
په ننګرهار ولایت کې د ښځو نړیواله ورځ د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني په ګډون د زرګونو مېرمنو په برخې اخیستنې سره د یوې سترې غونډې په ترڅ کې په شاندارو مراسمو سره نن د کب په ۱۶مه ونمانځل شوه.
د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون ورځ د نړۍ د نورو هېوادونو سربېره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم په ځانګړي مراسمو کې نمانځل کیږي،چې د همدۍ لړۍ په ترڅ کې نن د کب په ۱۶مه په جلال اباد ښار کې په داسې حال کې دغه ورځ ونمانځل شوه،چې د هېواد لومړۍ مېرمنې هم په کې ګډون کړی وو.
په دغه غونډه کې د هېواد د لومړۍ مېرمنې سربېره، د کار ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیرې، د ختیځو ولایتونو د ښځو چارو رئیسانو، د یوناما د دفتر مشرې، د ننګرهار والي،۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان په ګډون د ننګرهار ولایت امنیتي مسؤلینو، ولایتی شورا غړو،مېرمنو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.
د هېواد لومړۍ مېرمنه چې له څلوېښت کلن ځنډ وروسته ننګرهار ته د لومړي ځل لپاره راغلې وه، د راتګ پر مهال ورته د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د زده کوونکو له لورې د ترانې په ژبه ښه راغلاست او هرکلی وویل شو او همدا راز یې ورته د سولې په نوم سپینې کوترې هوا ته والوزولې .
جوړو شوو مراسمو کې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د هېواد ټولو په ځانګړي ډول د ننګرهار مېرمنو ته یې د دوی د ورځې له امله مبارکي ورکړه او همدا راز یې د هېواد لومړۍ مېرمن څخه مننه وکړه،چې ننګرهار مېرمنو سره یې د ښځو د پيوستون ورځې په نمانځغونډه کې برخه واخیسته .
نوموړې وویل : (( د ننګرهار مېرمنو هر مهال اتلولۍ ښودلې، د جهاد پر مهال یې د سپين غر او تور غر لوړو څوکو ته یې خپلو نارینو ته خوراک او څښاک وړی،اوس مهال یې د خپلو نارینو سره یو ځای د کورنۍ د نفقې ګټلو په موخه هلي ځلي پیل کړي او په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۲ زره میرمنې پخپلو کورونو کې په حرفوي کارونو بوختي دي .))
هغه زیاته کړه،په دغه ولایت کې شاوخوا ۵ زره مېرمنې په خصوصي او دولتی ادارو کې په دندو بوختي دي او همدا راز د دغه ولایت د پنځه ادارو مسؤلینې مېرمنې دي .
د ننګرهار والي وایي په دغه ولایت کې زرګونه سوداګرې مېرمنې شتون لري،چې یواځې ۳ زره یې د قالین اوبدلو په برخه کې کار کوي او ګڼ شمېر نورې د افغانی کالیو کنډلو او نورو لاسي صنایعو برخو کې کار کوي .
ښاغلي کندوزي وویل : (( د خوښۍ ځای دی،چې موږ په ننګرهار کې ۳ زره مېرمنې په خصوصي او دولتی پوهنتونونو کې لرو او ژمن یو،چې هر مهال د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ادارو کې په شرائطو برابرو مېرمنو ته د دندې پیدا کولو زمینه برابره کړه . ))
په جوړو شوو مراسمو کې همدا راز د اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله پیغام هم د ننګرهار والي له لورې ولوستل شوو،چې په کې ښځو ته د دوی د ورخې د رارسیدو له امله مبارکي ورکړل شوې وه او همدا راز یې ژمنه کړې وه،چې د ملي یوالي حکومت به د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي په لمنځه وړلو کې جدي هڅي کوي .
په دغه پیغام کې همدا راز ویل شوي وو،چې د ملي یوالي حکومت ټولو دولتی ادارو ته لارښوونه کړې،ترڅو په ادارو کې د دندو ګمارنې پر مهال جندر ته ځآنګړې پاملرنه وکړي.
