
لیکوال محمد حسین انډیوال
د نوي حکومت په راتګ سره په هيواد کې نا امنۍ خورا زیاتې سوې، کلي، ولسوالۍ آن د افغانستان په شمال کې کندوز ولایت هم د پنځلسو ورځو لپاره د طالبانو د جوش او خروش ډګر پاته سو.
د خلکو په باور چې دولت د امنيت په ټینګولو کې تر دې دمه پاته راغلی، ورځ تر بلې وضعيت ناسم لوري ته روان دی.
خو دولتي لوړ پوړي چاوراکي په ټولنيزو رسینو کې د مخالفینو د ځینو ډلو سره د سولې د ټنګښت خبرې غښتلي او ډاډ منې بولي؛ خو عام ولس چې د تپل سوې جګړې اصلي قرباني دي د امنیت د نشتون، بیکارۍ، تړل سوو ښوونځیو، په دولتي ادارو کې رشوت، شخصي اړیکي پالل، ټولنییزه بې عدالتي او همدارنګه د طالب تر فرمان لاندې سیمو کې د طالبي امارت اطاعت او نورې ځاني او مالي قربانۍ هغه څه دي چې نور يې ولس د اورېدلو زغم نلري، او د یوه اسير دوښمن په توګه د ناګهاني مرګ انتظار باسي.
د کندزو له حيرانونکي سقوط وروسته يو ځل بيا د تيرو څلوار لسو کلونو په شان جګړې جنوب ته مخه کړله، او د مساحت په لحاظ د افغانستان تر ټولو پراخ ولایت هلمند د جنګ ډګر سو، له تيرو درو میاشتو راهسي په ياد ولایت کې جګړې خورا زور اخیستی، چې په پايله کې يې د دولت د مخالفینو تر څنګ، افغان ملي اردو او پولیسو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې.
سياسي معامله!
زه د يوه هلمندي اوسېدونکي او هم د کورنیو چارو وزارت د یوه جنرال افسر په توګه غواړم تاسو ته یو راز ووایم.
په دې وروستیو کې چې په هلمند کې امنيت خراب سو، و مې غوښتل چې د کورنیو چارو له وزير نورالحق علومي سره خپلې مشورې او اوپراتیفي وضعیت د کابو کولو لپاره د ملاقات وخت واخلم؛ خو کله چې ښاغلی علومي پوه سو، چې په هلمند کې پوله پر پوله بلد او ددغه ولایت يو پخوانی امنیه قومندان، جنرال محمد حسین انډیوال د یاد ولایت د امنيت په اړه وړانديزونه او مشورې لري، نو ملاقات يې لغوه کړل؛ خو ما بیا هم ددغه ځوریدلي ولس په خاطر په بیا بيا د نوموړي د یاور په واسطه د ټلیفوني اړیکو د ټینګولو هڅه وکړه او و مې غوښتل چې خپل پیغام ورته ورسوم؛ خو له بده مرغه ګټه يې ونکړه.
وروسته له دې مې د وزير سلاکار ته دغه حال ووایه او هغه هم ژمنه وکړه چې دا خبرې مهمې دي باید وزير په خپله دغه خبرې واوري، او زه به ډير ژر هڅه وکړم چې ستا او د وزير ناسته برابره کړم، ولې بیا هم وزير ونه غوښتل چې د هلمند د ساتلو لپاره څه واوري، چې دغه یو لوی سوال دی.
د پورته دلایلو د ثبوت لپاره بشپړ اسناد سته.
له هغه وروسته مي د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر ته زنګ وواهه ـ ځواب یې رانکړ، دوه ځلي مي ورته ليکلي تلیفوني پیغامونه ولیږل خو بیا یې هم ځواب رانکړ! بریښنا لیک می ور ولیږه تر ننه پورې یې ځواب نه دی راغلی.
که څه هم محمد حنیف اتمر راته ويلي و چې کله که اړتیا وه مخکي راته پیغام ولیکه بیا به اړیکه سره ونیسو، دا ټولې چارې مې تر سره کړې؛ خو د کوم لوري نه ځواب را نه غی ځکه زما وړانديزونه د هلمند د امنیت په هکله وو؛ خو هغه زموږ د خلکو په اصطلاح: مسؤل چارواکي تله تیره کړي.
بالاخیره د چارواکو د بې غوریو او ناسم مدیریت په پایله کښې د هلمند جګړه او نا امني د لیري پرتو سیمو څخه د لښکرګاه د ښار تر دروازې یعني د هلمند د رود د پله تر سره پورې راورسېدله چې همدا ګړی د لښکرګاه د ښار څلورمه ناحیه د دښمن تر ولکې لاندې ده.
زه به نن په دې هکله چې اوس په هلمند کې دولتي حاکمیت څنګه او څومره دی! څه نه وایم خو د یادولو وړ بولم چې ووایم د هغو سیمو د ازادولو په موخه چې د دښمن تر تسلط لاندې دي مسؤول چارواکي پرته د ولس له تیرایستلو او په رسنیو کې د بې ځایه او بې مانا خبرو بل څه نسته.
د هلمند د ولایتي شورا غړي او خلک وايي چې پر هلمند هیڅ ډول سیاسي معامله او د دې ولایت تجزیه کول نه مني ایا د ولس د استازو ددې جملې په ویلو سره بیا هم باید پټه خوله پاتې سو؟ ایا د هلمندي ولس موجوده تشویش او سرګرداني چې د هیواد د لسمي برخي د اراضۍ او نږدې ۲.۵ میلیونه نفوس پر سر د سیاسي معاملې په هکله یې لري رښتیا ده؟
ولي مسؤول لوړ پوړي چارواکي د هلمند د ستونزو د حل په هکله د مشورې د اورېدلو لپاره هم حوصله او وخت نه لري؟
تر هغه ځایه چې زه پوهیږم هلمند کې ورستیو حالاتو، فرمانونو، د چارواکو تبعضي ړوند او کوڼ چلند د خلکو تشویش او وړاندوینه په رښتیا بدلولای سي.
خو دا یوه خبره دې مسؤول چارواکي د زړه په غوږونو واوري چې هلمند ولایت په تښتېدلو، غاصبینو، مزدورو ازمویل سویو او معامله ګرو چارواکو نه ساتل کیږي– یو هوښیار پر ځای او سالم تدبیر په کار دی او که نه وي هغه مشهور متل دی چې وایې: (هغه خرک هغه درک)