د Image, Photo  او Picture تر منځ توپیر په څه کې دی؟

 
تر دېره زمونږ ډېری هېواد وال ددې درې واړو لغاتونو په توپیر او د استعمال په ځای نه پوهېږي، په ځانګړي ډول په ټولنیزو رسنیو کې بیا هر یو ته یا Image یا Picture وایي، نن به په دې وپوهېږئ چې ددې درې واړو ترمنځ توپیر په څه کې دی.
Picture: هغه انځور ته ویل کېږي چې هغه په لاس نقاشي شوی وي، د رسام لخوا رسم شوی وي او یا هم په کمپیوټر کې جوړ شوی وي نو دې ټولو ته Picture ویل کېږي.
Photo: د photograph څخه اخیستل شوی لغات دی، او هر هغه انځور ته ویل کېږي چې د کامرې لخوا اخیستل شوی وي.
Image: هر هغه انځور ته ویل کېږي چې په ځینو سافټ ویرونو لکه په فوټوشاپ، فوټوشاین او ځینو نورو پروګرامونو جوړ شوی وي.