
ټول وايي چې نجونې دې درس ووايي، خو ایا کله مو فکر کړی چې دا تعلیم به څه بدل کړي؟ ما د ولسمشر غني په یوه کتاب ” د عادلانه نظام لار“کې لوستي و:
یوه جلکۍ چې تعلیم وکړي پنځه نسلونه تعلیم یافته کولی شي.
ماشومان دومره له پلار سره نه وي، لکه مور سره. که یوه مور لوستې وي، اولاد به یې لوستی وي. دا به ماشوم ته ور زده کړي چې څرنګ وحشت کنټرول کړي او له جنګه کرکه وکړي. چې وحشتونه کنټرول شي شاید بدۍ ډېر کمې شي. یوه لوستې مور هېڅکله خپل ماشوم په څپېړه نه وهي، یوه لوستې خور په خپل کوچني ورور چېغې نه وهي، خپله برخه په زور نه ترې غواړي بلکې ورسره نېموي یې. لوستې مور ماشوم ته نه وايي چې پلانکي ته ښکنځل وکړه، یا په کوڅه کې خلک تر لغتو لاندې کړه. د وړکتوب چلندونه د انسانانو شخصیتونه جوړوي. څومره چې ورسره نرم،انساني او مهربانه چلند کیږي هغومره انسان دکامل او سالم شخصیت لرونکی کېږي.
که یوه نجلۍ لوستې وي، هېڅکله به اجازه ورنکړي، په بدو کې واده شي. په واړه عمر نکاح شي. پیسې پرې واخیستل شي. نو په دې حساب د نجلۍ تعلیم کولی شي د ټولنې ډېرو منفي او بدو دودنو ته د پای ټکی کېږدي.
زموږ یو مشکل زموږ ناسم کورنۍ نظام دی. شل او دېرش کسه په یوه کور کې. ښځه مکلفه ده ټولو ته مړۍ تېاره کړي، کالي یې ومنځي، اوتو وکړي، غوا وپالي، پنډې راوړي... او تمامه ورځ د یوه ماشین غوندې کار وکړي. البته په ګڼو کورونو کې ډېر کله مسوولیت یوازې په یو کس چې عموما مشر وي پروت وي نور خوري، څکي حساب نه مني. همغه متل دوی ډېر ښه منلی او پر دوی ډېر ښه تطبیقېږي چې وایي: یو یې ګټي او سل یې څټي. زموږ په کورنیو کې کټ مټ همداسې ده، د کورنۍ ټول بار او مسوولیت د کور مشر ته ور تر غاړې دی. یو لوستې ښځه کولی شي تر یوه بریده دا بې عدالتي حل کړي.
خپله دا بیا د تعلیم په ارزښت پوهېږي. او د نورې نجونې تعلیم ته هڅوي او زمینه ورته مساعدوي. کله چې یوه میرمن لوستې شي د خلکو شعور به لوړ شي چون روزل دا کوي. په ولادت مرګونه به کم شي. ځکه دا به پوهېږي چې توان لري څومره ماشومان وزیږوي. نو بلاخره نجلۍ به په خپلو حقوقو خبره وي، ځان ته به د یوه انسان او شخصیت په سترګه درناوی کوي، د ټولنې یو فلج لاس به فعالیت شروع کړي. او ډېر ناوړه ټولنیز اخلاق به سم شي. ځکه د ډېرې ناسمې چارې او ټولنیزې بداخلاقۍ له کورنیو سرچینه اخلي او د یوې لوستې او نالوستې مور د تربیې ډېر توپیر دی.
ښځه د ټولنې نیمه برخه ده، چې دغه نیمه برخه دا مهال په افغاني ټولنه کې فلج او غیر فعاله ده، ځکه چې نالوستې ده، مګر که دغه نیمه برخه لوستې شي، د زده کړې او کار زمینې ورته برابرې شي او په فعالیت پیل وکړي، نو باور دی چې ټولنه به مو ورسره ډېره ژر نېکمرغه شي او د پرمختګ تر هسکو به ورسېږي، ځکه لوستې میندې به خپل اولادونه سم وروزي. داسې سالم چې نه یوازې د خپل ځان او کورنۍ لپاره کار او ګټه وکړي، بلکې ټولنې ته یې هم خیر ورسېږي، نو له دې امله د نجونو زده کړې ته پاملرنه حتمي ده.