
ليکوال : مصطفی محمود
خپل ډاکټر ملګري راته وويلې
دا راسره نه منې چې د ښځو پر وړاندې د اسلام دريخ ارتجاعي دي ؟
په ګوتو يې شمارل پيل کړل
يو نارينه څو ميرمنې ، په کور کې د ښځې پاتې کيدل ، حجاب ، طلاق د نارينه په لاس .. وهل ، د بستر بيلول .. همدارنګه د وينزو کيسه ، پر ښځينه د ميرمنو برتري ( قوامون ) .. په ميراث کې د نارینه دوه او ښځينه يوه حصه .....
ځان مې راټول کړ او ورغبرګه مې کړه..
دا ځل تهمتونه ډير دي .. ډيرې خبرې غواړي
له پيله به يې پيل کړو ، له اسلام مخکې .. فکر کوم تاسې په بشپړه توګه پوهيږئ چې له اسلام د مخه د جاهليت په وخت کې د ښځو ژوند څنګه وو ، ژوندۍ به په خاورو او شګو کې ښخيدلې ، يو نارينه به لس شل ښځې کولې ، لوڼې او خدمې به يې جبرا د پيسو په بدل کې جنسي کړنو ته مجبوره کيدلې
اسلام راغی د څلورو ميرمنو اجازه يي په مقيده توګه ورکړه نه د شمار پوره کولو لپاره ( يعنې که يو څوک له يوې ډيرې ميرمنې لرلی شی نو شرطونه يي ورته کيښودل )
اسلام ښځه له شرم ، مرګ ، بنده ګۍ او ذلت څخه را وويستله
ايا په اروپا کې ميرمنې په خپل مختلط ژوند کې خوشاله دي ؟ هلته چې يو ميرمن د مختلفتو عاشقانو په دام کې ګيره وي دا ورته ښه نه ده ، دا ورته عزت نه دی ، چې د يو چا دويمه ميرمن شي ، د ميرمنتوب د پشپړو حقوقو برخمنه وي ؟
له دې سره بيا هم اسلام د څو ميرمنو اجازه په مشروطه توګه ورکړې چې دا شرط په اسانه د تطبيق وړ نه دی هغه د ميرمنو ترمنځ دعدل مسله ده { و إن خِفتُم ألا تعدلوا فواحدة } ژباړه : که د عدل په تطبيق کې پاتې راځئ نو بيا يوه بس ده بل ايات کې الله جل جلاله فرمايي : { و لن تستطيعوا أن تعدلوا بين النساء و لو حرصتم ] ژباړه : تاسې د دې وس نه لرۍ چې د زړه ميلان کابو کړئ .. خو دا تردې حده مه رسوئ چې په نفقه او عدل باندې اغيز وکړي ..
په ايات کې اشاره شوې چې عدل ډير اسانه کار نه دی ، يوازې انبياء اولياء او يا د دوې په لاره تلونکي خلک دا کار کولی شي ..
په کور کې د پاتې کيدو مسله
د نبي عليه السلام د ميرمنو په اړه نازل شوی ايات د دې پيغام ورکوي چې د هغوی ژوند د نورو مسلمانو ميرمنو لپاره لوړ مثال دی
و قرن في بيوتكن] ژباړه : ميرمنې دې په کورونو کې پاتې شي ..
په ايات کې اشاره دې ته ده چې يو ښځه بايد مور وي او د کور او اولاد و نو نظم او تربيې ته متوجه وي،
که د يوې شيبې لپاره د هغې ټولنې په اړه فکر وکړو چې ښځې يې په سړکونو ، دفترونو... کې په کارونو بوختې وي او اولادونه يې په روزنتونونو او د بل په لاس روزل کيږي ، تربيه کيږي او را لويږي ، څنګه به له هغو ټولنو په ښه حالت کې وي چې اولادونه يې د خپلو ميندو په لاسونو روزل کيږي او را لويږي هغه ټولنه چې د کورونو واک يې له خپلو ميرمنو سره وي ، هغه ټولنه چې د کورني نظام ټولې اړتياوې يې په کور کې پوره کيږي؟؟
هيڅکله د پرتلې وړ نه دي .
جواب واضح دی ..
