
مور به يي ورته د ډېرې مينې پوو کړى ګل ويلې،په رښتيا هم چې کم ترې نه وه، د کلي لويانو څه چې ماشومانو ورسره بې درېغه مينه کوله،کله به چې د ښوونځي رخصت شو،د کلي او ښوونځي پر هغه لويه لار به ورته د ماشومانو يو ډلګى ولاړ وو،څنګه به يي چې پر هغې سترګې ولګيدې غونډو به په يوه منډه ځانونه ور ورسول،نواب به چې د کلي ماشومان وليدل چې د هغې خواته ور روان دي،هملته به يي دواړه لاسونه پراخه کړل،او ټول به يي په غېږ ونيول وروسته به يي ترې پوښتنه وکړه،څوک غواړي چې کله غټ شو زما غوندې به مکتب ته ځي؟
ټولو به په يو اواز وويل زه زه زه;نواب به مسکى شو او جېب ته به يي لاس او په خپل لسګون اخيستل شوي چاکلېټ به يي په دوى تقسيم کړل،هغه لسګون چې نواب ته به يي خپلې مور ورکاوه،چې زويه تر دولس نيمو بجو په مکتب کې وچې شونډې ناست يي پدې دې ځانه څه شې اخله،خو نواب د ماشومانو د ملګرتيا پاللو لپاره هېڅ کله هم څه نه اخيستل...
د کلي لويان شايد پدې هم خوښ وو،چې د هغوى اولادونو سره يي مينه کوله،ځکه مور او پلار همېش د خپل اولاد خوشحالي غواړي,او د دې خبرې هغه چاته مالومات کېږي چې خپله اولاد نه بلکې اولاد ولري...
وروسته به بيا په ډېره مينه ماشومانو سره روان شو،چې کله به کور ته نږدې شو ماشومانو به کور ته نه پرېښوده چې ولاړ شي؛عجيبه مينه د تنکي ځوان او ماشومانو تر منځ موجوده وه،نواب به هر وخت پدې فکرونو کې وه،چې څنګه وکولاى شي چې د خپل کلي شته او راتلوونکى نسل د قلم او کتاب سره اشنا کړي,نواب په ډېره کمه موده کې هغه بد او زړه توري زړونه په ډېره ماهرانه ډول مکتب سره اشنا کول;
کله به يي چې ماشومانو ته چاکلېټونه ورکول،نو ورته به يي ويل چې نن مې راته استاد ډېر چاګلېټونه راکړل،ځکه ډېر درس مې ويلې ٶ،او کورنۍ دنده مې هم استاد ته وښوده;
په رښتيا هم نواب يو استعداد لرونکى ځوان و،هغه به همېش په مکتب کې ښې او لوړې نومرې ترلاسه کولې،ټولو استادانو ته د زړه نه ګران و،هر استاد به چې کوم ښه کتاب پېدا کړ خپله تر لوست وروسته به يي نواب ته ډالۍ کاوه...
نواب پداسې حالاتو کې خپله مبارزه پېل کړه چې يو خوا يي د غربت درنې سپېړې پر مخ وهي او د ستونې يي کلک نيولى چې ساه اخيستلو ته هم وخت نه ورکوي؛او بل خوا د وخت کړغېړن او سوړ باد چې ګوتې قلم نيولو ته نه پرېږدي او زړونه د ډېرې ګډوډۍ لړزوي،خو قوي هوډ او عظم هر څه بدلولې شي;
نواب دا مبازه د ماشومانو د ذوق مطابق د چاکلېټونو پېل کړه،هغه به هر لمانځه کې دا دعا کوله چې،خدايه زما او نورو ملګرو قلم بې رنګه نکړې او هېڅکله راته سپينې پاڼې خلاصې نګړې..
