
كله كله به مې ستا د فراق او بېلتون شېبې د لاس په گوتوشمارلې او ځان ته به مې ويل: چې زما ښكلې ليلا به همدا اوس راپيدا شي.
كله كله د انسان سيوره د هغه نه ښكلې وي.
كله كله ته راته ګورې ، خو ما نه وينې.
كله كله د نړۍ تر ټولو ښكلې، مسته، نازولې څنګ ته راسره وي، خو زما د زړه اواز نه اوري .
كله كله مې دا زړه غواړي چې ستا د كتاب توري شم تر څو ستا د ښكلي نظر او ليدو په خوند موړ شم، ځكه ستا ليده دي چې ستا د كتاب توري سره راټول كلمه كلمه سره يې په ليكواو بيا يې جملې كړي . ستا د كتاب توري څومره بختور دي.
كله كله سترګې پټې كړم هېڅ نه وينم ، خو تا وينم.
كله كله به مې د ښكلاوو په دې ګڼ بازار كې زړه ته راتېره خوږه ليلا لټوله اوځان ته به مې ويل: چې دا ښكلې زما ده، نه نه هاغه ښكلې زما ده، په دغه ، هغه كې مې د سر سترګې څلور شوې.
كله كله ځان رانه ورك شي ، د ژوند مفهوم نه وينم، خو كله چې ستا د مينې كتاب را خلاص كړم خپل ځان ومومم.
كله كله داسې راته ښكاري چې د خوښۍ چانس ستر رب هر چاته وركى ، خو هر څوك ځنې كار اخيستلى نشي.
كله كله داسې راته ښكاري چې ته زما د نظر او فكر هنداره گرځېدلې يې ، هر چېرته چې گورم يوازې تا پكې وينم.
پاتې بل ځل...