نوې مشرتابه د سولې شورا ته تحرک ورکولای شي

 
نا تائید شوي رپوټونه وايي، چې د سولې عالي شورا په مشرتابه کې بدلون د حکومت د رهبرۍ لخوا منل شوی او په پام کې ده ډېر ژر پلی شي. ددې بدلون په آوازو کې راغلي، چې د سولې عالي شورا مشرۍ ته جهادي مشر سید احمد ګیلاني او د دا رالانشا مشرۍ ته یې د پوهنې پخوانی وزیر ډاکټر فاروق وردګ په پام کې نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې سولې شورا همدا اوس عملا په یوه منفعل حالت کې ده او د رپوټونو له مخې نړیوالو مرستندویانو یې هم له تمویله لاس اخیستی. ددې لاس اخیستو یو ستر علت د شورا د مشرۍ تشوالی او په ټوله کې د هغې نه اغېزناکتیا ښودل شوې ده. سولې شورا له کلونو راهیسې د هیواد د یوې ډلې مخکښو جهادي، قومي او دیني مشرانو په ترکیب داسې پیل شوې، چې په هیواد کې به روانې شخړې او جګړې ته سوله ییز لار لټوي او ترڅنګ به یې وسله وال مخالفان سولې ته رابولي او په دې توګه به په هیواد کې روان ناورین پای ته رسوي، چې متاسفانه لاهم دغه هدف نه دی ترلاسه شوی. د شورا پخوانی مشر برهان الدین رباني په داسې حال کې، چې د سولې په اړه یې میټنګونه کول د سولې د پیغام رسوونکي لخوا په نښه او ووژل شو او تر هغه وروسته یې زوی، چې په قومي او سیاسي برخه کې یې تجربه صفر وه ددې شورا مشرۍ ته ورسېد. د سولې شورا په راس کې د استاد رباني او بیا د هغه د زوی راوستو له همغه وخته د خلکو ترمنځ داسې ګنګوسې پراخې کړې، چې ګنې یاده شورا هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مختلفو سیاسي فورمولي جوړښتونو یوه برخه ده، چې یوازنی هدف یې یوې خوا یا کورنۍ ته د څوکۍ یا دندې موندل دي. هغه وخت ډېر تاکید پر دې کېده، چې د رباني تر مشرۍ لاندې ډله کلونه کلونه له طالبانو سره جنګېدلې او د سولې لپاره ښه نیت نه لري. ډېر تاکید پر دې کېده، چې د سولې شورا مشرۍ او غړیتوب ته دې داسې کسان راوستل شي، چې د دولت د وسله والو مخالفانو اعتبار خپل کړي او د سولې د خبرو اترو تر څنګ خپل سیاسي او ګوندي اهداف تعقیب نکړي. ډېری شنونکي تر دې مهاله د سولې شورا د ناکامۍ لامل هم همدا بولي، چې مشرتوب او سل سلنه غړیتوب یې د هغو خلکو نه دی، چې د سولې په اړه دې سل په سلو کې ریښتیني او داسې خلک وي، چې د وسله والو مخالفانو باور خپل کړلای شي.
اوس، چې د سولې شورا ته د نوې رهبرۍ هغه هم د دوو تجربه کاره جهادي او سیاسي څېرو پیر سید احمد ګیلاني او ښاغلي فاروق وردګ خبرې کېږي، تمه پیدا شوې، چې په دې سره به له یوې خوا د شورا په فعالیتونو کې ښه والی راشي او له بلې خوا به د اوسني ولسمشر اشرف غني د هغه ستر پلان عملي کولو ته لار اواره شي، چې ویلي یې دي، په هر قیمت چې کېږي هیواد ته به سوله راولي.
