خدايه دارنګين ژوندون
خلک وايي ښکلى دى
ناز غواړي
او راز غواړي
زه وايم چې نه خلکو
سيند دسپينو اوښکو دى
لويږي دريابونو ته
ژاړمه سيندونو ته
زه وايم چې دا ژوندون
ښګلى کاغذي ګل دى
پاڼې يې خيالي خيالي
جوړى زمونږ له وينو نه
وخت رانه په غلا وړى
دغه تکى سرې وينې
پټى دې ګلونو ته
ژاړمه سيندونوته
ټول د تيارو خلک يو
کرکه له رڼا کوو
نوروته دعا کوو
خپلو ته ښېرا کوو
يو ما چې رڼا غوښته
دادى سپېنه شمعه شوم
درسته شپه بلېږمه
شنا ختو او قبرونو ته
ژاړمه سيندونوته
ما خداى ته دعا وکړه
ګل ته مې ښېرا وکړه
ما ويل دا وختونه که
نورى جامې واغوندي
ګل د شنه ګودر به شم
ګورم به مدام د سيند
دى مستو موجونو ته
ژاړمه سيندونوته
سترګى دغماز ژوندون
پټې پاتې نشولى
وازې شوى
غمازې شوى
ټول يې کړم
ناکام ناکام
خپلو آرمانونوته
ژاړمه سيندونوته
مينه کې د ستړى ژوندون
داسې ستړى ستړى يم
ته به وا په خاورو کې
ايښې په ژړا ژړا
چا امانت مړى يم
بس د ژوند په تورکې به
دا سندره وايمه
تورو ځنځېرونوته
ژاړمه سيندونو ته
زه تندى وهلى يم
سپېنى اوبه غواړمه
راشه وه د ژوند ساقي
تانه په سلګو سلګو
پاکه مستي غواړمه
ټول ملنګ ملنګ شولم
ځم به زيارتونوته
ژاړمه سيندونوته
راشه چې ملګري شو
زړونه سره غوټه کړو
ملا د مينى وتړو
بيا دغم لوګري شو
زه او ته به ورک کړونور
ګرانه آشنا
مونږ به شو
بيا زما باور ديه
ګوندې نغمې راولو
ماتو ربابونو ته
ژاړمه سيندونوته
دواړوبه شيندلى وي
زړى د خوږې مينى
پرش به پرى سندرى وي
ټولى شېنى شګى به
سپېنى ملغلرى وي
څومره به خوشحاله شي
بيا که توتکۍ راغلې
جوړو ديوالونو ته
ژاړمه سيندونوته
وچې شوې چېنى دعشق
تندى زورورى شوى
نور ټولى خوښۍ د ژوند
مانه مرورى شوي
شاړ ګودر خوته وينى
څنګه په سلګو دى نن
ستا قاتلان وګوره
ما وژني وفا وژني
يو ((رحماني))څنګه اوس
مينه په سلګو راوړي
بېلا بېلو زړونو ته
ژاړمه سيندونوته
١٢/٤/١٣٨٣
وروستي