
ګلونه مړاوي کیږی بلبلان ځي له دې چمه
چاویلې چې نسیم هم په خفګان ځي له دې چمه
د وصل ښایستونه يې په چا باندې پلورلي ؟
نن هغه ښکلاګۍ چې د جانان ځي له دې چمه
د سپینې سپوږمۍ مخ دې چې په وریځو نقاب پټ کړ
ها ستوري مسافر هم د باران ځي له دې چمه
د یاد په کتابو کې مې څه داسې حاشیې شته
دانه،دانه امیل مې دګریوان ځي له دې چمه
سپین غر او هندوکش یئ په قبضه كې دی اغیارو
په نیت د غزواتو مو ځوانان ځي له دې چمه
هر نوم،ا وهر لباس کې به غلیم لرې طالبه!
د یون مو یو مسیر دی چې کاروان ځي له دې چمه
تخیل په جدایئ کې خالقیاره ملکه شي.
د وخت څو نازولي شاعران ځي له دې چمه