د سولې غږ سره به د افغانانو هیلې مړاوې شي؟

 
په ګران هیواد کې د امنیت ټینګښت نه یواځې د امریکې او د هغه د حواریینو غوښتنه ده چي د اقتصادی ضربې په خوړلو سره د خپلې ټنډې تور داغ اووینځی بلکه پاکستان، چین او هندوستان هم په افغانستان کې د امن او سوکالي راتللو ته لیواله دي. په هیواد کې د انتشار او ناامني له کبله ټوله اسیايي خطه ناکراره او غیرمتوازن حالت سره مخ ده، او په ګاونډی هیوادونه کې هم د جنګ نښي نښانې لیدل کیږي. دا خبره د ورځي په څیر روښانه ده چي ترڅوپورې په افغانستان کې د سولې او امن ګلان ونغوړیږي تر هغه وخته به نه په پاکستان کې چین خپله شیېلۍ وغږوي او نه به چین د نړیوال قدرت په څیر راڅرګند شي. او دا شان ترڅو پوري روسیه او ایران په څیر هیوادونه د خپلو شومو اهدافو ته د رسیدلو بیلابیل طرحې ترسیموي تر هغه وخته به افغانستان د جنګ ډګر ګرځیدلی وي او د نیابتي جګړې دا سلسله به د افغانانو د سر او مال په زیان دوام ولري. خو د دې حقایقو ترڅنګ د افغانستان، امریکا، چین او پاکستان څلوراړخیزو غونډو بهیر دوام لري.
دا اول ځل ده چي یادو هیوادونو چارواکيو په جدی او رغنده توګه د افغان موجوده کشالې ته د پای ټکۍ کیښودلو لپاره د حل لاري چاري د موندلو په موخه ګډي ناستي ترسره کوي. ۸ دزمری ۱۳۹۴هـ ش کله چي د ملامحمدعمر اخند د وفات خبر د خپرېدو وروسته له طالبانو سره د مزاکراتو لړۍ وځنډیده، مګربیا هم څلورواړه هیوادونه د افغان قضیې د حل لاري چاري د موندلو په غرض څلورځلي ګډی ناستي ترسره کړي دي، د افغانستان د سولې په اړه لومړنۍ څلور اړخیزه غونډه ۲۲ د مرغومي ۱۳۹۴ په اسلام آباد کې او دوهمه غونډه ۲۸ د مرغومي ۱۳۹۴په کابل کې، دریمه غونډه ۱۷ د سلواغې ۱۳۹۴په اسلام آباد کې او څلورمه غونډه یو ځلي بیا د کب په څلورمه نیټه په کابل کې تر سره شوه چي د دې ټولو غونډو اصلي موخه د افغان طالبانو په سیاسی بهیر کی د راوستلو او په افغانستان کې د امن او سوکالي د راوستلو د طرحې جوړول دي.
دریمه غونډه کې د څلور اړخیزی همغږۍ ډلی غړو د افغانستان دولت او طالبانو ترمینځ مذاکراتو د پیلولو لپاره منظمه طرحه تصویب کړله. او په څلورمه غونډه کې دا فیصله هم وشوه چي د افغانستان دولت او طالبانو تر مینځ لومړنۍ نیغ به نیغه غونډه د مارچ په لومړنۍ اوونۍ کې ترسره شي او د طالبانو ټولو ډلو او نورو متحاربو ډلو ته د خپلو بااختیاره نمایندګانو په وسیله د سولي خبرواترو کې د ګډون لپاره ویلي شوي دی، د افغانستان او پاکستان له لوري د یو مشترک کاری ډلي د رامنځته کولو سپارښتنه هم وشوه چی تر ډیره بریده یې قدردانی هم وشوه، دا کاری ډله به د دواړو هیوادونو د مخکښو عالمانو سره یوځای د افغانانو مشرتابه او د دوی د سولې ماموریت څخه به ملاتړ کوي، او په هیوادکې روان دځغم څخه وتی تاوتریخوالي په خلاف به فتوا هم جاری کړي.