له دې سره بيا هم اسلام هغه اړتياوې په پام کې نيسي چې يو ميرمن يي د پوره کولو لپاره بهر ته وتلی شي ، د اسلام په تاريخ کې ، شاعرانې ، فقيهاتې ، علماء او حتی د جګړو لپاره ميرمنې له کورونو وتلې دي
د نبي عليه السلام سره يې ميرمنې غزاوتو ته تللي دي خو په ايات کې د پيغمبر ميرمنې ځکه مخاطبې شوي دي چې هغوی د ټولو امت لپاره نمونه او قدوه دي ، همدارنګه د يوې مسلمانې ميرمنې لپاره له خپل خاوند سره د همکارۍ په موخه عزتمنه دنده تر سره کول عيب نه دی
د حجاب مسله ،دا خو د ښځې په ګټه ده
اسلام مخ او لاسونو د ښکاره کولو اجازه ورکړې خو له دې پرته يې له خاوند پرته د بل چا پر وړاندې د جسم د نورو برخو بربنډول سم نه دي بللي
دا څرګنده ده چې هغه څه چې ممنوع وي ، ليوالتيا ورته ډيره وي ، د فتنې ايجادونکو ساحو پټول جذابيت ډيره وي ، د بدن د زياتو برخو او په پشپړه توګه يې ښکاره کول ، د شوق او ليوالتيا حد نړه وي بيا نو يو ښځه د نارينه لپاره مهمه نه ده ، ښايي په مياشت کې يو ځل ورته توجه وکړي او که حامله شي نو بيا خو بيخي خبره تر کاله رسيږي ، په بيچونو بحري ساحلونو کې کې کله چې لغړ جسمونه نندارې ته وړاندې کيږي ارزښت ، ظرافت او جاذبيت يې هم له منځه ځي او هر څه عادي کيږي
او په دې کې شک نه شته چې د ښځې ګټه په دې کې ده چې عزتمنه او جذابه پاتې شي نه دا چې په يو عادي انسان چې چا لپاره جالبه نه وي بدله شي.
د طلاق حق : ښځه هم کولای شي په محکمه کې طلاق وغواړي او محکمه مجبوره ده د موجهو دلايلو په وړاندې کولو په صورت کې همکاري وکړي، همدارنګه ښځه حق لري د نکاح په وخت کې په خاوند شرايط وضعه کړي او د نه پوره کيدو په صورت کې د طلاق خبره ياده کړي ..
نو ځکه خو په اسلام کې ميرمن د طلاق حق لري ، يوازې په نارينه پورې محدود نه دی
پاتې شوه د ښځو حقوق خبره ، اسلام ښځو ته هغه حقونه ورکړي چې په اروپا کې يي نه لري ، ښځه په اسلام کې د مهر حق لري ، خو په اروپا کې ميرمن خاوند ته جهز ورکوي
زموږ ميرمنې د خاوند په مال کې دتصرف حق لري ، خو په اروپا کې دا حق له واده سره سم نارينه په خپلو ملکيتونو قابض پاتې کيږي
وهل او بستر کې د جلاوالي مسله هغه ، يوازې د بدې ميرمنې خبره ده ، سمه میرمن لپاره د نارينه سره مينه رحمت او عاطفه ده .
وهل او د بستر د جلاوالي مسله د نشوز د کلمې د فهم د قران د معجزاتو څخه شميرل چې عصري علم النفس هم اوس دا منلې ده
په بستره کې وهل او جلا کيدل باید له هغې ښځې سره وشي، چې دميړه نه مني، هغه ميرمن، چې دميړه مني له هغې سره باید په نرمۍ او مېنه چلند وشي. دښځی دسرکښۍ او سرغړونې په برخه کې دوهلو او جلا کيدو فلسفه دقران کریم له معجزاتو څخه دي. او داوسمهالې ارواپوهنې له تګلارو سره اړخ لګوي، ارواپوهنې سرغړونه پر دوه ډوله ویشلې ده. ماسوشزم: دا هغه حالت دی، چې ښځه یې په خپله خوښه ځانته غوره کوي او له دې خوند اخلي، چې ووهل شي، وځورول شي او بیا وروسته تابع او منونکې شي. سادزم : دا هغه حالت دی، چې ښځه غواړي لاسبری اوسي، سرغړونه کوي هڅه کوي، چې هر څه په خپل لاس کې ونیسي ان که یو چا ته د زیان رسولو خبره هم وي. د دا ډول ښځې سره یوازینۍ لار ده، چې شان وشوتک ترې واخلې، وسله یې ور ماته کړي( دښځی وسله دهغې ښځینه توب ) که بستره ترې جلا کړې، نو وسله مو ترې اخستې ده او بیا نه شي کولای، چې دچا پر ضد یې وکاروي. هغه ښځه، چې له وهلو او سرټیټونې خوند اخلي ، ددې علاج وهل دي. ځکه خو قران کریم وايي: واهجروهن فی المضاجع واضربوهن. دا نو علمي اعجاز دی ، چې دنافرمانه ښځې په اړه قرانکریم وړاندې کړې دی، خو ارواپوهنې د دا ډول ښځې په اړه پیړ کتابونه لیکلي دي.
