غزل

 
تازه تازه وږمـــــې دى نه راځــــــي د چا لــــــه فصل
د مړاوو شـــــــــمو حاصل اخــــــــــلو د رڼا له فصل
مونـــــږه د سروشنـــــــډو په کلــــي کې آرام ونه کړ
ستړې سلګۍ به ټولوو اوس د موســـکا له فصل
آشـــــــنا د سترګو د کاروان او ښان مـــــهار تيروه
چې نور د صــــــبر غــنم ونه خــــــورى زما له فصل
د تړمــــــو اوښـــــکو يرغــــــمل يم د وصال په تمه
ماته د مـــــــينې غوټـــــــۍ راوړه د ښکلا له فصل
دخــــــــپلوپاکو آرمانونو روان ســـــــــيند يمــــه زه
څه غر خـــــــــو نيم چې به لمر نيسمه ستا له فصل
چېرته په غشو چا د ژوند رنګين مارغه ويشتلى
که د ســـــــــــندرو قافــــــــــلې ځي د ســـــبا له فصل
د(( رحماني)) په هـــــــيلو تېر شو د زخمونو توپان
راشه څو اوښکې خو يې واخــــــــله د ژړا له فصل

 
٢٧/٢/١٣٨٣