فيسبوکي حکومت  او سپانسرونه

 
په افغانستان کې هر پرمختګ يا د يو نوي شي راتګ تر هیلو ناهيلۍ او تر لاسته راوړنو ستونزې او ناورینونه ډير له ځان سره لري دلته آزاد بازار خپل غم جوړ کړی احتکار او انحصار د ملت وينې زبيښي خو په بازار کې بیا مخکښ توکي  د پاکستان، ایران، ازبکستان. چين او ان امريکې، ترکيي او بريټانيا دي عجيبه خو يي لا دا چې د وطن مستي او شيدې يي په سطلونو او قوطيو کې خوسا شي خو صاحب به کور ته د ایراني مستو يا شيدو قوطی په لاس کې اخیستی و، د بیان ازادۍ بیا ملي وحدت، ملت، افغانيت او افغانستان ته داسې ګذار ورکړی دی که له بهر څخه افغانستان ته راشي رسنۍ وګورې مصطلاحات او سياسي لفاظي وګورې نو فکر به کوې چې زه لکه الوتکې تهران، قم، دوشنبې يا هم ازبکستان، ترکيي او پاکستان ته راوړی یم، همدارنګه د مخابراتي پوښښ ، انټرنيټ او ټولنیزوپاڼو د کارونکو ډيروالي يو بل فکري شرارت او ناورین پنځولی دی، دښمن ترې ښه موکه پورته کوي، خو د وسله وال دښمن پر ضد په وزارت، رياست، ولايت، معينیت، ماموریت، مديريت او آمريت کې ناست صاحبان بیا ايله بیله ټوله ورځ په بيځايه پوسټونو، د سندرو په اوریدو او د یو بل په تخريبولو لګوي، هيڅوک دا نه وايي چې زموږ د ملي اردو معاش څوک راکوي، زموږ ميوې چیرته خوسا کيږي،افغانان په يو او بل نوم ولې وژل کيږي،په تیر يو نيم کال کې افغانستان له اقتصادي، امنيتي، سياسي او فکري پلوه له ستونزو سره مخ دی، اقتصادي رکود، پراخ فساد، ناامنۍ،  د پردیو لاس غځونې او فکري يرغلونه، د پاکستان مخکې راتګ د مهمو سیمو سقوط، د ملي اردو، پولیسو ملي امنيت او عام ولس د زرګونوتنو قربانۍ او سياسي اړو دوړ يي هغه موارد دي چې بحث پرې کیدای شي.
خو له دې ټولو سره سره مسولین په هره کچه چې دي دوی يوازې په خبرو، ژمنو، لیدنو کتنو، د ځان په ستاينه او د بل په غندنه باندې بسنه کړې، د نوي حکومت هر والي فیسبوک ته مشخص کس لري معاش د دولت له بودجې ورکوي خو کمپاين پرې شخصي او ځان ته کوي، په وروستي يو نيم کال کې افغانستان د خودخواهۍ او ځان ځانۍ په وروستي پړاو کې قرار لري په ټولنیزو پاڼو کې که محاسبه وشي په تیر يو نيم کال کې موږ تر ټولو ډيرې پيسې د ځان لپاره په کمپاين او د بل په تخريبولو لګولي دي په فيسبوک کې چې نن سبا يي کارونکي ډير دي زرګونو  په مستعارو او نورو نومونو پاڼې جوړې شوي دي په سلګونو ډالره يي په سپانسر او د لیدونکو پر ډيروالي، چلونکو ته په معاشونو يا خو د کور او دفتر په کرايو او.... لګول شوي دي د شته حکومت د هر چارواکي او دده لپاره کمپاين کوونکې پاڼې په زرګونو ډالره مصرف سره سپانسر شوي دي او دا سپانسر د ورځو يا اونيو لپاره نه بلکه کال کيږي چې سپانسر دي او د دې مظلوم ملت له وينو وتونکې پيسې او يا بهرني خیراتونه په سپانسرونو لګول کيږي، خو له پيله تر پایه که يوه پاڼه کوزه او بره بوزې له تخریب، شرارت، فکري حماقت او د ستونزو له ډيروالي پرته وطن ته به پکې هيڅ ډول مثبت