شاعر: ګل رحمان رحماني
د زمان خړه بديا کې
زه يو داسې مساپر يم
چې تر څو زما ژوندون وي
زه به هم په چيغو سر يم
له مامه غواړى سندرې
ماته مه کوى خبرې
زما ژونديو داسې ژوند د ى
چې خوښي پکې وژلى
دماشومو آرمانونو
هره سات کې قتلېږي
خلکو ځۍ له مانه لاړ شئ
دى بيديا کې تنها ښه يم
د ازل په کرښو ځمه
خپل منزل به لټومه
٢٩/٩/١٣٨٢
وروستي