چارلي ویلسن او د سټنګر پر مټ د افغان جهاد بریا



په افغان جهاد کې د امریکا د کانګریس د هوښیار خو عیاش او په کور دننه بدنام غړي چارلي ویلسن ونډه داسې ده لکه په مرمۍ کې د باروتو. همدی و چې له پخواني شوروي اتحاد سره د افغانستان د جهاد په وخت کې یې د ټانګ او جنګي تیارې ضد پياوړې وسلې د پاکستان په لاس افغان مجاهدینو ته رسولې. د (Charlie Wilson s War) په نوم کتاب او مستند فلم - د افغان جهاد له ډراماټیکې بریا پرده پورته کوي او ښيي چې دغه امریکايي سیاستوال د پردې تر شا د افغان جهاد په بریا کې څومره مهم رول لوبولی. چارلي ویلسن ولې د شوروي ماتې ته لېوالتیا درلوده او څنګه یې سټېنګر توغندي تر مجاهدینو ورسول؟ چارلي د خپلې ځوانۍ په لومړیو کې په داسې حال کې چې امریکا په هر ډګر کې د خپل معاصر تاریخ زرینې کارنامې ثبتولې، سیاست ته مخه کړه او د سمندري ځواکونو د غړي په توګه یې په سیاسي-نظامي تکیتیکونو کې ځانګړی مهارت ترلاسه کړ. دی د ډیموکراټ ګوند فعال غړی و او په ۱۹۷۲ کال کې د امریکا د استازو جرګه ګۍ غړیتوب ترلاسه کړ. د چارلي ویلسن د دفتر ټولې کارکوونکې ښکلې نجونې وې. دی عیاش خو عیار انسان و. په امریکا کې د شوروي د ماتولو لپاره سیاستوال هر ډول قربانۍ ته حاضر وو او له همدې فرصت څخه په استفادې ویلسن د شوروي اتحاد پر وړاندې د سړې جګړې په لیکو کې خپل رول پیاوړی کړ. چارلي ویلسن د دغې جګړې د پرمخ وړلو لپاره اړ و چې د وسلو جوړولو له ډان (اسراییل) سره ملګرتیا جوړه کړي. د همدې ملګرتیا پر اساس ده څو وارې اسرايیلو ته سفر وکړ او هلته یې د وسلو جوړولو شرکتونو له مهم سټو سره خبرې وکړې. د ده پر مفکوره د امریکا حکومت خبر او پوره ملاتړ یې کاوه، ځکه یې ویلسن ته له هغه وروسته چې د شوروي د ماتولو په برخه کې ورته د ویلسن فعالیت مهم وبرېښېد، هر ډول مالي امکانات برابر کړل. امریکا په لومړیو کې د افغانستان جهاد ته ۵ میلیون ډالر ځانګړې کړي وو، خو ویلسن هغه دوه برابره او کرار کرار د تقاضا پر اساس ډېر کړل. چارلي اړ و چې په دې جګړه کې د پنجاب ملګرتیا ته لاس اوږد کړي؛ هماغه و چې د پاکستان د وخت له ولسمشر ضیاالحق سره یې اړیکې ټینګې کړې. پاکستان د خپلې بقا لپاره اړ و چې د پیسو پر وړاندې هر ډول دلالي په هر ډول قالب کې ترسره کړي. چارلي ویلسن له ده او د پاکستان له دوو لوړ پوړو قومندانانو ډګر جنرال راشد او کرنیل محمود سره لیدنه کوي
. ضیاالحق: سفر مو اوږد و، ښايي تږي شوي به یاست.
چارلي ویلسن: هو بلکل، غواړم یو ګیلاس یخ له ویسکي (شرابو) سره که کاناډايي وي یا بل هر ډول وي راکړئ.
ضیاالحق (او دوه پوځي مشران یې یو بل ته حیران حیران ګوري):بښنه غواړم ښاغلیه موږ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې الکول او شراب نه لرو.
چليار ویلسن له لنډ مکث وروسته: بلې واقعاً تاسو یې نه لرئ. زه بښنه غواړم. همم نو بیا یو جوس...
ډګرجنرال راشد د ماڼۍ خدمې ته: صیب ته یو جوس راوړه.
چارلي ویلسن (په ستړې موسکا): سړی چې نابلده وي تېروتنه کېږي.
