منی ﻻ نه دی راغلی!


پاڼې ﻻ نه دي ژيړې ،په ونو کې د سمسورتيا نښې نښانې ليدل کيږي.
بلبلان ﻻ نه دي مرور ،د باغ اوبڼ سره د ماليار مينه نه ده سړه...
خو:د خزان خاطرې څه د مخه شوې دي او د زړونو هوس مرور غوندې ښکاري ولې؟
هلته چې د غوټيو سره بيره ،د نه غوړيدلو بيره ډيره وي.
هلته چې د نويو نيالګيو خوا ته د مليار مينه کږه ښکاري.
او هلته چې د زړونو لوري ته نظر لږ غوندې وي.
په دې ډول باغ او بڼ کې تر خزان د مخه د خزان خاطرې پيدا بوله منی ﻻ نه دی راغلی!
د خزان ګذر ﻻ څه ليرې ښکاري خو د شاعر ارمان پاريدلی ايسي څنګه پاريدلی؟
د دې بيرې چې خزان رانه شي او د نويو نيالګيو مخ ته څپيړه ځان جوړ نکړي.
دا بيره د شاعر حساس زړه ريږدوي.
په همدغه حال کې او همدغه اوس؟
منم چې زړې ونې د خزان د سيليو سره اشنا دي خو د شاعر سره او د شاعر د حساس زړه سره دا بيره ډيره ده چې د نويو نيالګيو مخ په څپيړه ونه وهل شي.
د نويو نيالګيو؟
هغه چې د سبا د بهار د ښايست هيله ورته شته هغه نوی نيالګی.د سبا د غوړيدلي بهار د تمې منتظره نيالګی!!!