څلورمه غونډه کې طالبانو او د افغان دولت تر مینځ د رابطې دساتلو لپاره د نېټې ټاکل یقینًا یوه لویه کامیابی ده حال داچی د څلور اړخیزه د همغږی ډله په مجموعی توګه ۲۳ غونډي ترسره کوی او د دوی د اړیکو له لاري طالبانو ته به قناعت ورکول کیږي چي د افغانستان په سیاسی چوکاټ کې د دوی د ورګډولو هڅه به وکړي. دا څلورمه غونډه تردې ځایه پوري رسیدل دحیرانی وړ خبره ده.
دولتی چارواکی تر ډیري مودي راهیسې له طالبانو سره د خبرو اترو په کولو کي جدی بریښي، جمهور رئیس ښاغلي محمداشرف غني په یوه شرط سره طالبان دیته رابولي چي طالبان دی سلاوې اوغورځوي او په هیواد کې د امنیت په ټیکاو کې دی ځانونه شریک کړی او بیا به وروسته حکومت دوی په سیاسی بهیر کې ورګډ کړي. خو د طالبانو ځیني برخي دا ډول شرطونه بابیزه بولي. دوی څرګندوی چي تر څو چي خارجی قوتونه له افغانستان حخه وتي نوي دوی به جنګ جاری ساتي.
د څلوراړخیزو ناستو د همغږی ډلي هڅي یقینًا د ستایني وړ دي. خو دلته سوال پیدا کیږي چي ایا دا د همغږي ډله به د طالبانو ټول متحارب ګروپونه د یوه چتر لاندې سره راټول کړي؟ ایا طالبان دیته چمتو دی چي د امریکا د وتلو له شرط څخه لاس په سر شي؟ ایا د څو ځلو د بی اعتمادی وروسته به د څلوراړخیزي د همغږی ډلې باندي د خپل اعتماد تکیه وکړي؟ او ایا دا څلوراړخیزه د همغږۍ ډله په دي موقعیت کي ده چي د دې تضمین وکړي چي د پنځلس کلونو په اوږدو کې د بي اعتمادی او غیر صادقانه چلند په وړاندي طالبان به بیا هم د دولت په اډانه کې په سیاسی بهیر کي د ګډون لپاره ځان چمتو کړي؟
دا هغه پوښتني دی چي د دي د پردي ترشا د ګران هیواد کې د سرتاسری سولي او امن د ټیکاو اصلی حل لاره نغښتې ده. د دې پوښتنو د حل پرته په افغانستان کې د واقعي سولي راوستل یو خوب ده. په افغانستان کې د لازیات امن د تینګښت لپاره اړین دی چي د طالبانو ټولو ډلو مشران په یوه صف کې سره راټول کړای شي او د هغو سره د جنګ پرځای په صادقانه ډول د پخلایني لاري چاري ولټول شي نه دا چي د خارجی هیوادونو د ګټو قربانی وګرځول شي. او دویته د افغانستان د نورو اتباعو په څیر وکتل شي او په حکومت کې لازمه برخه ورکړل شی . ځکه چې د افغانستان اوږدو بدمرغیو، کړکېچونو، او نا آرام امنیتي وضعیت ته په کتو سره اړین دی چي په روغه جوړه کې به له څه تیریږې او څه به لاسته راوړې.
له دې سره دا هم اړین دی چي که چیرته کوم تړونونه ترسره کیږي هلته دا توافق هم ترسره شي چی افغانستان دی د نورو هیوادونو د سیالۍ میدان جوړ نسی که هغه امریکا، روس، ایران، چین، هندوستان او یا پاکستان وی باید ځمونږ ګران هیواد د نورو هیوادونو د نیابتی جګړې په ډګر وانوړي ښکاره خبره ده ترڅو په افغانستان کې علاقه درلودونکي قدرتونه د خپلو مفاداتو څخه یو قدم هم شاته نشي د ډاډمنې سولي ته د افغانانو رسیدل به محال او ناشونی وي. له دېکبله ټول ښکیل هیوادونه باید د خپلو مفاداتو څخه تیر شي.
او په اخر کې د څلوراړخیزو غونډو په پای کې د طالبانو او نورو متحاربو ډلو سره د روغي جوړي لپاره د نیغ په نیغه خبرو لپاره د مارچ د میاشتې لومړني اونۍ ټاکلي وه چي هغه هم په ټاکلي نیټه ترسره نشوه. چي الله مکړه د افغانانو د هیلې غوټۍ د سولي د پڅ بهیر سره مړاوي نشي.
                                                                                        په درښت
                                                                                        حضرت محمد ”غزنوی“