ضیاالحق (په خندا): نه
چارلي ویلسن: سمه ده
ضیاالحق خپل پوځي جنرال ته د اصلي موضوع پيلولو اشاره کوي.
ډګرجنرال راشد: نو، تاسو په پوله له وضعیت څخه خبر یاست؟
چارلي ویلسن: بلې صیب، فکر کوم خبر یم او زما په نظر وضعیت خراب دی. زه په تګزاس کې له ډېرو مواردو خبرېدم.
ضیاالحق: تاسو په کانګریس کې د تګزاس استازیتوب کوئ؟
ویلسن: بلې
جنرال راشد: دری میلیونه افغانان د څارویو په څېر په پاکستان کې اوسي او دوه میلیون نور ایران ته تښتېدلي دي.
ویلسن: بلې پوهېږم
کرنل محمود: دوه میلیونه نور معیوب دي.
جنرال راشد: لسګونه زره کسان وژل کیږي او پاتې نور له وېرې هره ورځ پاکستان ته رامات دي. جنرال محمود: غواړې شمېر یې درته معلوم شي؟ د افغانستان پنځمه برخه خلک اوس په پوله پاکستان کې پراته دي.
چارلي ویلسن شوکه شوی او سر ښوروي
.. ضیاالحق: زه غواړم پدې پوه شم چې ستاسو د بهرنیو چارو وزارت ولې دلته داسې کس موږ ته رالېږلی چې فکر کوي په ستونزو پوه دی؟ ځکه زه فکر نه کوم چې په کانګریس کې د تګزاس یو استازی دې پدې مسایلو پوه وي.
ویلسن: زه په اصل کې د بهرنیو چارو وزارت دلته نه یم را استولی؛ په واقعیت کې زه د دوستۍ او حسن نیت له مخې دلته راغلی یم.
ضیاالحق: زه حسن نیت ته اړتیا نلرم. زه الوتکو، وسلو او پیسو ته اړتیا لرم.
ویلسن: خو موږ د پیسو شمېر دوه چنده ډېر کړ..
جنرال راشد (په خبرو کې مداخله کوي): شمېر مو له ۵ میلیون ۱۰ میلیون ته لوړ کړ؟!"
کرنل محمود: ملنډې وهئ؟
ویلسن: نه جنرال راشد: ریشخند وهئ؟
ویلسن: نه
صیب ضیاالحق: د کانګریس ښاغلی غړیه، د دوی د خبرو موخه دا ده چې د امریکا لخوا د شوروي پر وړاندې د جګړې لپاره ۱۰ میلیون ډالر بیخي کمې پسې دي او له ریشخندۍ او ملنډو پرته بل څه نشي کېدای
. ویلسن (وارخطا): په خبره مو پوه شوم. اجازه راکړئ چې یو څه وضاحت وړاندې کړم. متحده ایالت ستاسو ملاتړ ته لېوالتیا لري...
جنرال راشد او کرنل محمود (په ګډه مداخله کوي او په لوړ غږ): نه اصلاً هم ملاتړ نه کوئ.
کرنل محمود (په غصه): ما په اکسفورډ کې د دې مانا کتلې ده. متحده ایالت لیوالتیا نه لري چې زموږ ملاتړ وکړي .
ویلسن: خو، موږ تاسو ته F16 الوتکو درکولو وړاندیز کړی او تاسو یې نه غواړئ. ضیاالحق: خو تاسو پر موږ رادار نه پلورئ.
جنرال راشد ( په غصه): بیخي ملنډې دي دا.
ضیاالحق: پدې ډول زموږ امریکايي دوستان د شوروي پر ضد زموږ ملاتړ کوي.
جنرال راشد (بیا هم په غصه): تر دې کرغېړن کار بل نشته.
ضیاالحق: تاسو پر موږ الوتکې پلورئ خو رادار نه، تاسو موږ ته د لومړۍ نړیوالې جګړې وسلې راکوئ، په داسې حال کې چې د شوروي جنګي الوتکې هر څه چې پیدا کوي له منځه یې وړي. خلک، څاروي، خوراکي توکي هر څه.
جنرال راشد (په سخته لهجه): دا ډول ملاتړ مو نه دی په کار.
ویلسن: بلې بلې
کرنل محمود: تاسو په اسرايیلو رادار پلورئ، نو له همدې دی (جنرال راشد) وايي نه دي په کار دا ډول ملاتړ.
