
د سرک په سر درنه جګړه روانه وه ، دولتي ځواکونو کلي او کورونه په درنو وسلو او توپونو ویشتل خو دسرک په سر هم په یو شمیر ټانګونو او اکمالاتي ټيلر موټرو لمبې بلې وې چې د وسله والو مخالفینو په ډزو لګیدلي ؤ او لوګي ېې ټوله فضاء نیولې وه .
شا اوخوا نیمه ګنټه وړاندې مخامخ او لاس په لاس جګړه شوې وه او اوس د مڼو په ګڼو باغونو کې په تری تم شویوسله والو پسې امریکايي چورلکو او کشفي بی پيلوټه الوتکو پلټنه کوله ، څلور چورلکې په آسمان ګرځيدې او نږدې په هر ګڼ ځنګل او د ونو په بیروبار ېې توغندي ویشتل، دولتي ځواکونو هم د غونډیو له سره له خپلو پوستو شا اوخوا سیمه په درنو توپونو او هاوانونو ویشته چې کله کله به د رود پر غاړه کلیوالو له کورونو هم خړ ګرد او دوړه پورته شوه.
موږ دا صحنه د روغتون له کړکیو په پټه کتله ، ټول پوهیدل چې لسګونو ملکي وګړو او کلیوالو په تیره ماشومانو او میرمنو ته به مرګ ژوبله اوښتې وي خو لا هم سرک بند ؤ او ډزې روانې !
ما زر زر د روغتون د ساتونکي یا پیاده جمیل ماما په ملتیا عاجلې خونې او د عملیات خونې ته اضافي درمل بنداژونه ، سپلنټونه او د زخمونو د وینځلو محلولونه یوړول ،په روغتون کې د ننه هر چا د ډيرو ټپيانو د راتللو تیاري نیوله خوڅوک له روغتون وتلی نه شوی ځکه دولتي ځواکونو هر هغه څوک په نښه کول چې په سیمه کې ېې لیدل .
ښايي ځينو ته به دا یوه افسانوي کیسه ښکاره شي خو هغوی چې لا هم د جګړو په ډګر کې ژوند کوي زما خبرې ښې درک کوي .
ساعت وروسته چې وضعیت یو څه آرآم او ډزې بندې شوې ،د کابل -کندهار لاره خلاصه شوه نو روغتون هم په مړیو او ټپيانو ډک ؤ .
میرمنې او ماشومان ډير ټپيان ؤ ، ځينو په لاره ساه ورکړې وه او ځينې ېې په وروستیو شیبو کې روغتون ته راورسول ، په روغتون کې حتی د روغتون پهره کوونکو او کارګرانو هم له ټپیانو سره مرسته کوله ،د ډيرو وضعیت خطرناک ؤ ، د روغتون په یواځني امبولانس کې څلور تر نورو سخت ټپيان کابل ته ولیږل شول ،په داسې حال کې چې په امبولانس کې یواځې یو د مریض کټ ؤ .
ځينې ټپيان بستري شول ، او ځينې په شخصي موټرو کې کابل ته ولیږل شول ، دوې جنازې هم وې چې په روغتون کې ېې ساه ورکړې وه.
د وروستیو را رسیدلو ټپيانو پانسمان روان ؤ چې له ښځینه وارډ د روغتون پاکوونکې (خاله)په بیړه راغله او د روغتون سر طبیب ته ېې ویل چې هلته هم یو ناروغ بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري ، زه، داخله ډآکتر او سر طبیب ښځینه وارډ ته ورغلو، یوه تازه واده شوې میرمن ېې له یوې لرې سیمې روغتون ته راوړې وه، ظاهراً ډاډه ښکاریده ،د ځان وژنې هڅه ېې کړې وه ، په کور کې ېې له خواښې سره په څه خبر لانجه راغلې وه او د زهرو غوړپ ېې کړی ؤ ، په بیړه ېې معده ورووینځله ( لواژ معده ) د جذب مخنیوی کوونکي درمل ېې ورکړل ، خو له بده مرغه چې روغتون ته ناوخته را رسیدلې وه ، دهغوی موټر هم د جګړې له امله ډير وخت د سرک په سر دریدلی پاتې شوی ؤ ، زموږ روغتون په یوه کلیواله سیمه کې ؤ نو ځکه مو د زهرو مشخص ضد درمل( انتي دود) نه درلودل ، په شا اوخوا لنډو روغتونونو کې هم نه پیدا کیدل ، خو د ناروغ وضعیت مخ په خرابیدو ؤ ، هغه ناروغه چې تر څو دقیقو وړاندې نسبتاً ډاډه ښکاریده اوس ېې په مخ کې د ناهیلۍ او پښیمانۍنښې له ورایه ښکاریدې ، د روغتون امبولانس هم نه ؤ ځکه کابل ته ېې ټپيان وړي ؤ ، سر طبیب د ناروغ پایواز ته وویل چې زر ترزره یو موټر پیدا کړي او ناروغ کابل ته ورسوي ، خو لږ ساعت وړاندې جګړه شوې وه او موټر نه پیدا کیدل ، ناروغه چې پوه شوه وضعیت ېې خطرناک دی د ورخطايي ، نا هیلۍ او سختې پښیمانۍ نښې ېې په څيره کې بیخي څرګندې شوې .
ډاکترانو ډيره هڅه کوله چې هغه آرامه کړي خو زهر وینې ته جذب شوي ؤ او شیبه په شیبه ېې اغیزه زیاتیدله .
د نجات ټولې لارې آزمویل شوې وې خو د ناروغ وضعیت ښه شوی نه ؤ ، په ناروغ نوره بی هوشي راتله ، د نا هیلۍ اوج ؤ ، ناروغې چې ښايي په سر کې به ېې د زهرو د خوړلو پر مهال دا ګمان نه کاوه چې د زهرو غوړپ به ېې وروستۍ غوړپ وي ، نور نو ډاکترانو ته زارۍ کولې چې وېې ژغوري ، د بی هوشۍ له هرې څپې وروسته به ېې په زوره چیغه کوله چې د خدای په خاطر ما وژغورئ ، تیروتنه مې وکړه ، بد مې وکړل .....
خو اوس پښیمانتیا هیڅ ګټه نه کوله د واړه روغتون نږدې ټول طبي کارکوونکي ترې راټول ؤ ، او د د ټولو په سترګو کې اوښکې ډنډ وې ، د مایوسۍ څپه په ټولو خپره شوې وه او یواځې د ناروغ له نا امیدۍ او مایوسۍ ډګو د مرګ په کومې کې وروستیو چیغو او زاریو ته ېې غوږ ایښی ؤ ، د ناروغ پایوازانو یوه اوبله خوا منډې وهلې تر څو کوم موټر پیدا کړي او ناروغ د ژوند په تمه کابل ته ورسوي ، نو له بده مرغه چې اوبه نور تر ورخ تیرې شوې وې ..
په ناروغ بیا هم د بی هوښۍ څپه راغله خو دا ځل ېې وروستۍ څپه وه او بیا را ویښه نه شوه ، په همدې ترځ کې بهر د موټر غږ هم شو او پایواز ېې په منډه د روغتون انګړ ته راننوت ، ټولو ډاکترانو سترګې ښکته اچولې وې او چا په ځان کې د ناروغ پایواز ته د کتو جرئت نه درلود، پایواز چې د ناروغې بی روحه جسد ولید څو بی اختیاره کړیکې ېې له خولې ووتلې ،بهر ډریور ته د روغتون ساتونکي ویل چې د موټر چوکۍ د ناروغ نه بلکې د جنازې وړلو لپآره چمتو کړي ... عماد الدین پژمان