویم منتخب ولسمشر دی، سبا یې واک زوی ته پاتې کیږي، نن که دوستم زورواک دی، سبا یې زوی را پورته کیږي، پرون که مارشال په واک کې و، نن یې زوی په واک کې دی او دا لړۍ به دوام لري.
ولس ته په کار ده چې نور له خوبه پاڅي او له دې داړه مارانو ځانونه وژغوري.