زه او ته چې ماشومان وو

په د ې هيله چې دغه شعرچې زما دډېروترخو شېبوانځوردی خپورکړئ ، زه چې اوس کله خپل ماشومتوب راپه يادکړم نودغه نظم په خپل کمپيوټرکې رااړوم اووسره ژاړم ګوندې وي د روهي لوستونکي هم په کې خپل ماشومتوب وګوري
ګل رحمان رحماني
ننګرهارپوهنتون

 زه او ته چې ماشومان وو
 شاعر:  ګل رحمان رحماني

زه او ته چې ماشومان وو
په يوه داسې لار روان وو
چې له مونږ مخکې پرې تللي
سپينکي ستوري د آسمان وو
د لالونو په اميدو مو
لاس کې اخيستي ښاماران  وو
٭٭٭
زما دزړه په توره دړه
چا ليکلي يو داستان دى
هر يو تورى يې سپين ستوری
اوسرليک يې شين آسمان دى
ځه چې دې داستان ته غوږ شو
سوي څړيکې يې عنوان دى
٭٭٭
ته راويښه شه له خوبه
دلته کښينه بسترې ته
يوه کيسه درته کومه
يوه خبره مې راغله خولې ته
په کيسه کې پټپټانی
دواړه ځو هغه کوڅې ته
٭٭٭
نه اول زاړه جومات ته
له دې خپلو سيپارو سره
پلار وهلى له خپل کوره
له وړو وړو سلګو سره
د ملا مخ کې به ناست وو
هلکانو جينکو سره