یاد دوه تنه په خپل تېر سیاسي ژوند کې د سولې د هڅو په برخه کې د ګډ کار یوه بله تجربه هم لري. پیر صېب یو وخت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د امن جرګې د کمیسیون مشر و او ډاکټر صېب وردګ یې هم د دارلانشا رئیس. یادې جرګې د لومړي ځل لپاره د پاکستان او افغانستان سلګونه سیاسي او قومي مشران جرګه کړل او د روان ناورین د له منځه تلو غوښتنه یې ترې وکړه. په حقیقت کې هماغه جرګه د اوسنۍ سولې شورا یو بنسټ و، چې متاسفانه تر جرګې وروسته په هغه ډول، چې یادو کسانو تعقیبوله تعقیب نشوله. د افغانستان او پاکستان د سولې جرګې په اړه خو دا د هغو کسانو لخوا چې جرګه یې له نژدې څارله عامه ده، چې که ډاکټر فاروق وردګ نه وای، کله به هم جرګه نه وه شوې. هماغه مهال په ځلونو د پاکستان له لوري له دې امله، چې د دواړو هیوادونو سیاستوال به د ترهګرۍ د ځالو او د ډیورنډ له هغې خوا د وسله والو د اکمال او ملاتړ خبره پټه نشي کړلای، د جرګې تیارۍ ټکنۍ شوې، چې همدې فاروق وردګ یې د بیا بیا تماسونو په نتیجه کې کېدل شوني کړل.
همدارنګه پیر سید احمد ګیلاني د خپل مذهبي او جهادي سابقې له امله هماغه مهال د هیواد د ګوټ ګوټ هغو موثرو اشخاصو باور را خپل کړای شو، چې د افغانستان د اوسني ناورین د له منځه وړو لپاره یې پاک نیت او زړه درلود، خو چا یې غږ نه و اورېدلی. د نوموړي یو بل مثبت ټکی دا هم دی، چې کله هم د دولت له اوسنیو وسله والو مخالفانو سره نه دی جنګېدلی او هم یې په کورنیو جګړو کې برخه نه ده اخیستې.
ددې ترڅنګ د سولې د خبرو اترو په تېرو ۱۴ کلن تاریخ کې هم په وار وار د مختلفو سیاسي حلقو له خولې اورېدل شوي، چې له پورته یادو شویو دوو تنو لږ تر لږه ډاکټر فاروق وردګ هغه څوک دی، چې په وار وار یې د سولې مذاکراتو کې د بلا متنازعه شخص په توګه د دولت او مخالفانو لخوا یادونه شوې او داسې څوک بلل شوی، چې باور پې کېدای شي.
ډاکټر فاروق وردګ د طالبانو له سقوط را وروسته تر ننه د هر ملي کمیسیون اجرائیه ریاست په ښه ډول بریالی پر مخ بېولی او ترڅنګ یې د په ټپه ولاړو چارو د حرکت توان لري. نوموړی په نړیواله کچه په تېره بیا د مدیریت په برخه کې د بهرنیو ډونرانو د را جلبولو او په هیوادنۍ کچه د ولسي سیاست تر ټولو تکړه ماهر دی، له همدې امله، که د حکومت یاد تصمیم ریښتینی وي، په یو ځای به یې څو ګټې کړې وي. هم به د سولې شورا ته یو غیر متنازع فیه شخص لکه پیر صاحب راشي، چې کېدلای شي د هر لوري اعتبار خپل کړي، هم به د شورا د ادارې لپاره په خوا کې ورته د فاروق وردګ په شان با تجربه او تکړه مدیر ټاکل شوی وي، چې هم د سولې شورا اجرائیه چارې اداره کړي، هم یې بایللی اعتبار ورته راستون کړي او هم یې له مالي لحاظه د نړیوالو د ملاتړ وړ وګرځوي. همدارنګه به د سولې شورا په ملي کچه د انسجام یو داسې بهیر رامنځته کړي، چې خلکو ته وښيي، چې نظام د سولې د راستو په برخه کې جدي دي او شورا هم یوازې د معاش او میټنګونو لپاره نه ده جوړه، بلکې عملا د سولې هڅې او منډې ترړې کوي.
په دې کار سره به ولس ته دا تمه هم پیدا شي، چې ولسمشر غني خپلې هغې ژمنې ته چې سوله به یې د کارونو په سر کې وي وفادار دی او د لاسته راوړو هڅې یې کوي.