ميدان وردګ کې د ښځو حقونو خوندیتوب او ستونزو حل په موخه ځانګړی مرکز پرانیستل شو.

 
۱۸/۱۲/۱۳۹۴
ورځ سه شنبه
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات په لارښونه د ښځو حقونو خوندیتوب او ستونزو حل په موخه د حقوقي او ټولنیزو مشورو  په موخه د شکایتونو مرکز پرانیستل شو.
د شکایتونو ثبت او ستونزو ته رسیدو لپاره ځانګړې شمیرې نن د حوت میاشتې په ۱۸ نیټه د مارچ اتمې د ښځو نړیوالۍ ورځې په مناسبت مرکز میدان ښار کې جوړې شوې غونډې پرمهال اعلان شوې.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات غونډې ته وینا پرمهال پر ټولو مسولو ادارو او اشخاصو غږ وکړ، چې د مسولیت پیژندنې اصل په اساس د ښځو حقونو خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.
ښاغلي حیات  ټینګار وکړ، چې ښځو سره تاوتریخوالي رامنځته کوونکي به د قانون په چوکاټ کې مجازات او ښځو ته به د کاري اسانتیاو ډیرولو برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.
هغه دغه راز وویل، چې د ښځو چارو ریاست په چوکاټ کې به د شکایتونو شمیرو پرمټ د ښځو ستونزو ته رسیدګي وشي او هم به ورسره په حقوقي او ټولنیزو مسایلو کې همکاري کیږي.
د میدان وردګو والي همدارنګه ښځو سره د تاوتریخوالي پر لاملونه خبرې وکړې او وویل، چې ډیری یې د ناسمو دودونو ، اسلام او قانون څخه ناخبرۍ له امله رامنځته کیږي.
د ښځو چارو رییسې وحیدې ښکلې هم د ښځو حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې اړونده ادارې دې ښځو ته په لازمه کچه کاري ونډه ورکړي.
د ولایتي شورا رییس ښاغلي اختر محمد ظاهري وویل، چې تر ټولو دمخه د اسلام مبارک دین  ښځو ته تر نورو ډیر حقونه ورکړي .
ښاغلي طاهري وویل، چې اوس عمل ته اړتیا ده، چې د ټولنې افراد د ښځو ژوند ښه والي لپاره په هغو لارښونو عمل وکړي کوم، چې د اسلام مبارک دین او قانون کې راغلي دي.
د میدان وردګو د حج او اوقافو رییس ښاغلي رحیم الله رحمتي د اسلام له نظره د ښځو حقونو په اړه هراړخیزه وینا وکړه او وویل، چې که ټول  په اسلامي لارښونو عمل وکړي؛ نو د ښځو په ژوند کې به هیڅ ډول تاوتریخوالی نه وي.
د مارچ اتمې د ښځو نړیوالۍ ورځې لمانځغونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رضا کاره ځوانانو ګروپ له لورې د ښځو حقونو اړوند یوه تمثیلي پارچه وړاندې شوه، چې د ګډونوالو د تود هرکلي سره مخ شوه.
په دې غونډه کې ولایت مقام له لورې روغتیا، معارف او امنیتي سکتورونو کې په کار بوختو شلو تنو فعالو میرمنو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او ۲۱ ګونډو او بې وزله میرمنو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د غوندې پای کې د میرمنو په لاس د جوړو شویو لاسي توکو نندراتون پرانیستل شو، چې بیلا بیل افغاني تولیدات پکې نندارې ته ایښودل شوی وو.