٭٭٭

تابه مخکې سبق تېر کړ
مابه وروسته سبق تېر کړ
 د ملا لاس کې شنه لښته
يو او بل مو سره هېر کړ
د سپارې د مخ هر تورى
تا به زور کړماپه زير کړ
٭٭٭
په شريکه سپاره کې
دواړو ويلى سبقونه
نښانه مو پکې ايښې
هره پاڼه کې ګلونه
د تاووس شينکۍ بڼکه
د غوټيو تصويرونه
٭٭٭
د سبق وخت به چې خلاص شو
بيا به جوړ آمين آمين شو
د آمين په بدرګو کې
به ملا له خندا شين شو
ستا په مخ خولې راماتې
له خولو نه به تک سپين شو
٭٭٭
وى وى  دا خو په ژړا شوې
زه کيسه کړم او ته ژاړې
چې په زړه داسې نرۍ يې
بيا نو ولې کيسې غواړې
د کيسې په دغه سرکې
ته په کومو خيالو لاړې
٭٭٭
اوف کيسه شوه را هېره
رسيدلى تر کوم ځايه
د کيسې سر رانه ورک شو
څه هېرجن  يمه وه خدايه
اوښکې وچې په دسمال کړه
رسومه يي تر پايه
٭٭٭
زه پوهيږمه چې تاته
در په ياد څه خاطرې شوې
ستا د اوښکو ملغلرې
په ګرېوان دانې دانې  شوې
واه دا سترګو ته دې ګوره
څه موزونې ترانې شوې
٭٭٭
هه! راياد پاتې کيسه شوه
راوتو چې له جوماته
زما لاس کې سپاره وه
او بل لاس مې درکړ تاته
په کږو وږو وزينو کې
وو روان د ديوال خواته
٭٭٭
يوه شيبه به تېره نه وه
شوو به سر په پټپټانو
په کوڅو کې به خوره شوه
يوه غوغا د ماشومانو
چې به خلاصې کنډوالې شوې
تاوېدلو به له توتانو
٭٭٭
دلته ماته ژړا راغله
صبر اوښکې پاکومه
که شي بېرته درپه ياده
داکيسه درته کومه
ته رادې خواکړه پړونى
لوند ګرېوان پرې وچومه
٭٭٭
ګوره څومره ښه کيسه ده
هم غزل دى هم ټپه ده
چې وېده نشې ته غوږ شه
کيسه دلته لږ خوږه ده
غبرګ غوږونه  دى پرې کيږده
يوه ماشومه خاطره ده
٭٭٭
زه او ته چې کوچني وو
په خداى داسې ليوني وو
چې مات کړي مو په کاڼو
د مرمرو سپن غمي وو
ها د شنډ توت سره د ياد شي
چې سواره په توغندي وو
٭٭٭
له کارتوسوبه مو جوړې
څه وړې وړې ګوډۍ کړې
په باروتو به مې ښکلې
د ليځکو کوټڼۍ کړې
او د کاڼو تر اوښانو
په مو لاندې سرې غوټۍ کړې
٭٭٭
څه وړې وړې سندرې
ما او تاسره ويلې
ماپه سل سندرې راوړې
بيا به ستا نه خوښېدلې
خو اخير به څو سندرې
مونږ په غبرګه واخيستلې
٭٭٭
ماشومتوب هم عجيبه وي
آه سلګۍ مې خولې ته راغله
د سندرو  يوه  مسته
ښاپېرۍ مې خولې ته راغله
راته ياد يوه ټپه شوه
په سختۍ مې خولې ته راغله
٭٭٭
خو ټپې مو ډېرې ډيرې
له شپونکي نه اوريدلې
د ټپو له سپين کتابه
تا ياد کړي ما ياد کړي
هم پوهېږو چې ملالې
څه په شرنګ سره ويلې
٭٭٭
ما او تا به کړلې لوبې
چې خوره به اوازه شوه
يو شېبه به تېره نه وه
راښکاره به جنازه شوه
ها د پورې غره لمن کې
د شپونکي کورته کږه شوه
٭٭٭
ها زما تر ملا مچنوغزه
دهمدې شهيد شپونکي وه
پټه کړې مې ترې نوه
ده راکړې شيريني وه
يوه ورځ رمه ترې ورکه
ماورکړې نښاني وه
٭٭٭
مونږ د کلي په جومات کې
د شهيد شپونکي په غم وو
مړه پسونه خو لاپريږده
سرلکي خوړلى بم وو
د وروستۍ دعا لپاره
د شپونکي کور کې راتم
٭٭٭
چې په کلي کې ژړا شوه
اويو بل تابوت يې راووړ
د سرو وينو په الوان کې
ديوه ګل تابوت يې راووړ
په کفن کې دشنو پاڼو
د بلبل تابوت يې راووړ
٭٭٭
ددې کلي هغه ځوان وو
چې په آس لاړو غزا ته
چې له مور يي مخه ښه کړه
ما دروښودلو تاته
نن يې تورې څڼې نشته
ککرۍ يې سل ځه ماته
٭٭٭
دا دکلي وروستۍ ځوان وو
چې مرګ پريښى له نظر وو
په آتڼ له هر چا مخکې
څڼه ور وو څڼه ور وو
دزمري په څېر ورغلى
د روسانو په لښکر وو
٭٭٭
هغه آس چې د دده پلار وو
له پخوا څخه ساتلى
نن پنځوسو الوتکو
په درنو بمو ويشتلى
وو شهيد له خپله پلاره
په زارو زارو بيولې
٭٭٭
د شهيد په جنازه وو
چې دوې تورې الوتکې راغلې غبرګې
دشهيد زخمي بدن يي بيا لمبه کړ
ورسره دکلې پېغلې ځوانيمرګې
ستا واړه لاسونه سره پخپلو وينو
له باروتو شولې ډکې زما سترګې
٭٭٭
ها د پورې غره لمن کې
يوه د ستورو کرونده ده
په کې خښ د رڼا تخم
يوه پلنه هديره ده
هر يو قبر د شهيد دى
دا سپينکۍ شناخته دده ده
٭٭٭
هغه وران او خړپړ قبر
زمونږ دکلي د شپانه دى
ها په شناخته شپيلۍ ګورې
په همدې سره نښانه دى
بس زما په دې کيسه کې
دا مثال د ژوندانه دى
٭٭٭
زه ژړا واخيستم ګرانې
اماته راته اودېږې
 نه توبه ګرانې غلت شوم
ته خو هم راسره ژړيږي
په دې توره نيمه شپه کې
لکه شمه داسې ويليږي
٭٭٭
اوس چې کله کله لاړ شو
هغه شنې پورې غونډۍ ته
بيا راوګورو په مينه
هر هلک نجلۍ ته
بس له درده پناه يوسو
دکوچيانو يوې کيږدۍ ته
٭٭٭
غم لړلې ماشومتوب وو
دباروتو په لمبو کې
لکه اوس چې در په درپه
داسې وو هغوختوکې
لکه سيند چې ګلاب يوسي
دباران خړو اوبوکې
٭٭٭
دا کيسه  مې دخيالو
په لوغړن د ېوال ليکلى
خو په خداى که بې له تا مې
وي بل چا ته د اسې کړې
هغه تېره زمانه مې
په زړګي راګرځيدلې
٭٭٭
نور ورځه که اوده کيږې
مونږه هسې ټوله اوده يو
خو که ګل يو ګه اغزي يو
په سرو وينو کې راشنه يو
تا ته ټول مالوم مالوم دي
زه به څه وايم چې څه يو
٭٭٭
نن مې خيال کې راميلمنه کړې
اوس ته چېرې يې راغلې
چې په ښه او بده پوه شوو
بيا مې کله يې ليدلې
خو په دې مې کلک باور دى
چې زه تا او ته په ماپسې ځورېدلې
١٥/١٢/١٣٨٢
ګل رحمان رحماني
 
خپرونکئ : زه هره ورځ ډېرې د درد او غم کيسې خپروم ، خو ژړل به مې نه  ! ما ويل ، چې زړه مې لکه چې د پوﻻدو په شان په توديدو او سړيدو کې کلک شوی .  خو دې شعر ته ټينګ نشوم ! تاسو ته يې مبارکي وايم !!!