باده پوهيږم
چې زماله تلو به وروسته وروسته
ته د کوم شوخ
ماشوم په څير
په دې خاورينو لارو
زما د پلونو انځورونه
په تېرو منګلو ونړوي
خو پام کوه
چې په دې لارومې
د ښکلي ژوند
خواږه يادونه
ډېر اوده دي
په هره تيږه مې
د پښو د ګوتو څوکې لګيدلي
ترينه وينې تللي
په هريوه کاڼي مې
همدې وينو
د ژوند رنګين داستان ليکلى
په خداى چې هيڅ د هېريدلو نه دي
شاعر: ګل رحمان رحماني
وروستي