د دولسم ټولګي فارغېدو وروسته د ښار په يوې څنډه کې د ښوونکې په توګه مقرر شو،هغه دې دندې ته ډېر خوشحاله و،که څه هم دومره پېسې يي نه ترلاسه کولې خو بيا هم خوښ ٶ؛کوښښ يي کاوه چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او خپل د خوښې پوهنځى ولولي،هغې چې څومره پېسې ترلاسه کولې په نيمايي پېسو يي خپله کورسونه تعقيبول او نيمايي پېسې يي د کلي ماشومانو ته بېلولې،په لومړي ځل يي فقط وکولى شول،چې لس ماشومانو ته قلم،کتابچه او کتاب واخلي هغه کتاب نه چې استاد يي په تدريس نه پوهيږي،او د شاګرد د سويي لوړ وي،بلکې اسانه او ساده کتاب،د صنف جوړولو وروسته په لومړۍ ورځ يي ماشومانو ته وويل چې سبا هر يو خپلې ټولې بيلورۍ راوړۍ،په هغې حساب زده کوو،هر ماشوم سبا خپلې بيلورۍ راوړلې او نواب ته ي ورکړى خو د ټولو يي يو ځاى وانخيستې بلکې جدا جدا هر ماشوم به خپلې بيلورۍ شمېرلې او نواب به ورته په تخته ليکلې چې ګوره داسې ليکل کيږي،11,12,16او نور،تر څو ورځو وروسته يي د منفي عمليه پرې اجرا کړه هر ماشوم به خپلې بيلورۍ خپله غورځولې او نواب به ورته په تخته ليکل چې تاسره 16بيلورۍ وي 7دانې دې ترې وغورځولې نو 9دانې پاتې شوې،وروسته به يي ورته وويلې چې اوس د 9دانو 5دانې وغورځوه څو پاتې شوې؟ماشوم به په خندا شو ځکه ځواب به يي ساده او اسانه و،زر به يي وويل 4 پاتې شوې...
چې به کله ماشومان رخصت شول،په لاره به يي يو بل ته ويل ما مې خپلې بيلورۍ لرې وغورځولې،بل به وويل نه ما لرې وغورځولې،نواب به ورته د لرې مسکې ولاړ و،ځکه هغه خپل هدف ته په صحيح لار روان و،د يو څه شېبې وروسته به د ماشومانو څنګه ته ورنږې شو،او د اړخ جېب څخه به يي دوه چاکلېټونه راوويستل او دواړو ته به يي د خندا په قلم سل سل نمرې ورکړې;دا او ځينې نور کارونه و،چې په کلي کې به څه خبره شوه،نو د ځوان نواب نظر به پکې ضروري ٶ؛
ورځ تر بلې د کلي اوسېدونکو ژوند ښه کېده،کينه،حسد،توربورولي له منځه تلل،کله به چې په کلي کې ښادي شوه او ټول کليوالو به ښادي لمانځله،نواب به په جامو کې نه ځايده،همدارنګه په غم کې هم،کېداى شي همدا وجه وي چې د کلي ټول خالي کورونه بېرته ډګ شول،خو د کلي دوښمنانو نواب باندې، د وخت بدرنګه ټاپه ورپورې کړه او هغه يي مجبور کړ چې د کلي والوزي؛
هغه د ډېرو مزلونو وروسته په يوې بيديا کې وزرونه را ټول کړل،او هلته استوګن شو،اوس هم د کلي ماشومانو ته په تمه وي،چې څنګ ته به يي راځي او درس به وايي دې به ورته خواږه چاکلېټونه ورکوي؛خو نه ورته د کلي ماشومان راځي او نه يي هم په جېب کې چاکلېټ شته،نواب په همدې فکرونو کې ډوب شي او تندي ته لاس ورکړي،بيا د اوښکو نه رنګ جوړ کړي،وروسته په ټپ اواز قلم ته ووايي:
د تورو شپو ملګريه!
د کلي صوېرو او باسېطو مې ډېر يادېږي.
پاى
قسيم حميدزى
هامبورګ2016/2/12