پيغام ونه ويني، په ولايت کې د ولسمشر استازی يانې والي ټوله ورځ فيسبوک ته ناست دی، وکیل فیسبوک ته ناست دی، امنيتي مسول فيسبوکي پوسټونه کوي يا نورو ته کمينټونه او لايکونه ورکوي،زه مشخص نومونه نه اخلم،مشخصې کړۍ يا څيرې ځکه نه يادوم چې د ټاپو، تهمتونو او تورونو په دې وطن کې مې څوک د احمد يا محمود په پلوي تورن نکړي خو دا خلک ټولو ته معلوم دي او هر سړی يي تر ما ښه پيژني، ډير داسې خلک شته دي چې يوازې د يو مشخص کس لپاره له دولتي امکاناتو او دولتي بودجې څخه تغذيه کوي خو کار يوازې فرد ته کوي، هر سړی په دې هڅه کې دی چې دی باید تر بل مخکې وي، ځينې بيا بلکه کرزی صیب او هغه چې څوکۍ او واک نه دی ورسيدلی هره ورځ د ناورين،ناخوالو، تباهۍ او بربادۍ ډولونه وهي او څو تنه چې په ۲۱ پيړۍ کې د دنيا له هر ډول سيالۍ شاته پاتې دي او لا هم تنظيمي، پاټکي، د وژنو او چور تالان فکرونه ورسره دي په پوره بې سورۍ کې د واک د وګو بې سوره ډول او سورڼي ته داسې  لټ په لټ اوړي چې مه يي کوه پوښتنه.
په ټول کې دا تبليغات څوک کوي؟
که چيرته ځانمرګی بريد، مخربانه فزيکي خوځښت وی نو که نور څوک نه وی پر پاکستان اوای اس آی خو مو ور اړولی شوی ځکه دلته خو تر خپلې بې کفايتۍ لومړی کوښښ کيږي چې د خپل بام وارې د بل په بام ور واچوو خو موږ کله هم دا فکر نه دی کړی چې دا ای اس ای له موږ څلوربولي ولې جوړ کړي دي، دلته دې که قومندان د بې کفايتۍ له امله لرې کړ وايي د آی اس ای دسيسه ده، که دې رئيس د فساد او خودخواهۍ له امله را احضار کړ لږ دې غوږونه ور تاو کړل نو فيسبوک ته کينې غټه پرپړه وليکي او  په ويده ولس کې يو وارې قهرمان شي او ځينې فيسبوکي او د کمينټونو او لايکونو معاش خواره يي بیا درته زرين اقوال را نقلوي.
دلته ټول منفي او د دولتي چارواکو او مسولینوپر ضد کيدونکي تبليغات د همدې حکومت په اډانه کې ځینې خاصې کړۍ کوي  دا کړۍ هم ټول پيژني او  که دا لیکنه په حکومتي اډانه کې د منفي تبليغاتو لپاره ګمارل شوي معاش خواره او فيسبوکي سپانسر شوي کسان ولولي شونې ده داسې فکر وکړي چې ليکوال ته به چیرته سپانسر يا د دوی په څير د ډالرو کوم سلګون يا پنځوس نه وي ور رسيدلی خو زه په والله باالله ثم تاالله قسم کوم چې تر حکومت ډير لرې خدای راته دومره روزي را رسوي چې عزت مې پکې خوندي وي نو په داسې يو حالت کې چیرته هم د بل  بې عزتۍ لپاره د هيڅ ډول څوکۍ يا ډالري سلګون لېواله نه يم خو دا چې وطن را باندې ګران  دی په ډير زحمت تر څو ورځو سوچونو او څارنې وروسته يوازې څو کرښې ددې لپاره توروم چې ټول شرير او خيټور اجرتي مبلغين پوی شي چې ملت دوی پيژني.
فيسبوکي په ځان مين او ويده مخلوقات پرته له دې  چې د خدمت او کار په ارزښت پوی شي او له دې لارې ځان هدف ته ورسوي کوښښ کوي چې د بل په سپکولو کې شونې ده د هغه خای ورته خالي شي او دی يي پر ځای وګمارل شي، خو دوی خبر نه دي چې دا د ملخ خیزک او جستک دايمي نه دی آخر به په لومه کې ګیر شي.