ویلسن (په ژوره اندېښنه او سر ښورولو): بلې بلې پوه شوم، هو.
ضیاالحق: دغه راز باید وسلې او مرستې هم زموږ په وسیله ترسره شي.
ویلسن (په حیرانتیا): بښنه غواړم؟!
ضیاالحق: دا د ستونزې یوه برخه ده. وسلې او مرستې باید موږ ورسوو؛ موږ پدې ډول جګړو کې تجربه لرو او ستاسو CIA پدې برخه کې خواشېنوونکې تجربه لري او پاتې راغلې ده.
ویلسن (په خوشینۍ حالت): هو، داسې باید ونه ویل شي.
ضیاالحق: هغوی (سي ای اې) هغه سل شوروي عسکر په نښه نه کړای شول چې افغانستان ته روان وو.
ویلسن: سمه ده؛ موږ به دا غوښتنه په پام کې ونیسو.
ضیاالحق: ما به همداسې ویلي وای. ویلسن (په دقت او ژور فکر دواړو پاکستاني قومندانانو ته په دقت نظر اچوي): ستاسو له مېلمستیا مننه کوم. زه به ستاسو پیغام د خپلې کمېټې رییس ته ورسوم او د هغوی د پاملرنې غوښتنه به وکړو.
ضیاالحق: اجازه راکړئ تر دروازې مو ملتیا وکړم. دواړو د پاکستانۍ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په داسې حال کې چې پوځي تشریفات ورته سلامي کوي، د دروازې خواته راونیږي. ضیاالحق (له ویلسن سره د قدم وهلو په حال کې): مخکې له دې چې تاسو سره ووینم ستاسو د شخصیت په اړه مې معلومات ترلاسه کړل د ستاینې وړ یاست
. ویلسن: بلې همداسې یم.
ضیاالحق: خو ما همدا راز اورېدلي چې د هغو شیانو وعده نه ورکوئ چې نه یې شئ عملي کولی. ویلسن: هو داسې ژمنه نه کوم ښاغلی ولسمشر.
ضیاالحق: نو بیا راسره ژمنه وکړه. پېښور ته ولاړ شئ او د کډوالو کمپونه وګورئ.همدا نن او همدا اوس. پېښور ته ولاړ شه او په خپلو سترګو ټول حال وګوره. زموږ چورلکې به تاسو هلته ورسوي. ویلسن: سمه ده. ولاړ به شم.
ضیاالحق مننه کوي او ویلسن رخصتوي.
ویلسن د پاکستاني چارواکو په حرص او مطلب پوهېږي خو د افغان کډوال کمپ ته ورځي او هلته د افغان کډوالو د خورا بد ژوند ننداره کوي. ورپسې د سي ای اې له یوه پخواني کارکوونکي سره چې هغه هم د شوروي لښکرو ماتې ته خورا لېوال و، بلدېږي او د هغه په مرسته له اسراییلو د سټنګر توغندیو رانیولو هوډ کوي. له اسراییلو د سټنګر توغندي رانیول د افغانستان په جګړه کې د شوروي لښکرو لپاره ګران تمامېږي او هغه مجاهدین چې له کلاشینکوف او د پاکستان او امریکا په لاس له نورو زړو وسلو پرته یې د نورو وسلو تجربه نه وه کړې، په ډراماټیک ډول سرې لښکرې له ماتې سره مخ کوي. هره ورځ سرې لښکرې ګڼ سرتیري له لاسه ورکوي او جنګي الوتکې چې د شوروي د جګړې د ملا تیر وې، په پرله پسې ډول نسکوروي او ټانګونه یې هم په نښه کوي. همدغه و چې (د سلواغې یا دلو په ۲۶مه سرې لښکرې تېښتې ته اړ کیږي.) د سرو لښکرو وتل د جهادي تنظیمونو د خپلمنځیو جګړو او پر واک نه جوړېدو له امله افغانستان ته د مثبتې پایلې پر ځای کور په کور جګړه او بربادي ورپه برخه کوي، خو امریکایان په کوردننه چارلي ویلسن او ملګري یې ستايي او د شوروي اتحاد د ماتې او بیا پاشل کېدو جشن نمانځي. دوی د افغانستان د جهاد بریا خپله بریا بولي او افغانستان چې نور د دوی د ګټو محور نه و، د پنجاب د ډول ډول نخرو غېږ ته سپاري...