
په تېـرو شپاړلسو کلونو کې دې هېواد ته را وارد شویو ډالـرو زموږ په ټولنه کې یوبل مزاج ته وده ورکړه ، هغه دا چې موږ اوس داسې فکر کوو چې موږ خو له هـرپلو حقـداره خلک یوو ، ټوله دنیا بایـد زموږ په خدمت کې وي ، موږ ته باید همداسې ډالـر را روان وي لکه دغه تېـرڅو کلونه چې را روان و . دنیا به یې پخوي او موږ به يې په تیاره خورو ، ځکه چې موږ افغانان یوو . په موږ کې د دتیار خورۍ دې روحیـې اوس یو قسم د شکایت ژبه پیدا کړه . ولي دنیاوال موږ ته پـروژې او پـیسې نه راکوي ، ولي موږ ته ډېـمونه ، سر کونه او پاخه بلـډینګونه نه جوړوي ، ولي له موږ دفاع نه کوي او ولي موږ ته په لا زیات درنښت نه قایله کېـږي ؟؟؟
د بنګلدېش یو تور نری انجنيـر به زموږ د هېواد په خامه سرکونو کې ولاړ وي او موږ ته به سرک جوړوي خو زموږ دغه ځیني ناڅاپي شتمن به خپل موټـر ته نورهم اکلسلېـټـر ورکړي او بنګالی انجنیـر به په خاورو کې پټ کړي ، یوه ښکـنځا به هم ور حواله کړي چې ولي سرک ژر نه جوړوي .
د ترکې او هندي کمپنیو سرويـران به زموږ په لویو لاروکې په سروې بوخت وي ، موږ يې سترګي او لاسونه ور وتړو په یوه توره کوټه کې بند وو او بیا یي په لوړه بیه خـرڅوو .
یو وچ کلک پاکستانی به په یوه روغتون کې ناست وي او زموږ خروار ، خروار اوجودونو ته به درمل لیکي .
یوې سرې او سپيـنې جرمنۍ به خپل ښایسته وطن پرې ایښی وي او زموږ په کلیو او ښارونو کې به زموږ په ماشومانو کتابچې او پنسلونه وېـشي ، خو موږ به چېـرته پیتاوي ته پښې غزولې وي ، یا به د خپل ورور غېبت کوو او یا به هم د دوهم واده کولو په خیال پلو کې غرق یوو ، ځکه چې موږ افغانان یوو .
کور دې له غنمو ډک شه ، چې افغان یې نو څه وکړو ؟ په کومه خبره او په خپل کوم هنر دې غاوره یې چې دنیا درته ټوله د ځان خدمتګاره ښکاري .
په وطن کې دې د سواد کچه څو سلنه ده ؟ څومره د برېـښـنا ډېـمونه او څومره فابرېکې لرې ؟ د صادراتو کچه دې څومره ده ؟ زراعت دې په کوم مقام کې دی ؟
څوک په تا ملات دي ؟ د دې وطن وارث ته یې که بل څوک ؟ ولي کار نه کوې ، ولي په شاړو ځمکو حلال فصل نه کرې ؟ ولي په دې وطن کې د ژوند کولو په چل نه پوهېـږې .
اوس هغه وخت تېـر دې چې دنیا به موږ ته نور بې حسابه ډالـر را لېـږي . موږ باید نور په خپلو مټو ژوند وکړو ، په پردیو اوږو یوازې جنازې لېـږدول کېـږي . د ژوند د ښایسته کولو لارې چارې پیدا کړو ، په اولادونو مو تعلیم وکړو ، د خپلې ټولنې نیم غیـري فعال اوجود ( ښځه ) راسره فعاله کړو او د کار زمینه ورته برابره کړو ، حق یې وپېـژنو او د ژوند په ډګر کې یې اهمیت تسلیم کړو .
د جګړې د اور په خاموشه کولو کې د خپل نظام ملا وتړو . د دې هېواد د سرنویشت د جوړولو په برخه لاس تر زنې کېناستل به موږ نور هم بـدبخته کړي .
زه په دې خوشاله یم چې په هېواد کې مو اوسني نظام په خپل ځان د بسیا کولو لاره خپله کړه ، په هغو لارو چارو غور او کار کوي چې موږ د سوال له کچکول څخه خلاص کړي .
په دې غني هېواد کې د هېڅ شي کمی نشته ، که کمی دی نو یوازې د روښانه او جوړونکې فکر او هنرمندو لاسو کمی دی . هـرڅه چې کېـږي موږ باید په خپل ځان متکي شو او نور د پراشوټي اقتصاد خوبونه ونه وینو .
څلور لسیـزې د مخه په همدې افغانستان کې هـرڅه زموږ خپل و ، که وچه وه که سپوره خو زموږ خپله وه . خلک ډاډه و او داسې د تیار خورۍ فکـر ورسره نه و . خو اوس مو دومره ملا ماته ده چې که دوه ورځې پردي اوړه را نشي ، د لوږې او قحطۍ ډار راسره پیدا شي . کوم ملتونه چې د نورو د خیرات په تمه ناست وي ، هېڅ کله به د ښې ورځې خاوندان نشي .
موږ په خپل نـږدې او لېـرې ګاونډ کې داسې هېوادونه پېـژنو چې ملتونو یې ډېـر فقـر او خوارې ورځې په خپل همت سره شاته پـرېـښودې او اوس د چا تر احسان لاندې نه دي ، ښه مثال یې همدا بنګلدېشیان اوپاکستانیان دي . دا دواړه د درېـيـمې نړۍ هېوادونه دي ، د دومره لوی اقتصاد خاوندان نه دي خو غنم ، وریجي او نورحاصلات یې نورو هېوادو ته صادرېـږي . اوس که زموږ حکومت په خپل هېواد کې یوه داسې لاره او پالیسۍ جوړه وي دا د خوشالۍ خبره ده او موږ په خپله راتلونکې ډا ډه کوي . تر کله به د نورو د کاسې په تمـه ناست یوو .