” ما ملكت أيمانكم ” د وينزو سره د تعامل په برخه کې پوښتنه کوونکي کې هڅه کوي چې په اسلام کې د غلامۍ پر مسله بحث وکړم مستشرقين پر اسلام تهمت لګوي چې ګواکۍ غلامۍ ته جواز ورکوي ، خو حقیقت کې اسلام هيڅکله دا کار نه کوي بلکې اسلام يوازنی دین دی چې په تدريجي توګه يي دغه پديده چې په ټولنه کې دود وه ختمه کړي
که انجيل مطالعه کړئ ، بولس الرسول په خپله رساله کې اهل افسس ته په وصيت کې غلامان د خپلو اربابانو اطاعت ته رابلي
” أيها العبيد...أطيعوا سادتكم بخوف و رعدة في بساطة قلوبكم كما الرب”
ژباړه : يا غلامانو .. د خپلو اربابانو څخه د خپل رب په اندازه وډارشئ او په هر حالت کې اطاعت وکړئ
انجيل د غلامۍ دنظام د تصفيي خبره نه ده کړئې بلکې د غلام او بادار ترمنځ يي د محبت او حسن معاملې خبره کړې
د تورات په وصيتونو کې راځي ، هغه هيواد چې له جګړې پرته تسليميږي د دې هيواد د خلکو برخه دا ده چې بايد غلامان او بنديان شي .. او هغه څوک چې له ځانه په توره دفاع کوي او بيا وروسته تسليم شي کورنۍ به يي وژل کيږي که زاړه وي او که ځوانان او که ماشومان ...
نو ځکه خو وايو چې د غلامۍ پديده اوسنۍ نه ده بلکې له اسلام مخکې اديانو خپل غلام اتباعو ته مشوره ورکړې چې له خپلو بادارانو سره ښه سلوک وکړي ، قران لومړنی اسماني کتاب دی چې د غلام د ازادۍ او خلاصولو پيغام ورکوي.
قران کې د غلامۍ د پديدې د تحريم په اړه صريح نص نه شته ، همدارنګه قران د غلامانو د ازادونو لپاره هم صراحتا امر نه دی کړی ، ځکه چې په ناڅاپي توګه د دې سترې پديدې له منځه وړول هغه مهال ځکه ممکن نه وو چې د زرګونو کسانو د ژوند مسله وه ، دوی چې کوم ځانګړی کسب يې نه وو زده ، نور ټولنيزو دندو د ترسره کولو جوګه نه و نو په ناڅاپي توګه د دوی د بيکاره کيدو ټولنيز بحران رامنځ ته کولو ، همدارنګه د دوی د بيکاره کيدو په صورت کې غلا نور ناوړه کارونو تر سره کولو ته لاره هواريده ځکه دوی به وزګار نو د خيټو د مړه ولو لپاره بايد دوی لاس په کار شوی واست ، چې غلامۍ بد کار دی .
د غلامۍ د ختمولو لپاره د قران نسخه دا وه چې په تدريجي توګه دغه پديدې ته د پای ټکی کيږي ، هغه زمان کې د غلامۍ ستر مصدر د جګړو د بنديانو څخه د غلامانو جوړه ول وو ، قران د بنديانو د ازادولو غږ وکړ د بنديانو د خلاصون لپاره يي د فديي داخستنې جواز ورکړ ، د غلام جوړولو مخه يي ډپ کړه قران وايي :
{ فإمّا مناً بعد .. و إما فِداء] ژباړه : د بنديانو د خوشي کول لپاره يا پرې احسان وکړئ يايي د فديي په بدل کې خوشې کړئ يعنې په بندې احسان دا دی چې د خداي جل جلاله لپاره ازاد کړي او يا ترې فديه واخلې ،
همدارنګه اسلام د غلامۍ د پديدې لپاره نور تشويقي کارونه هم وکړل ، د ګناهونو د کفارت لپاره هم د غلامانو د ازادولو ترغيب وشو .
