ورک يمه لارښود مې شه
سوځم راشه دود مې شه
کړم به دې د زړه ګوتمی
ښکليه زمرود مــې شـــه
زه بـــه دې سنــــدره شــم
ته راشه داوود مې شــــه
ټول عمـــر دې زيان راکــــړ
يوې شېبې له سود مې شه
ځان به کړم خړوب خړوب
يه فدا شين رود مې شـه
وروستي