
هغه متل دی چې رښتیا راځي دروغو به کلي ړنګ کړي وي . موږ چې په ښارونو کې اوسېـږو او د یو شمېـر پروژیي رسنیو زهـرجن تبلغات اورو داسې ګمان کوو چې سهار چې له خوبه را پاڅو هيڅ به نه وي پاتې ، نه حکومت ، نه ملي اردو ، نه نظام او نه هم ښارونه ، ټول به یو لوی ښامار تر ستوني تېـر کړي وي . داسې تصور یوازې په افسانوي کیسو کې کېدای شوای چې خلکو ته به د خوب په مهال ویل کېـدلې . د یووشتمې پېـړی مـتمدن انسان د سري چوک په داسې اوازو پسې سر نه ګـرځوي .
میاشت مخکې مې د یوه خصوصي تلویزیون یوه خپرونه لیدله، د یوه سرحدي ولایت په ولسوالیو کې یې جوړه کړې وه ، خوښه مې شوه . د کلیو خلک د دې وطن په راتلونکې باوري و، له ژونده تر ډېـره بریده خوښ برېـښـېـدل، په ځان او خپلو امنیتي ځواکونو یې پوره ډاډ و . له ځان سره مې وویل: دا څوک دې چې په دې وطن کې د ورانیو او بې امنیتۍ تبلغات کوي ؟ دا څوک دي چې د نظام د سقوط خبرې کوي ؟ دا څوک دې چې په خپلو ملي امنیتي ځواکونو بې باوره دي او د دوی سرښندونو ته په کم نظـر ګوري ؟
خبره تر ډېـره برېـده سپیـنه ده ، دا هغه خلک کېدای شي چې ټول عمر یې د اوبه خړي کړه او کبان ونیسه ، تر فرمول لاندې ژوند کړی دی . دوی د خپلو ځانګـړو موخو لپاره داسې تبلیغات کوي چې هرڅه خدای مه کړه برباد او تبا وښیـي. د دوی لاس په باد راوړو پروژو له لېـټۍ ختلی دی . اوس د دوی شخصي اکاونټونو ته بې پوښتنې او په یوه لاسلیک شنه ډالـر نه جمع کېـږي ، ځکه چې په افغانستان کې نظام د معیار، مسوولیت او په ځان د باور خواته روان دی . خلک او وطن مو د ګـټې ، بقا او خود ارادیدیت په لورقدم اخلي ، لـږ خورو خو خپل به خورو . امکان شته چې زموږ د نظام نننی پالیسي به د ځینو پردي پالو په ګټه نه وي او دوی د داسې موقع په انتظار وي چې نه په کې پوښتنه وي او نه هم حساب ، چې څه دې وکړل ښه دې وکړل . خبره دلته ده چې ملت له چاسره دی ؟
ملت په خپل هېواد کې د موجود نظام ملاتړی دی . ملت نور خپل سرنویشت د دغلو په لاس نه ورکوي ، ملت مو په خپل ځان ، نظام او خپلو ملي امنیتي ځواکونوپوره باوري دی .
ایا هغـوۍ چې له دې اوسني نظام سره په جګړه بوخت دي ، تر موږ پیاوړي دي ؟
ځواب بیا هم منفي دی چې نه ، کله هم نه .
وسلوالو مخالفینو تر اوسه څو ولایتونه او ولسوالۍ سقوط کړې دي او څویې ساتلي دي ؟
هغـوی داسې کومه لویه وسله لري چې موجوده نظام یې نه لري ؟
څوک به ووایې چې تر اوسه د ملي امنیتي ځواکونو یو ټولی عسکر مخالفینو ته د زور له لارې تسلیم شوي وي ؟
ځینو د ګوتو په شمېـر اشخاصو او بهـرنیو رسنیو داسې پوچ تبلغات کول چې افغانستان به په 2014 مېلادي کال کې چې بهـرني پوځونو له دې هېـواد څخه وځي ، محوه شي خو افغانستان محوه نشو . لــږ وروسته بیا ځینو پردي پالو کړیو خولې خلاصې کړې چې دا نوی حکومت به یو کلن هم نشي او سقوط به وکړي خو خبره داسې نشوه ، نظام ورځ تر بلې قوي کېـږي ، خلک په خپل لاس د جوړ کړي نظام په ملاتړ غونډې جوړوي ، بهرنۍ نړي یو ځل بیا خپلې ژمنې له افغانستان سره نوې کوي ، ملي امنیتي ځواکونو ته پرمختـللي وسلې او جنګي الوتکې سپارل کېـږي چې پخوا دا کار نه کېده ، هره ورځ د دې خاورې بچیان د مـسلکي زده کړو لپاره نورو هېوادو ته لېـږل کېـږي ، د نړۍ لویې اقتصادي پروژې د افغانستان په شمولیت ځان ډاډه حسابوي او قـراردادونه لاسلیک کوي خو یو څو تنه بیا دلته د نظام د سقوط خبره کوي .
یو څوتـنه دلته د سیاسي تشې خبرې کوي ، غواړې نظام کمزوری کړي او د دوی د تبلغاتو کرغـېـړن ډول ته خلک د وارخطایي اتڼ وکړي چې دا له امکانه لري خبره ده .