نو د وينزې سره د اسلام معامله دا ده چې خاوند يا بادر به ورسره لکه د ميرمنې په څير سلوک کوي ، هغه وخت له وينزی سره ورته معامله د دوی لپاره عزت شمارل کيده ، دا هم بايد له ياده ونه باسو چې اسلام کې د مسلمان انسان تر منځ په توپير قايل نه دی ،
فإما أن تمن على الأسير فتطلقه لوجه الله .. و إما تأخذ فيه فدية .
{ إنما المؤمنون إخوة } ژباړه مومنان سره ورونه دي { هو الذي خلقكم من نفس واحدة } ژباړه الله هغه ذات دی چې تاسې ټول يي له يو نفس څخه پيدا کړي ياست { لا يتخذ بعضنا بعضا أربابا من دون الله] ژباړه : ځينې به ځينې له الله پرته په خدايتوب مني ، چې اسلام اجازه نه ورکوي .
محمد صلی الله علیه وسلم په دې برخه کې ښه قدوه دی ، زيد بن حارثه چې غلام وو هغه يي په زويتوب ونيوه او بيا يي ورته اصیله زینب بنت جحش په نکاح کړی ، څو دغه چټل او کرکجن کلتور ته د پای ټکی کيږدي او له مريي د خلکو امام جوړ کړي ، ټول د دې لپاره چې د مريتوب کلتور په تدريجي ډول د تاريخ کندو ته وسپاري
پاتې شوه د نارينه برتري ( قوامون) دا هغه واقعيت دی چې ټولو اسلامي ، مسيحي او حتی په هغه هيوادونو کې چې هيڅ دين ته ژمن نه دي او د يو حقيقت په توګه پاتې شوې
په بې دينه مسکو کې د لينن ، ستالين ، ګورباچوپ .. او تر نن ورځې ..
په فرنسا کې حکام نارنينه دي ، په امريکا بلکې په ټوله نړۍ کې ، ټول انبياء نارينه وو ، ټول فيلسوفان نارينه په پای کې ټول مکتشفين او ورته خلک نارينه دي
دا هغه پيده ده چې اسلامي شريعت په کې کار نه لري بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې عامه او منل شوې پديده ده که کوم استثناء رامنځ ته کيږي نو هغه د استثناء په حالت کې پاتې کيږي هيڅکله يي قاعده نه شوی بللی.
د ښځې پر وړاندې داسلام دريځ دادی چې ورسره عدل وشي د نبی عليه السلام روينه له خپلو ميرمنو سره مينه محبت او نرمنښت وو هغه وايي :
حُبِبَ إلي من دنياكم النساء و الطِيب و جُعِلَت قُرَّةُ عيني في الصلاة)(
ژباړه : ستاسې له دنيا مې چې ډير خوښيږي : ميرمن ، خوشبوي او د سترګو يخوالی مې په لمانځه کې دی
له خوشبوي او لمانځه سره د ميرمنو ذکر کول د دوی لپاره اعزاز دی ، نبي عليه السلام په خپله اخري خطبه کې د ښځو پر وړاندې د نيکې رويي سپارښتنه کړې
په پای کې
له چې الله جل جلاله ښځينه لپاره کور او نارينه لپاره بهر غوره ګڼلی پوهيږئ چې ولې؟؟؟؟
الله جل جلاله نارينه ته يو ستر امانت ورسپارلی ، چې دنړۍ د ودانولو ، رغاونې او تنظيم په اړه فکر وکړي او دا يې مسوليت هم دی
خو د ښځينه مسوليت بيا ډير لوړ دی چې خپله د انسان جوړول ، سترول او برابرول دي چې له کوره پيليږي
نو ځکه خو ښځې بايد د دې ستر امانت په اداکولو کې خيانت ونه کړي
د يوې ښځې لږه بې تفاوتي د يو انسان بلکې د يو نسل د بربادۍ لامل کيدای شي
نو څه فکر کوئ چې اسلام ښځې سره ظلم کړی؟؟؟؟؟؟؟