د ننګرهار د ښځو چارو رئیسې انیسې عمراني د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ ټولو مېرمنو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د دغه ولایت د والي څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې مېرمنو سره هر مهال همکاري کړي او دوی ته یې په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه برابر کړي دي .
هغې د لومړۍ مېرمنې څخه مننه وکړه،چې په هېواد کې له ښځو څخه پوره ملاتړ اعلان کړی او ډاډ یې ورکړ،چې د ننګرهار مېرمنې به د دوی د دغه ملاتړ څخه هر مهال په بشپړ ډول حمایت وکړي .
عمراني خوښي څرګنده کړه،چې د ښځو نړیواله ورځ د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې په شاندارو او ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه .
د ولسي جرګې پخوانۍ غړي، لیکوالې او شاعرې صفیې صدیقي د خپلو خبرو په ترڅ کې یاد مراسم د دغه ولایت د ښځو لپاره یو ځانګړی جشن وباله او زیاته یې کړه، په تېرو څوارلس کلونو کې د ښځو لپاره په بېلابېلو برخو کې ډیری کار شوی دی .
هغې وویل : (( موږ ښځې افغانستان غواړو، د افغانستان پرمختګ غواړو او د دې پرمختګ په موخه له حکومت څخه غوښتنه لرو،چې مېرمنو ته لا هم کاري فرصتونه برابر کړي،له ښځو او وروڼو غواړم،چې خپلو لورګانو او خویندو ته د زدکړې زمینه برابره کړي . ))
د ولایتي شورا غړې حمیرا رفیع د خپلو خبرو پر مهال د حکومت په ځانګړي ډول د لومړۍ مېرمنې څخه غوښتنه وکړه،چې د هېواد په خاص ډول د ننګرهار په کچه په کلیوالي سیمو کې مېرمنو ته ځآنګړې پاملرنه وکړي .
ډاکټرعبدالقیوم کوچی احمدزی د غونډې بل ویناوال وو،چې د لومړۍ مېرمنې لخوا د ښځو اړوند د ترسره شوو فعالیتونو په اړه یې معلومات شریک کړل او ډاډ یې هم ورکړ،چې دغه چاره به دوامداره وساتل شي .
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني هم د خپلو خبرو پر مهال ټولو ښځو ته د دوی د ورخې د رار رسیدو له امله مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه د هېواد ښځو هر مهال په بېلابېلو برخو کې د نارینو سره یو ځای ونډه اخیستې .
نوموړې وویل : (( ښخې دي،چې انسان روزي او ټولنې ته یې وړاندي کوي او ژمنه کوم،چې د هېواد د مېرمنو لپاره به د کار موندنې په برخه کې جدي هلي ځلي وکړم ))
لومړۍ مېرمنې په ننګرهار ولایت کې د ښځو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د سلګونو مېرمنو په را ټولیدو د خوښۍ ترڅنګ په دغه ولایت کې د مېرمنو د فعالیتونو او ولایتي ادارې له لورې دوی ته د پاملرنې له امله ستاینه وکړه .
د دغه مراسمو په څنډه کې ترانې،تمثیلي پراچې،ملي اتڼ، د اهل هنودو د لرګیو لوبه، د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو ادارې سپورټي ډلې، د ښځو له لورې کورني تولیداتو او یو شمېر نورې برخې هم نندارې ته وړاندې شوې .
همدا راز د ولایت مقام او د دغه ولایت د مېرمنو،۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان او یو شمېر نورو له لورې د هېواد لومړۍ مېرمنې ته برابرې شوې ډالۍ ورکړل شوې او همدا راز د ختیځ زون په کچه په بېلابېلو برخو کې لسګونه فعاله مېرمنو ته د لومړۍ مېرمنې په نوم او همدا راز د ښځو چارو وزارت له لورې برابرې شوي ایوارډونه هم ورکړل شول .
د دغه مراسمو وروسته د هېواد لومړۍ مېرمنې ، ننګرهار والي او یو شمېر نورو چارواکو له لورې د لاسي صنایعو نندارتون په رسمي ډول پرانستل شو او له بېلابېلو وطني توکو څخه یې لیدنه هم وکړه .