عــــشقه په ښايست دې اثر چرته ﻻړ؟
ســـتا له هر اندازه هـــــــــــنر چرته ﻻړ؟
خلاصه ده صــــهبا ، که په راتګ زما
منډه چې ســـــــاقي کړه بهر چرته ﻻړ؟
دامې غـــــلو ليمو ته د اشـــــــــنا سره
د لته چـــــــې اشنا سو نظر چرته ﻻړ؟
خدايږو په ارمان خو مې داشک نه و
کاندي چې تل لوبې په سر چرته ﻻړ؟
خدايه شبـــستان ته د ارمان مــــې نن
نشته؟ که رانغلو ؟ ســـحر چرته ﻻړ؟
خدای زده رقيب چا کړو له اشنا خبر
ګــــــوره د راتګ يې خـــــبر چرته ﻻړ؟
دا خـــــو جوړ حمزه و د مغرب په لور
پـــنډ د ګناګانو په ســــــــر چرته ﻻړ؟
وروستي