
دا نری او خواشينی اوازونه چه اوريدل کيږي ،دا دچه شي دي؟
اه ، دا اوازونه د هغه توتي دي چه په پنجره کښې بندي دی!
وای دا د توتي بچوړی کوم ځيګر ور له خپل ځالې را بيل کړی دی؟
اه ، دا اوازونه څومره غمجن او دردناک دي!
دا وړوکی د توتي بچی د خپل مور و پلار او د خپلې ځالې په ياد څومره ژړونکي غږونه باسي .
اه و ناله کوي او خپلې ځالې پسې ژاړي !
افسوس د خلک په ټټر کښې زړونه نه لري چه دغسې وړوکی او نازکه زړونه ازاروي؟
خلک دا ولې کوي؟
د خپلې خوشالی د پاره ؟ خو
د خلکو د غم خوړلو د پاره دی ځان زهيروې او ځان دې پرې خوشحالوې کنه؟
تاسف دی د خلکو په يې ذوقي!