
تعصب او تبعیض دواړه هغه عوامل دي چی یو ټولنه یا هم یو ګروپ خلک ځان د نورو
ګروپو یا ډلو په پرتله لوړ او ښه بولي، هم په پوهه کې، هم په ژبه کې او هم په لباس او
بالاخره په ټول فرهنګ کې کوم چې د یو بل څخه د کرکې او نفرت لامل ګرځي او یو ټولنه
نه پرېږدي چې د پرمختګ پر لور لاړه شي.دا دواړه ټولنې ته د زهر ورکولو په معنی دي.
تعصب او تبعیض هم په عمل کې وي او هم په فکر یا هم په زړه کې پټ وي. کوم تعصب
او تبعیض چې په عمل کې وي تر ټولو خطرناک او مشکل تر نظر راځي او د ډېر وخت په
تیريدو له منځه تلای شي. هغه تعصب او تبعیض چې فکر او یا هم په زړه کې پټ وي په
کم وخت کې له منځه تلای شي.دا هغه عوامل دي چې د افغانستان خلک یې د هر ډول
پرمختګ څخه بې برخې کړي دي.که څه هم د افغانستان ټولنه نن هغه ځای ته رسيدلی چې
یوازې په فکریا هم په زړه کې تعصب لري او په عمل کې ډېر کم څرکندېږي، او د داسې
خوشالی او زیري په تمه وي چې هغه ټول خلک په یو ټغر په خوشالی سره را غونډ کړي
نن سبا دغه خوشالی او خوښي یوازې په ملي مسایلو لکه کرکټ، فوتبال، تکواندو او نورو
ورزشونو کې څرګندېږي چې کولای شي ټولنه د خوشالی، یووالی او پرمختګ په لور
بوځي او د نفرت، تعصب، تبعيض او غم دروازې د تل لپاره بندې کړي، تر څو د یو بل
د کامیابی خنډ نه بلکې ملګري شي. دا څرګنده ده چې ټولنه د وخت په تيريدو سره بدلون
راوړي او هغه خنډونه چې د هیواد د کامیابی، یووالي او پرمختګ د ناکامی سبب ګرځي له
منځه یوسي، ولې زموږ ټولنه نن په هماغه حالت کې ده چې باید د ښه په لور بدلون
راوړي او یو بل ته د نفرت غم پر ځای د خوشالی او خوښی پر لارو فکر وکړي تر څو
هم د ځان او هم د نورو په ګټه شي. زموږ ټولنه هغه ځای ته رسیدلې ده چې د هوښیار او
بې عقل تر منځ واضح فرق کولی شي، خپل او پردی، دوست او دوښمن پېژني خو بیا هم د
هغه مضرو او غټو خنډونو لکه تبعيض، نفرت او غم له امله نشي کولی چې په اسانی
پرمختګ وکړي، غم لرې کړي خوشالي راوړي، دوست خپل کړي او دښمن د تل لپاره مات
کړي.زموږ د ټولنې دغه احساس چې څنګه یووالی راوړي او څنګه پرمختګ وکړي تر
اوسه کمزوری پاتې دی او دغه احساس ته د قوت د وربښلو یوازنی لاره هم زموږ خپله
ټاکنه ده، چې کومې لارې ښې او کومې بدې وګڼو. ټولنه مشر او رهبر ته ضرورت لري،
نن سبا دا ټولې ناخوالې، غم، نفرت، تعصب او تبعيض زموږ خپله ټاکنه ده او موږ خپله
داسې لارې ټاکلي دي داسې څوک مو ټاکلي دي چې هغه زموږ د راتلونکي لپاره غیر
عادلانه او د ځان د هوساینې او خوشالی لپاره پرېکړې کوي، کوم چې موږ ته به بدل کې
غم، نفرت، تعصب او تبعیض رابښي. کله چې زموږ ټاکنه هوښیارانه وي او کله چې موږ
هغه څوک د خپل مشر او رهبر په توګه ټاکو چې د عدل، انصاف، ملي یووالي او د لوړ او
ښه فکر څښتن وي نو یقینآ چې موږ به د کامیابی او پرمختګ په لور بیايي. نه هغه څوک
چې ټولنه د یو الې په توګه استفاده کړي او د خیانت، د ځان هوساینې او خوشالی لپاره موږ
قرباني کړي.
د افغانستان خلک ډېر احساساتي اوارمان جن دي د خوشالی زيري د اوريدو په عکس العمل
کې هر رنګ تعصب، تبعيض، غم او نفرت هیروي او د خوشالۍ د لمانځلو په فکر کې
کېږي. د افغانستان ټولنې په ځانګړي ډول د ځوانانو ټول ارمانونه او هیلې په غم کې تېرې
شوي دي او د هرې خوا نه یې غم لیدلی دی هغه هم د تاريخ په پاڼو کې، هم په اوسني
حالت کې او هم تکرارېږي. ایا هغه خلک چې د هرې خوانه غم، ناهيلتوب او فشار لاندې
کړې وي به ډېر زیات د خوشالی لپاره ارمان جن وانه وسي؟ هو د افغانستان خلک همداسې
خوشالی ته په تمه دي او غواړي همداسې خوشالی پر لپسې وګوري او احساس یې کړي
تر څو خپل غم او نفرت د خوشالی په مقابل کې وپلوري او د پرمختګ او هوساینې لپاره
لاره هواره کړي. کرکټ، فوتبال او نورو ورزشونه هغه ملي خوشالیانې او افتخارونه دي
چې په لوړه سطحه یعنې د ټولنې د یووالي سمبول کيدلی شي او د افغانستان خلک په یو
تغر را غونډولی شی.کله هم چې په یو ټولنه کې هغه چې په غم کې ښکېل وي داسې
خوشالیانې او افتخارات زیات شي، او ولمانځل شی نو بیا یوازنی همدغه لاره ده چې د
افغانستان خلک سره را غونډوي تر څو یو موټی د خپل وطن، کورنیو، ملګرو او خپلوانو
سره مرستې وکړي او ډیری وخت په خوشالی د یو او بل سره سپری کړي.زموږ کمزوری
هيواد، بې وزله او فقير وګړي د فاسد او خاین حکومت له امله بل کوم افتخار نلري چې
لمانځنه یې وکړي، خوشالي ورته وکړي، او غمونه یې لرې کړي. موږ تل د غم ورځې
لمانځلې دي او ټول تاریخ مو د غم نه ډک دی نو راځي هغه څه چې په رښتیا ملي خوشالي
او یووالی راوړي (کرکټ، فوټبال او نور ورزشونه) بدون د نفرت او غم ولمانځو،
هوښیارانه ټاکنې وکړو، تر څو غم، نفرت، تعصب او تبعیض د تل لپاره له مخې لرې کړو
او ذهن او تاریخ مو د افتخار، پرمختګ، او خوشالی له کتابونو ډک شي، چې په یادولو یې
موږ ته افتخار او خوشالی را وبښيل شي، تر څو د مینې او پرمختګ فضا د تل لپاره را
منځته شي!