وژني مې ګام په ګام

عجب کيفيت لــــري دا زړونه ځکــــــــه زر پټـــــوي
خوږو ليمو کې چې ګل دښت ګل دښت نظر پټوي

خېر دی که کــــــــېناستم د ستا د لوپټې سيوري ته
واورې هم کله کله غېږو کـــــې سپين غر پټــــــــــوي

خوله يې په پښو کې ده په يو چړپ زر هيندارې ژويي
اوس د جـــوهـــــرو پسرلـــــي يــــــو جادوګـــــر پټـــــوي

وژني مې ګام په ګام خو بيا هم مينه ناک دی جانان
د سندرغــــــاړي سل عيبونــــــــــــــــه يو هــــــنر پټوي

کاږه شکست کــــــــــې جلان تمــــــه د ژوندون نلري
بيړۍ چـــــــې ماته شــــــي ضرور يې سمندر پټـــوي

                               سيدجيلاني جلان
يادونه ! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى