
د ننګرهار والي د پرلپسې وړاندیزونو او د جمهور رئیس د ځآنګړې لارښوونې په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې د غازي امان الله خان مزار په اساسي ډول جوړیږي .
د دغه مزار د جوړېدو په موخه د ښار جوړونې وزارت مرستیال امرالدین سالک په مشرۍ یو پلاوي نن د سلواغې په ۲۲مه ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت والي سلیم خان کنوزي سره لیدنه وکړه .
د ښار جوړونې وزارت مرستیال امرالدین سالک وویل : د جمهور رئیس په لارښوونه یې ننګرهار ولایت ته د بېلابېلو ادارو د استازو په ګډون سفر کړی او موخه یې د غازي امان الله خان مزار د جوړېدو په موخه تخنیکي سروې ترسره کول دي .
هغه زیاته کړه، د دغه سروې وروسته به د دغه مزار لپاره بودیجه هم ځآنګړي شي او د دوی تخنیکې ډلې له لورې به ځآنګړي د مزار ډیزاینونه هم جوړ شي،چې تر منظورۍ وروسته به یې عملي چارې هم پیل کړي .
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل : په اساسي ډول د هېواد د خپلواکۍ اتل غازي امان الله د مزار د جوړېدو په موخه یې جمهور رئیس، اطلاعاتو او کلتور وزارت او همدا راز د کابینې په غونډه کې یې هم وړاندیزونه ترسره کړي دي .
نوموړی د خپلو خبرو پر مهال خوښي څرګنده کړه،چې په وړاندیز یې د جمهور رئیس په لارښوونه د غازي امان الله خان د مقبرې د جوړېدو په موخه یو با صلاحیته پلاوي دغه ولایت ته سفر وکړ.
د ننګرهار والي همدا راز د غازي امان الله خان د مقبرې د جوړېدو په موخه خپله طرحه هم د یاد پلاوي سره شریکه کړه او همدا راز یې زیاته کړه،په جلال اباد ښار کې د سراج العمارت او امير شهيد دوه تاریخي بڼونه په تاریخي لحاظ ځآنګړي ارزښت لري .
د ښار جوړونې وزارت د مرستیال په مشرۍ یادي پلاوی د غازي امان الله خان د مقبرې څخه د لیدنې پر مهال خپله رسمي سروې پیل کړه او د بشپړېدو وروسته به یې د عملي چارو د پیل کېدو په موخه خپل راپور له مرکزي ادارې سره شریک کړي .