غزل

ګوټ د ســـــــــرو شرابو د توبې سره ضرور دی
بـــــــــيرته چې کړي ور د اجابت هغه سرور دی
 
واړه اداګانې د ښکلا چــــــــې پرې ژوندۍ دي
هغه خــــودښکليوپه مـــړوسترګوکې غروردی
 
ســـــتا د تصـــــــور غرڅه، په څير د تا د سترګو
هم رانه په ترهـــه دی او هم راته حــــضور دی
 
سترګې مې که ستا په تصورشـــــــولې بې نوره
ماته دې تيارو بخــــــــښلی ستا د زلفو نور دی
 
ته که مــــــرور شې خــــــو پخپله به پخلا شې
ځکه چې عــــــادت په زمانه کې په مــرور دی
 
حسنه دتا خوی که دريابي دی ســــتا له موجه
مـــــــينې هم هـــــنر ترينه زده کړی د عبور دی
 
قــــهر خو نن ماته اشـــــــنا کړو په محفل کې
زړه ته مې ډاډ راغی چې رقيب ولې تروردی
 
هيڅ نه يم خبر چــــې د نظر په ګـــــستاخۍ مې
زور دی د حـــــيا که له غضبه يې مخ سور دی
 
ســـتا د ناتـــــمامه غمزو غـــشو تاب مې نه و
ستا ترڅـــــنګه راغی د حـــمزه دغه قصور دی