
د ۱۳۹۲ ه.ش کال د چنګاښ ۲۷ سهار لا نه وو را دبره شوې چې د چورلکو غږ دماشومانو له سترګو خوبونه یوړل. دسپیده داغ مهال وو چې د ماشیندارو او راکیټ لانچرو اوازونو د مرغیو سهارنۍ سندرې په خپل کرکچن شور کې ورکې کړې.
د ډزو اوازونو شیبه په شېبه زوراخیست. غرمه شوه خو دسیمي خلک لا هم د جګړې په مقصد نه دي پوه.
ماسپخښین خلک له حقیقته خبر شول.
چې په لیسه کې د دولت مخالف وسلوالو وجود درلود،او دبهرنیو ځواکونو له خوا پرې بمبارد وشو چې پکې دولس وسلوال او یوتن د لېسې ملازم ووژل شول او لېسې ودانئ په بشپړ ډول ویجاړه شوه.
یاده لېسه د ننګرهار ولایت دکوزکونړ ولسوالۍ د بډیالۍ په سیمه کې ده.
په دې پيښه دادی څلور کلونه اوړي خو ودانۍ یې لااوس هم ړنګه پرته ده.
زده کوونکې یې د دوبي دتاوده لمر او د ژمي د سړې هوا څپېړې په بدن خوري.
لایې اوس هم ذده کوونکي د سوال په ټغر ناست درس واي.
نه یې دولت غمخوري اونه یې د معارف تش په نامه خدمت ګاران.
ترڅو به دا دولتي لېسه لکه دګونډې کور دخیرات په پیسو چلیږي؟
تر څوبه یې زده کوونکي په سورۍ خېموکې زده کړه کوي؟
تر کومه به د دې مظلوم ولس په حق سترګې پټيږي؟
که دولت په دې برخه کې پاملرنه ونه کړي نو لرې نه ده چې د یادې لېسې زده کوونکي د ستونزو او مشکلاتو له وجهې د پوهې له نعمته بې برخې شي.