
نن سبا کډوالي بېخي ډېره شوې ده. ځینې هیوادونه خو تیار نه دي چې مهاجر ومني. ځینو ژوند وبایللو، او ځینې بېرته راستانه شول، خو تش جیب او ستومانه. خو څرنګ کولی شو دوی له تګ نه منع کړو؟
که موږ د وطن د حالت په اړه وېرونکي او له نهیلیو څخه ډک خبرونه نشر نه کړو. البته دومره خو هم د ډار وړ شیان نه شته لکه ښکاري چې. خو بیا هم که رسنۍ ښو او مثبتو خبرونو ته ډېر ځای ورکړي شاید خلک څه ناڅه ډاډه شي او د وطن پرېښودلو ته اړ نه شي.
بل که کاري زمینه مساعده شي. داسې زمینې چې په خپله خلک په کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کارونو د ترسره کولو وړ شي. ولس کولی شي ځینې پروژې جوړې کړي. یا تجاران. یوه فابریکه، یوه د نجارۍ، خیاطۍ یا بل کسب کورس او کار ځای جوړولی شي او تر ټولو مهم دا دی چې ځوانان قناعت وکړي. عموما زموږ ځوانان د فلمونو غوندې ژوند غواړي چې ناممکن دی. هر ځای خپلې لوړې او ژورې لري. نو د دې لپاره چې د دې وطن ستونزې کمې شي، تېښته یې حل لار نه ده بلکې دلته اوسېدل او د همدې ستونزو تحمل او له ستونزو څخه د وتلو په لارو فکر کول یې حل لار ده.
خلکو ته باید دا احساس او هیله ورکړل شي چې وطن په جوړېدو دی. څه چې اوس لرو لس کاله مخکې نه و. او لس کاله وروسته به تر دې غوره وي، خو که دوی پاتې شي او کار وکړي، مګر دا هیله باید تېراېستونکې نه وي، بلکې په رښتیا هم له شته امکاناتو او فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخیستل شي چې خلک باور وکړي او هیلې یې په باورونو بدلې شي.
د ښوونځیو او پوهنتونو استادان باید دوی ته هېوادونه مینه ورزده کړي چې څرنګ له وطن سره مینه ولري، او باید دوی د وطن او دې خاورې په وړاندې مسوولیت ته متوجه کړي. دوی کې باید د وطن دوستۍاو هېواد پالنې حس قوي کړي او دا پرې ومني چې همدا مو وطن دی همدا مو کور دی همدا تاسې. نه شئ کولی په تېښته باندې کوم څه بدل کړئ.
تر ټولو لوی مسوولیت د کورنیو دی. دوی کولی شي ځینې وړې، وړې اړتیاوې پوره کړي. دوی ته مینه ورکړي او پرې یې نه ږدي چې مهاجر شي. او ښه به وي بهر کې اوسېدلي افغانان خپلې ترخې تجربې او د مهاجرت ستونزې ورسره شریکې کړي. زموږ ډېر خلک له اروايي پلوه ځپل شوي دي، تر څو چې یې فکر او روان پیاوړی نه شي، په ځان او وطن یې باور پیدا نه شي شاید په بیا، بیا مرګ ته خوښ شي.
ځوانان باید په دې پوه شي او کلک باور ولري چې د عزت ژوند یوازې په خپل وطن کې وي ، خو د عزت د ژوند برابرول کار او زحمت غواړي او دا کار باید په خپله ځوانان وکړي ځکه ځوانان د یوې ټولنې پیاوړې او کاري مټې وي، مګر دا چې دوی له سختیو تښتي او خپل وطن پرېږدي، نو دا مانا چې دوی په خپل قوت او ځواکمنتیا ټولنه او نور بې باوره کوي. ځوانانو ته ښایي چې بهرته له تګه ډډه وکړي او د دې پرځای په هېواد کې د پاتې کېدو تر څنګ د حالاتو د بدلون او سم جهت ورکولو هڅه وکړي.
نو که رسنۍ مثبت خبرونه خپاره کړي، دولت یا نور خلک د کار زمینه مساعده کړي، کورنۍ مینه ورکړي او ځینې اړتیاوې یې پوره کړي، د بل وطن مېشتي افغانان خپلې ترخې خاطرې شریکې کړي شاید ښه اقدامات وي چې خلک له دې مرګوني تګ نه وژغورو.