شومه اوښکه درنه لويږم
په بڼوکې مې درنيسه
رقيبان دې راته کسې
پريږده ښکل دې کړمه کسې
پريږده شونډې درنږدې کړم
پريږده سترګې دې لمدې کړم
توره شپه مې ده په مخکې
پرېږده بلې بلينډې کړم
دلمدونکريزوبوی دې
دهواڅپوته پورته
زمازړه دې چاته پرېښود
ته چې درومې دبل کورته
زړه مې سترګوته راغلی
لږې سترګې کړه راپورته
دکنډوپرسرولاړيم
ليونۍ چيغې مې واوره
اوس مې زړه دی سره سکروټه
بيايخ وي لکه واوره
اوس دبوختې ورځې شوريم
اوس دژوندپه ښارکې خوريم
نن مې ته هم اوريدای شې
نن جانانه ټنګ ټکوريم
نن دسيندغوندې روان يم
بيابه ستړی ترشبنم يم
کوم بلبل به يم خوړلی
يانغمه يابه سرګم يم
ته به ډيرې نارې وکړې
خودازه به تری تم يم
ته به سخت له درده رېږدې
لکه ستوری په آسمان کې
لکه پرې تڼۍ به زه يم
نه به يم ستاپه ګريوان کې
دشاهين په شانې لاړې
زما له ورکې جزيرې نه
لکه درومې په محشرکې
کوم شهيد له هديرې نه
مروريمه جانانه
مروريمه له تانه
وبښه چې ته مې ځان يې
مروريمه له ځانه
ماساتلی يې په زړه کې
دايمان غوندې جانانه
په قران چې راته ګران يې
دکاروان غوندې جانانه
وروستي