
شپه تر نيمايي اوښتې وه، چې بوډا خپل تندي ته څپېړه وركړه، له كړس سره د مياشې بونګېدلو وزرونو ويده هوا وڅېرله. سړي تر خپلې بړستن لاندې خپل اوږده او خوار لينګي ورټول كړل. په پوړېدلي لاس يې څو ځله، پر چوتره اواره درۍ (ټغر) ودرباوه. اخر يې ګوتې له لمپې سره ولګېدلې، كله چې يې په تېلو غوړ لاس پر خپل سر تېر كړ، پكه ككرۍ يې د سپوږمۍ رڼا ته برېښېدله، اوږد وغزېد، هغه پوهېده چې د كراسينو (د خاورو تېلو) بوى د مياشو چندانې نه خوښېږي. ځكه يې په ډاډه زړه سپينه ږيره تر بړستنې راايستلې وه.
د بوډا سترګې لا نه وې سره ورغلې، چې ورو سونګا يې تر غوږ شوه. سوكه يې وويل:
"ته لا ويښ يې؟".
د بوډا غوږونو د بنيادم د غږ پرځاى د بړستنې د ښورېدا ښوى غږ واورېد. سپين ږيري په زړه سوي سره وويل:
"ګوره بچيه! هغه دې پلار دى، څه دښمن دې نه دى، بد يې كله درباندې لورېږي. تا هم ښه نه دي كړي، اخونزاده هوښيار سړى دى، كتابونه يې لوستي دي، ښه او بد داسې ورته روښانه دي لكه لمر. ته خو كوچنى يې څنګه دې له هغه سره ژبه وهله؟ او بيا په يو څو چونډيو خو سړى نه ژاړي. زه چې ستا په كول (سن- عمر) وم، يوه ورځ مې پلار دومره وډبولم، چې له سپږمو مې سلامت چيلمچي وينه لاړه، پلار مې ويل چې ولې دې د جومات په هوجره كې د مشرانو تر مخ په زوټه (زوره) خندلي وو؟ ماښام يې وږى له كوره وايستم. ژمى و، مجور وم چې شپه له څارويو سره په ګوډل (غوجله) كې تېره كړم. بلاوې او پېريان مې په سترګو ليدل، خو خداى كه مې اوښكه تويه كړې وي..."
هلك له خپل مخ څخه بړستن ليرې كړه، له اوښكو ډكو سترګو يې په ځلېدو كې پاس له رڼو ستورو سره سيالي كوله، په غريو نيولي غږ يې وويل:
"زه څه خبر ومه، ما خو ملا صاحب ته د ملا جمال خبره وكړه. هغه ويل چې د وړو زده كوونكو وهل ټكول، د هغوى پر روحيه باندې ناوړه اغېز كوي، ډارن او بې زړه يې..."
بوډا په كاوړ خبره ورپرې كړه:
"د معلمانو مه منه، هغوى اوښتي خلك دي، كمزورې عقيدې لري، كله د علماوو ځاى ته رسېداى شي. له اوله مې زړه نه و، چې ته دې دې كفري مكتب ته لاړ شې. خو د پلار دې برېتونه وځړېدل، هاى- هاى زمانه بدله شوه. اوس خو د مشرانو خبرې هسې د اوبو جوړا ده..."
بوډا، د نسوارو ډبلى پر غولي كښېښود. د ډبلې په ګردې ايينه كې څو ستورو د خپل ښايست ننداره كوله، تر يو څه ځنډ وروسته يې په ارامه اعصابو وويل:
"ګوره بچو! خان صاحب ويل چې ته به مخامخا د خپلې كړې بې ادبۍ له امله له اخوندزاده صاحب څخه بخښنه غواړې او د دې لپاره چې خپله پښېماني دې ښوولې وي، د نورو هلكانو ترمخ به د هغه لاس ښكلوې".
هلك وبوږنېد:
"نه، نه!"
بوډا په نرمۍ وويل:
"ګوره بچيه! موږ غريب خلك يو، خپله ورځ به تېروو، له خانانو، ملكانو سره مو كله كېږي. كه يې دا اوس په دې سړه اوري له بزګرۍ ځواب كړو، په كومه خوا په ځو؟ خپل تيخني (زړې غوټې او فرشونه) به چېرې پر اوږو ګرځوو او بل اخوندزاده صاحب ښه سړى دى او بده ښېرا يې پرځان مه وړه، موږ به درسره لمبه كړې..."
د چرګانو تېرو كوكو پر شپې د مړينې تبه راوسته او دا بې مينې نړۍ يې په رڼا كې د نويو ګناهونو زېږولو ته پرېښوده. خو د بوډا بې غاښو خوله لا د وليانو او بزرګانو د كراماتو په ستايلو نه مړېده.
په كوڅه كې د يوه كولپ شوي زاړه وره ترمخ، څه زاړه لوښي كودي پراته وو، په پوټي (مړه خاوره) كې توشپلو (خورو ورو) بړستنو د كږې وږې كوڅې د خړو دېوالونو رنګ درلود. يوه ځوانه ښځه چې په تور پوړني كې پټه وه او پر زنګانه يې يوه كوچني هلك خپل ګوړى (خريلى) سر ايښى و. د يوه نمجن او دوړېدلي دېوال سيوري ته ناسته وه. ماشوم په پوټي كې خپلې پښې غزولې وې او له لاندې څخه يې په حيرانۍ سره د خپلې مور له اوښكو ډكو سرو سترګو ته كتل...
د كوڅې په سر كې څو تنه كليوال غلي ولاړ وو، چې په دوى كې يوه د بل په غوږ كې وويل:
"بېچاره ملا صاحب! د يوې څپېړې په بدل كې يې لويه بيه پرې كړه".
هغه بل، په داسې حال كې چې د لونګۍ په شمله يې خپله پوزه پاكوله، ورو وويل:
"ته هم لېونى يې، لېونى. د خان صاحب لمسى يې وهلى، د خان!! څه د دورګل بزګر لمسى خو نه دى، چې لښتې نه شي پسې رسېداى".