زه وايم هغه پيسې چې  ځينو شخصيتونو پر ضد لګول کيږي که چيرته:
۱ـ يو بیکاره ځوان ته ورکول شي د ایراني سرتیرو له وحشت او د پاکستاني پوليسو له ملنډو به خلاص شي.
۲ـ که د فيسبوکي کمپاين لپاره ځانګړې شوې پيسې په ذهنیت جوړولو ولګول شي نو وطن به د لسو کلونو شاته پاتې والی په يو کال کې جبران کړي.
۳ـ که د يو بل د سپکولو پر ځای د خپلو شخصيتونو عزت وکړو نو موږ به د افغاني غرور او میړانې ريښتونې بيلګې يو او بل به مو په ټولنه کې د شخصيتونو ستونزه نه وي.
۴ـ که د فيسبوکي سپانسرونو او انټرنيټ مصرف مو يوې کونډې ته ورکړی، د ملي اردو، ملي پولیس او يا ملي امنيت د يو شهيد د يتيم او کورنۍ لپاره يي ځانګړې کړی نو سلو او زرو ځوانانو ته به له وطنه د دفاع انګیزه ورکړی.
۵ـ که د ځان لپاره د تبليغاتو دفترونه لیلیه نه لرونکو محصلینو ته په شپه غالي بدل کړی نو باور وکړی چې پنځه کاله وروسته به مو سل، زر او لس زره ځوان د احسان پوروړي وي.
۷ـ که مو خولو پټه ونيوله او خدمت مو وکړ که په فيسبوک کې چا ونه ستایلی باور وکړی تاريخ مو ستايي.
نو راځئ له دې منفي تبيلیغاتو په دولتي اډانه کې د درز له اچولو، ډلو او ټپلو، خپلو او خپلوان تر لګولو ټول خپل وروڼه او  د کورنۍ غړي وبولو، په ډې فکر کې شو چې څنګه کولای شو دا وطن له روان ناورين، ناامنۍ او تباهۍ را وباسو.
نو ای فيسبوکي اجرتي او فکري غلامانو، ای د وطن د تباهۍ لپاره لاشعوري کپماينرانو، ای د نفاق سورڼی غږونکو، ای د خپلو شخصيتونو سپکونکو او په خپله مور لګيا مخلوقه او ای  د ځان ځانۍ په نيلي سپرو فکري بې سوادانو راځئ لږ په دې وطن زړه وسوځوی له دې تبلیغاتو او سپکو تیر شی، دښمن دومره ځيرک دی چې له يوې ميموري او عادي ټليفون څخه په ګټه اخیستو يي په کلیوکې ذهنیتونه خپل کړي خو تاسو ته خدای درکړي فيسبوکونه، ټلویزيونونه، ويبپاڼې، ورځپاڼې، راډيوګانې، لوکس کورونه، زرهي موټرې،بوجۍ بست ډالرې او افغانۍ ایله بیله د يو بل پر ضد او ددې وطن د تباهۍ په خاطر کاروئ ،راځئ نور د خدای روی وګورۍ ددې وطن لپاره هره ورځ د قرباني ورکونکو سرتیرو د مبارک شهادت له وينو، د يتيمانو له وچو شونډو، د بورې مور او کونډې ميرمنې له اوښکو، ساندو، چاودې لاسونو او خپل درې رنګه ملي بیرغ څخه وشرميږۍ او د فيسبوکي سپانسرونو، سپکو سپورو او تبليغاتو پر ځای د وطن د جوړيدا هوډ وکړئ څو له دې لارې ټول سره په  يو کور کې په ګډه له مينې او سوکالۍ سره ډک ژوند وکړو  خو باور وکړئ خواست او زارۍ يو وارې وي که سره مجبور شوو نو فيسبوکي شغالان، سپانسر کونکي غلامان، د يو بل ښځونکي پوچ خولي او.... به هم يوه ورځ په يوه تنده لیکنه کې داسې په شرمونو وشرموم چې تاسې هم و وایی شپاړس نو نو لکم دینکم ولی دین.
ستومان افغان