
طبيعي خبره ده چې سوداګریزې راکړې ورکړې د ګټې د لاس ته راوړلو په موخه تر سره کېږي، چې په ترڅ کې یې د توکو او خدماتو پلورونکي ګټه تر لاسه کوي. که په کور دننه سوداګریزو راکړو ورکړو څخه نړیوالې سوداګرۍ ته پام واړوو نو ټول هېوادونه هڅه کوي چې پرځان د اقتصادي بسیاینې ترڅنګ خپل توکي او خدمات نورې نړۍ ته هم ولېږدوي او د کورني مارکېټ د اشباع تر څنګ د نورو هېوادونو مارکېټونه هم تر خپل پوښښ او ولکې لاندې راولي. د صادراتو د ګټې او تشویق اړوند کلاسیک اقتصاد پوه ادم سمیت هم د مزیت تیوري وړاندې کړې چې هلته یې د یو توکي په تولید کې د مزیت پر بنسټ د هماغه توکي صادرول د یوه هېواد په ګټه بللي دي.
په عمل کې صادرات د یو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې غوښنه ونډه لري، صادرات د یو هیواد په اقتصادي پرمختګ، د روزګار په کچه او د سوداګرۍ پر بیلانس څرګند اغېز لري. د دې لپاره چې یو هیواد د اقتصادي پرمختګ مسیر ته ور داخل شي باید د سوداګرۍ په بیلانس کې یې صادرات له وارداتو څخه زیات وي ځکه ډېر صادرات د ډېرو بهرنیو اسعارو د لاس ته راوړلو لامل کیږي او د بهرنیو اسعارو لویې زېرمې په نړیوالو بازارونو کې د یو هېواد د پېر ځواک غښتلی کوي. دلته په لنډ ډول د صادراتو د اهمیت په څو مواردو خبرې کوو:
لومړی: صادرات د کورني صنعت او کاروبار ګټه زیاتوي او هغوی په نړیوالو بازارونو کې د خپلو سیالانو له کړنو او تګلارو څخه خبریږي.
دوهم: د بازار د نوساناتو زیان او وېره راکموي ځکه صادروونکی هېواد بېلابېلو نړیوالو بازارونو ته لاسرسی لري او د یو ځانګړي بازار د ټکني کېدو په صورت کې نورو بازارونو ته مخه کوي. همدارنګه د صادراتو د پراختیا په صورت کې کورني تولیدوونکي د تولید د ډېرولو له لارې د خپلو تولیدي توکو لګښتونه راکموي او په دې کار سره په نړیوال بازار کې لا ډېره ګټه لاس ته راوړي.
درېیم: په یوه توکي کې د رقابتي مزیت په لرلو سره کورني صنعتونه د خپل تولید د پرمختګ لپاره نوي ټیکنالوژي ایجادوي.
څلورم: پوهېږو چې صادرات د مجموعي تقاضا یوه برخه ده، ځکه خو د صادراتو په زیاتوالي سره مجموعي تقاضا هم زیاتېږي او په پایله کې یې اقتصادي پرمختګ ته لار هواریږي، د دې تر څنګ د صادراتو ډېروالی د یو هېواد د سوداګرۍ بیلانس په مطلوب حالت کې ساتي.
زموږ د سوداګرۍ بیلانس د صادراتو د کموالي او یا نه شتون له امله له ډېرې مودې راهیسې له کسر سره مخ دی چې د کسر د له منځه وړلو لپاره یې باید صادرات زیات کړل شي.
د صادراتو پورتني اهمیت ته په پام سره یو هېواد باید د خپل اقتصادي پرمختګ په موخه خپل صادرات د بېلابېلو لارو په کارولو سره غښتلي او زیات کړي، دا چې صادرات څه ډول زیاتېدلی شي په لنډ ډول ترې یادونه کوو:
د یو هېواد توکو ته د تقاضا او په ترڅ کې یې د نوموړي هېواد د صادراتو د زیاتوالي له لاملونو څخه لوی لامل رقابتي مزیت یا competitive advantage دی. رقابتي مزیت یا په سیالۍ کې مخکېوالی په دې معنا دی چې یو څوک له خپلو سیالانو څخه په ټیټه بیه نړیوالو بازارونو ته خپل توکي عرضه کوي. ښکاره خبره ده چې په نړیوالو بازارونو کې به د هغه هېواد توکي رانیول کېږي چې بیه یې د نورو په پرتله کمه وي او په دې سره به د یو هېواد صادرات لا پسې زیاتیږي. د دې تر څنګ صادرېدونکي توکي باید د نورو په پرتله د غوره کیفیت او ارزښت څخه هم برخمن وي ځکه هغه توکي چې بیه یې کمه خو کیفیت یې خراب وي اخیستونکې نه لري. همدا رنګه ځینې داسې توکي هم شته چې خلک یې په بیې پسې نه ګرځي بلکې کیفیت ته یې پام کوي، ښه بیلګه یې دارو درمل دي چې تقاضا یې د قیمت په وړاندې هېڅ کشش نه لري او خلک یې یوازې د هغه عرضه کوونکې دارو درمل رانیسي چې د کیفیت له پلوه تر نورو وړاندې وي.
د تبادلې نرخ هم د یو هېواد په صادراتو اغېز لري او په نړیوال بازار کې د هغه هېواد تولیدات تر نورو په سیالۍ کې مخکې وي چې د تبادلې ټیټ نرخ ولري، دا ځکه چې مستهلکینو ته د نوموړي هېواد توکي د تبادلې د لوړ نرخ لرونکو هېوادونو په پرتله ارزانه تمامېږي. د تبادلې د نرخ ټیټول یوه ستونزه رامنځته کوي او هغه دا چې د هېواد دننه انفلاسیون ته لاره هواروي. دغه انفلاسیون د تولید د لګښتونو د ډېروالي له امله رامنځته کېږي چې cost push inflation یي هم بولي. یادونه باید وکړو چې د دغه انفلاسیون له امله واردات هم په لوړه بیه تمامیږي.
د خصوصي سکتور تقویه کول، په تولید کې د پرمختللې ټیکنالوجۍ کارول، د ترانسپورت د لګښتونو کموالی او د صادراتي تعرفو کموالی او یا له منځه وړل هم د صادراتو په پرمختګ خپل اغېز لري. ځینې هېوادونه د خپل کورني صنعت د غښتلي کولو او د صادراتو د زیاتوالي په موخه د ځانګړې پالیسیو له مخې په صادریدونکو توکو کمې تعرفې وضعه کوي او یا یې ورته معاف کوي چې له امله یې کورني تولیدونکې خپلو کمو شوو لګښتونو ته په پام سره نورو هیوادونو ته خپل توکي صادروي.
په پای کې دا هم باید ووایو چې په صادراتو کې د ثبات نه شتون او نوسانات د یو هېواد اقتصاد ناوړه حالت ته بیولی شي چې له امله یې یو هېواد له اقتصادي پرمختګ څخه راستنیږي او په هغه صنعت کې چې تولیدات یې نړیوالو بازارونو ته صادریږي بوخت کارګر خپل کارونه او دندې له لاسه ورکوي. د دغه چارې د مخنیوي په موخه مسوولین باید د صادراتو د ثبات په موخه ځانګړې پالیسۍ عملي او په پام کې ونیسي.
سرچينه: هميانۍ