جګړه د چا له لوري تحمیل شوې؟

جګړه؛ هغه کلمه چې په اورېدو یې هر انسان د ډار او وېرې احساس کوي، هغه څه چې ورانۍ، ویجاړۍ او د یوه هېواد د پرمختګ مخه ډب کوي هغه جګړه ده، جګړه مالي او ځاني زیانونه لري خو افغان ولس څلوېښت کاله کیږي چې په یوه نا پېژندل شوې جګړه کې ښکېل دی او تر دې دمه یې ګڼې قربانۍ اخیستې دي، ګڼ مالي او ځاني زیانونه یې رسولي او لا هم د دې ناوړه او تحمیل شوې پردۍ جګړې لړۍ چې ګټې یوازې د پردیو پکې خوندي دي او قرباني عام افغان ولس ورکوي روانه ده.
اوس پوښتنې دا دي چې د دې جګړې آدرس چې پر افغان ولس تحمیل شوې چېرته دی؟ دا جګړه د چا له لوري پر ولس تحمیل شوې؟ ولې تحمیل شوې؟ دواړو لوریو ته یې ګټې څه دي؟. غواړم دا هره یوه پوښتنه په جلا جلا توګه په لاندې توګه توضیح کړم:
۱ـ د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې د تحمیل شوې جګړې آدرس د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي، کله چې روسیې په افغانستان کې حضور درلود، د افغانستان جګړې دوه مهم او لوی ادرسه درلودل، یو دا چې خپله روسیه د جګړې ادرس وه چې د حفیظ الله امین تر مړینې وروسته د کارمل په خوښه افغانستان ته دننه شوي وو، نیغ په نېغه جګړه د دوی له لوري پر مخ بېول کېده، بل مهم ادرس امریکا ګڼلی شو، امریکا له همغه ورځې کله چې روسي پوځونو پر افغانستان یرغل وکړ په دې لټه کې وه چې په افغانستان کې روسي پوځونه له ماتې سره مخ کړي او نېغ په نېغه یې د جګړې د یوه لوري چې د روسي پوځونو پر وړاندې جنګېدل ملاتړ کولو، امریکې په یوازې ځان هم نه شوی کولی چې په افغانستان کې د جګړې ډګر تود وساتي، له امریکې سره پاکستان او انګلیس چې د دوی نږدې متحدین دي پر مخ بېول کېده. دا چې له هغه وروسته څه وشول خورا لوی بحث دی، راځم په اوسنۍ جګړه چې په دا تېرو دیارلسو کلو کې پر خوار ولس تپل شوې بحث کوم.
۲ـ د بن له ضعیفې پرېکړې او په افغانستان کې د موقتې ادارې رامنځته کېدل او ورپسې د جګړې ډګر ګرم ساتل دا خپله د امریکې مخکې له مخکې پلان و، د دې پلان او موخې ته د رسېدو په پار امریکا ګڼې قربانۍ هم ورکړې چې مهمې بېلګې یې پر نیویارک ښار او پنټاګون بریدونه ګڼلی شو. ولسمشر غني نن د دواړو مجلسینو د شپاړسمې تقنیني دورې شپږم امتیازي کال په پرانیست غونډه کې وویل چې په هېواد کې روانه جګړه د القاعدې له لوري پر افغان ولس تپل شوې، ده وویل هغه ډلې چې د سولې خبرو اترو ته نه حاضرېږي د امینتي ځواکونو له لوري به وځپل شي. زه د ولسمشر دا خبره چې ګواکې جګړه د القاعدې له لوري پر افغان ولس تپل شوې په کلکه ردوم، زه وایم روانه جګړه یوازې او یوازې د امریکا او د دوی د متحدینو له لوري پر افغان ولس تپل شوې، څو چې د امریکا او د وی د متحدینو ګټې خوندي نه شي او خپلو موخو ته ونه رسېږي جګړه به دوام لري.
۳ـ د درېیمې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې په دې تحمیل شوې جګړه کې د یوه لوري ګټې دي، افغان ولس به له دې جګړه څه ثمره په لاس راوړي؟ افغان ولس پرته له دې چې مالي او ځاني قربانۍ ورکوي نور هېڅ هم په لاس نه دي راوړي، په دې جګړه چې یوازې او یوازې پردۍ ګټې نغښتې دي، چې ښه بېلګه یې امریکا او پاکستان ګڼلی شو، امریکا لکه څنګه چې مخکې مو یادونه ورته وکړه په افغانستان او سیمه کې اوږ مهاله پلانونه لري او د دې پلانونو د پلي کېدو لپاره زیات وخت ته اړتیا ده.
په پای کې باید یو ځل بیا یادونه وکړم څو چې امریکا په افغانستان کې حضور لري جګړه به دوام لري.