تنهايي

ماته خوتاويل چې له خپلوملګرو جداشه چې ژوند دې يوازې زماد رازاونيازپه نوم شي اودشپې په غلو او وېرونکو شېبوکې ستا زړه ته د خپلوخبروشات درپېچکاري کړم
ما ستا داغوښتنه ديوه سپېڅلي اسماني الهام اوامرپه څېرومنله اوپه يوه تورماښام  بې له دې چې له ملګروسره څه مخه ښه وکړم په نامعلومه خواروان شوم  دسيند په غاړه مې په هغه جونګړه کې پنه  واخيسته چې يوازې دسيند د څپوشور په کې اورېدل کېده
نورنوپه همدغه وړه جونګړه کې ستا د خوږو خبرو په انتظاروم اوهيله مې دا وه چې په خپلو خبروکې د مينې شات راواستوې خوستادلفظونوباران ترننه ونه ورېده هره شېبه دانتظارپه پيالوکې د مينې زهر څښم خو دا نشم ويلى چې تا را سره جفا کړې ته زما جونګړې ته نږدې دسيندپه څپوکې پټۀ يې شپه ورځمې د دغه څپونه په خپله جونګړه کې څارې اوپه شورکې د يوې سپېڅلې مينې ثناوايي
 
 
\"\"