د ځان قاتل

دخداى(ج) كړو ته ځينې وخت سړى حيران شي په رښتيا چې هر څه وركړه راكړه د هغه (ج) په اختيار كې دي او كه د همدې مهربانه پاچا رحم نه واى؛ نو د فيروز غوندې د غريب سړي زوى چېرته كولاى شول چې په ليك او لوست برلاسى شي فيروز كه څه هم د كونډې زوى و او له ورځنيو ستونزو سره لاس او ګرېوان و خو له دې سره يې بيا هم ليك او لوست ته شا نه كړه او له ډېرو ستونزو او ناخوالو سره يې وكړاى شول چې له ښوونځي نه په خورا لوړه درجه فارغ شي تر فراعت وروسته فيروز غوښتل چې لوړې زده كړې هم وكړي، خو د ورپېښو ستونزو له مخې يې ونه كړاى شول چې دوام وركړي له ډېرو منډو ترړو عريضو او ستومانيو وروسته په يوه اداره كې د مامور په توګه وګمارل شو، د فيروز رتبې ورځ په ورځ د هغه د ځانګړي استعداد او پوهې له مخې چې خداى پاك وركړى و لوړېدې د فيروز غمونه او كړاوونه سپك شول او هم يې په تياره قسمت كې د خوشالۍ او خوښۍ لمر په پړقاشو او د شپو ورځو په تېرېدو يې ژوند هم په ښه كېدو شو.
او له خپلې يوې پېغلې همكاري سره يې خپل ژوند شريك كړ، دوى به هر سهار په ډېره مينه او خوښۍ سره يو ځاى دفتر ته تلل، له رسمياتو وروسته به هم يو ځاى كورته راستنېدل، تر ډوډۍ او استراحت وروسته به كله ناكله مېلو او بازار ته تلل پر فرش او ظرف سربېره يې داسې انتيك او مودرن شيان د كور د ښكلا لپاره هم اخيتي وو. چې حتى ډېر خلك ور سره نا اشنا وو او د ماشومانو د لوبو خو هېڅ داسې شى نه وپاتې چې هغه دې فيروز خپلو وړو ته نه وي اخيستي پر فيروز خپل ماشومان ډېر ګران وو، دومره نازولي يې ساتل چې حتى هېڅكله يې چا ژړا نه وه اورېدلې. د فيروز د ټولو ښو عادتونو څخه يو ښه عادت دا و چې هغه له هېڅ كوم سياسي ټولګي سره تړښت نه درلود او تل به يې د نورو سوداګانو تر څنګ كتابونه هم اخيستل او لوستل به يې او بيا به يې د خپل كور په كتابتون كې ځاى پرځاى كول. د فيروز ژوند ښه جوړ شوى و د ځورېدلي زړه د اُميدونو غوټۍ يې په غوړېدو وې او له خپلو ماشومانو سره به يې په خندا او خوښۍ شپې ورځې تېرولې چې د ملك په وچه د خونړي انقلاب سېلاب بيا راپورته شو او يو ځل بيا يې د ډېرو بېوزلو او خوارانو هيلې تر خېټې لاندې كړې، د پنځه، شپږو رئيس جمهورانو پاچاهى شوه، بې امني او ګډودي رامنځته شوه او په پوره اطمينان د ټوپك خاوندانو ته ملك ميدان شو او هر يو له خپل ټوپك نه په استفادې وهل، ټكول، وژل په دولتي او د خلكو په شخصي شتمنيو په پوره بېرحمۍ سره چور او تالان پيل كړ، په دغه تلان كې د ډېرو نورو بېوزلو په شان د فيروز كور هم بې پوښتنې پاتې نه شو او په پرله پسې توګه يې په رڼا ورځ كالي له كاله يوړل شول.
ما چې د هغه بې شمېره كتابونه او ښكلى كتابتون ليدلى و له مودو مودو لكه د مجنون په څېر د هغه د كتابونو د بيا ليدو او لوستو ليواله وم او د همدې لېونۍ مينې په هڅو نه بالاخره كابل ته ولاړم د فيروز ښكلى كتابتون زما زړه دومره تسخير كړى و چې تر ټولو لومړى د همدوى كور ته ولاړم، دروازه مې وروټكوله يو سړى راووت له سلام او روغبړ نه وروسته مې ترې په بيړه پوښتنه وكړه وروره! بښنه غواړم دا خو د فيروز كور و ته يې پېژنې؟
