د ښځو لس هغه کارونه چې میړونه یې نه خوښوي

 
 
ژباړه او راټولونه: روح الامین نیازی

  • ګډ او و‌ډ ویښتان:

  • که څه هم په ځینو پروګرامونو او محفلونو کې اکثره وخت میرمنې دا غوره ګڼې چې و ویښتانو نوی سټایل ولري چې ویښتانو باندې جیل او یا واکس ووهي ترڅو چې ویښتان یې جیګ ودریږي او  یا غواړي چې خپل ویښتان ګډ و وډ کړي خصوصآ په اروپایي هېوادونو کې دا چاره بیا زیاته ده، خو میړونه بیا دا چاره نه خوښوي، میړونه غواړي چې میرمن یې نرم او طبیعي د ویښتانو سټایل ولري نو کوښښ وکړئ چې ویښتان په طبیعي ډول جوړ کړي.
     
  • د مخ ژور داغونه:

  • نن سبا د ډیری میرمنو مخ یو ډول ژور داغونو یا خطونه لري چې اکثره میرمنې بیا دا خالونه د ارایش او ځینو پوډرونو په واسطه پټ ساتي  خوکله چې بیا دا ارایش پاک شي نو بیا دا خالونه یا داغونه راښکاره شي، چې دا چاره د میړونو ډیره بده ایسي، نو کوښښ وکړي چې داسي ارایش وکړئ چې د مخ له پوستکې سره سمون وخوري او یا داسې د ارایش پوډر استعمال کړي چې ستاسو له پوستکې سره جوړ راشي.
     
  • په سترګو په غلت ډول سرخي او سپیده وهل:

  • که چیرې تاسو په ارایش یا ځان جوړولو کې پوره مهارت ونلرې نو غوره داده چې د سترکو له جوړولو څخه بیخې تیر شئ، ځکه که د سترګو سرخي او سپیده زیاته او یا کمه استعماله شي نو ددې پرځای چې تاسي ښکلي ښکاره شي نو کیدای شي چې بدرنګه ښکاره شې، نو پکاره ده چې د سرخي او سپیدې په استعمال کې ډیر احتیاط وشي.
     
  • د بدن  ویښتان ناسم او ګډ او وډ لري کول:
  •  
     
    میړونه اکثره وخت نرم او ملایمه بدنې میرمن خوښوي، نو کوښښ وکړئ چې د بدن ټول ویښتان مو په صحیح ډول لرې کړئ، چې دا کار ډیرې نورې کټې هم لري، لومړی داچې ستاسو بدن لا هم ښکلی کوي او بله داچې دا ستاسو په نظافت او روغتیا کې هم مثبت رول لري نو پدې کار سره کولای شې چې د خپل خاوند پاملرنه ځان ته واړوئ.
     
  • د مخ وچ پوستکی:

  • د ډیری نرانو وچ پوستکی نه خوښیږي نو کوښښ وکړئ همیشه په خپلو لاسونو مخ او پښوله نرم کوونکو کریم څخه کار واخلئ، او اکثره دا کریمونه له شاور اخستلو څخه وروسته استعمال کړئ.
     
  • د خولې بد بوی او ژیر غاښونه:

  • خولې بد بوی او ژیر غاښونه هیس کله هم د خاوند لیوالتیا خپلې میرنې ته نه راولي، په ټولو کارونو کې چې د خاوند ډېر بد راځې هغه همدا د خولې بد بوی او ژیر غاښونه دي چې باید میرمنې ورته ډیرې هوښیارې او متوجې واوسئ،
    باید د خولې د بد بوی هغه علت معلوم شي چې ولې یې خوله بد بوی کوي، ایا دخولې کوم روغتیایې مشکل لرې؟ ایا سګرټ څکوې؟ او ایا د وریو کوم مشکل لرې؟ ایا تورچای، شین چای او یا کافي څښې؟ چې دا ټول باید معلوم شي.
    که کوم روغتیایې مشکل ولري نو ژر تر ژره باید یو مسلکي روغتیاپال ته ورشئ او که کومه روغتیایي ستونزه نه وي نو کولای شې چې د غاښونو کریم هره ورځ استعمال کړئ او یا هم مخکې لدې چې له خاوند سره یوځای شې نو له خوشبویه ژاولو څخه استعفاده وکړئ.
     
  • د شونډود رنګ غلت لین(خط)

  • که چېرې تاسو د واده محفل او یا چیرې دعوت شوي یاست نو تاسو به حتمآ هلته څه خورې، قهوه، چای او یا نوشابه به څښې نو مخکې لدې چې ډوډۍ وخورې، قهوه، چای او یا نوشابه وڅښې نو د خپلو شونډو په اړه مو فکر وکړئ چې ددې شیانو له خوراک او څښلو وروسته به یې څه حال وي؟ نو حتمآ د شونډو دا خط خرابیږي چې دا ستاسو په ارایش ډېر منفي تاثیر لري.
    مخکې لدې چې شونډې رنګ او په شونډو خط پورې کړئ نو دغو ټولو موضوعاتو مو باید فکر وئ.
    نوکوښښ وکړئ چې داسې د شونډو رنک او خط استعمال کړي چې ستاسو د شونډو له اصلي رنګ سره ورته والی ولري، ځکه که چیرې یې رنګ هم خراب شي نو معلوم نشي، چې دا بیا ستاسو په شخصیت ډېر تاثیر لري.



  • ډیر خوشبویي استعمالول:

  • که څه هم عطر، سپرې او یا د خوشبوی استعمالول ښه کار دی خو له ډیر استعمال څخه یې ډډه وکړئ ځکه د ښو شیانو ډیر استعمال بیا ښه کار هم ندی په پښتو کې مونږ متل لرو چې وایې (چې ډېر شي نو ګنډیر شي).
    غوره لار داده چې خوشبویي باید ډېر استعمال نکړو.
     
  • په عام ځای کې ځان جوړول:

  • باور وکړئ چې یو سړی هیڅکله هم نه غواړي چې تاسو دې د هغوې په مخ کې ځان جوړ کړې. پدې کار سره د نر احساس وژل کېږي، کوښښ وکړئ چې په عامو ځایو کې له ځان جوړولو څخه ډډه وکړئ، داسې باید وکړې چې همیشه خاوند ستاسو په اړه د جذابیت فکر وکړئ.
     
  • غیر منظم د سترګو باڼه:

  • کله چې ډېر د سترګو تورولو یا دسترګو رنګ په باڼو باندې ووهې نو دا بیا ددې سبب شي چې باڼه مو ددې پر ځای چې ښکلي شي نور هم خرابیږي او یو له بل سره یو ځای یا نښلي چې دا کار هم میړونو ډېر بد راځې چې ښځې یې داسې باڼه ولري چې یو له بله سره نښتې وي او باڼه ګډ او وډ وي، کوښښ باید وشي چې هر څه په اندازه استعمال شي.