ژر قضاوت مه کوئ

 
 هلک او نجلۍ له یو بل سره ډېره مینه کوله، دوی دواړو له یوبل سره واده وکړ. پنځه کاله تېر شول، خو اولادونه یې نه وو پیدا شوي. له یو بل سره د ډېرې مینې له امله یې دې ستونزې ته پام نه و.یوه ورځ هلک له خپلې دندې کورته راستون شو، مېرمنې ته یې وویل: یوه پوښتنه درنه کوم، خو رښتیا به راته وایې. مېرمنې یې ور سره ومنله، هو ژمنه ده، رښتیا درته وایم.
هلک وویل: «که چېرته دا ستونزه زما وي چې زموږ ماشومان نه پیدا کیږي، ته به بیاهم د تېر په څېر له ماسره مینه ولرې»؟ مېرمن یې ځواب ورکړ. هو ولې نه ماته دا مهمه نه ده، کېدای شي په دې کې یو حکمت وي چې زموږ ماشومان نه پیدا کیږي. هلک وویل: «بس نو سبا له خیر ډاکټر ته ځو».
بله ورځ دواړه روغتون ته ولاړل، ډاکتر مېرمن او سړی دواړه معاینه کړل، بیا یې ورته وویل: «یو څو ورځې وروسته یې پایلې در لیږم». له څو وروځو وروسته پایلې راځي، نجلۍ پایلې ګوري او ډېره خفه کیږي. هلک چې له دندې کورته راغی، لومړۍ خبره یې داوه چې پایلې څه ډول وې. مېرمن یې په ډېرې خواشینۍ سره ځواب ور کوي. ستونزه زما وه، ستا نه.
له دوو میاشتو تېرېدو وروسته د هلک اخلاق ورځ په ورځ بدلیږي، هره ورځ مېرمنې ته غوسه کیږي، خومېرمن یې څه نه وایي، دا ټول پر ځان تېره وي. یوه ورځ وړاندې له دې چې دفتر ته ولاړ شي، مېرمنې ته وایي: «زه تاته طلاق در کوم، ځکه زه ماشوم غواړم، ته نه شې کولای چې مور شې، دغه ستونزه نه شم زغملی». نجلۍ وویل: هغه مینه څه شوه، ما او تا خو له یوبل سره ډېره مینه کوله. هلک ځواب ور وکړ، مینه! هغه بې ګټې خبرې دي او له کور څخه ووت. کله چې کورته راغی، په کور کې څوک نه شته، خو چې د چپرکټ سر ته یې وکتل، یو لیک یې ولید چې پرې لیکلي وو، ته تر هرڅه ما ته بهتره وې. د همدې لپاره چې د ډاکتر ځواب مې ولید، نو خفه شوم. ځکه غوښتل مې چې ته خپله د ډاکتر ځواب ووینې. په اصل کې ستونزه زما نه، بلکې ستونزه ستا وه. کولای شې هغه پاڼې په خپله ووینې، ځکه مانه شو کولای درته ووایم. اوس ژر شه هغه د طلاق پاڼې لاسلیک کړه.
څه مو چې نه وي لیدلي، باید قضاوت ونه کړو، د ژر قضاوت پایله، پېښماني وي.