هغه موسكى شو او وې ويل: دومره ژر دې هېر كړم ته فلانى نه يې؟ زه خو دې پېژنم د همدې خبرې په اورېدو ما هم وپيژنده بيا ورغاړې وتم او لاسونه مې ترې چاپېر كړل خو دا هغه فيروز نه و چې پخوا ما ليدلى و اوس يې پر مخ غوښې پاتې نه وې رنګ يې سپېره و او شونډې يې د ډېرو كړاوونو او مصيبتونو له مخې تورې ګرځېدلې وې، زه يې په داسې سپېره ليدو ډېر خواشينى او اريان دريان شوم خو هغه زما په ليدو ډېر خوښ او خوشاله و، سمدستي يې كور ته ننه يستم، په يوه كوټه كې يې يو شكېدلى او پېوند پېوند خيرن ټغر غوړېدلى و پرې كښيناستو خو زه ډېر حيران وم ځكه چې دا كوټه ما مخكې ترگ دې شېبو هم يوځل دوه ليدلې وه، سرې غالۍ، بالښتونه او سره ښكلي توشكونه پكې غوړېدلي وو او په چاپېره الماريو كې ډول ډول انتيك شيان په ښه ترتيب سره اېښودل شوي وو، زه خو د دغو صحنو په ليدو نور هم دردمن شوم هرڅومره چې مې فكر په بله اړوه نه اوښتو هېڅ صبر مې ونه شو زړه نازړه او په ډېر احتياط سره مې ترې پوښتنه وكړه. فيروزه! هغه فرش ظرف او كتابونه څه شول؟ د هغه سترګو ته غټې اوښكې راغلې شونډې يې ورپېدې او په پړسيدلي ژړغوني اّواز يې وويل: ډېر يې چور شول او څه چې پاتې وو هغه مې له ډېره مجبوريته او بدې ورځې د نفقې لپاره وخت په وخت وپلورل او له تا څه پرده ده دا دې اوس بيا په كور كې د خوړو څه نه شته له بلې خوا د يخنۍ موسم هم په رارسېدو دى حيران يم چې څه وكړم؟
څو ساعته مو د زړه خواله سره وكړه د هغه دا دردوونكى حالت زياتي ما ته د زغم وړ نه و او د هغه په ليدو زما د زخمي زړه پرهرونه نور هم څېرېدل، غوښتل مې چې ترې ولاړ شم په وچ زور مې تروې ځان راخلاص كړ. د دغې ځوروونكي پېښې تر ليدو وروسته مې نور په كابل كې د شپې تېرولو وس پاتې نه شو له واره پېښور ته راستون شوم خو د هغه د ژړغوني اّواز انګازې مې په غوږو كې وې او اّرام يې راباندې حرام كړى په پېښور كې مې د خپلو ملګرو او دوستانو يو څه مرسته او كومك راغونډ كړ او له يو څو ورځې وروسته بيا په خورابيړه د كابل په لور روان شوم او د لارې په اوږدو كې مې يوه اندازه ضروري سودا هم له ځانه سره واخيسته، كابل ته ورسېدم په ټيكسي كې سپور او تر كوره ورسېدم، يودا مې د دروازې څنګ كې كېښوده او بيا مې دروازه وډبوله، لږه شېبه تېره شوه بيا مې وډبوله په دا ځل د ګاونډي له كور نه يو تن راووت ما سمدلاسه ترې د فيروز پوښتنه وكړه خبره څه ده ژر شه وايه:
ګڼ خلك نور هم راټول شول او يو تن راته داسې وويل تا ته به معلومه وه كه نه چې فيروز خپل بچي ډېر نازولي ساتل او حتى په همدې سختو شرايطو كې يې هم په نازل پالل، د كور ټول اسباب يې خرڅ كړ خو كوچنيان يې وږي، تږي نه كړل اوس يې چې هر څه ختم شوي وو او په دې موجوده قحطۍ كې يې بل هېڅ مدرك هم نه درلود نو د خپل اولاد د لوږې او تندې د زغم نه ونن يې څلورمه ورځ ده چې ځان يې پخپله وژلى او له مرګ نه را وروسته يې اولاد او ښځه هم مونږ ونه ليدل خدايزده د دغه خونړي سېلاب څپو كوم خوا يوړل.
 
 

                                    \"\"