د ګل پاچا الفت د افکارو غورچاڼ/ درېيمه برخه

 
راټولونه او ترتیب: حسیب الرحمن نورمل
- څوک وايي چې د غله په ږیره خلی وي؟ ډېر غله مې ولیدل چې هېڅ ږیره نه لري، څوک وايي چې د غله ځای په غره کې هم نشته؟ وګورئ چې کلي او ښارونه ترې ډک دي.
- زموږ د ټولنې لویه بد بختي دا ده، د کار خلک کار ته نه پرېږدي، یو یې سر وهي او بل یې پښې.
- که په زړه کې فساد او خیانت نه لرئ، که صحیح نیت او ښې هیلې لرئ او که د حق او حقیقت پر قوت باور لرئ نو هېڅکله مه وېرېږئ، تل د ظالم پر وړاندې په مېړانه جنګېږئ.
- هغه کسان چې د خپلو نفسي اغراضو لپاره کار کوي، که د وطن په نامه خلک غولوي او که په زړه کې ټګي او برګي لري نو پدې د پوه شي چې تر منزله نه رسیږي، ځکه بې اساسه او بې بنسټه ودانۍ ژر نړیږي.
- ستاسو ستر دښمنان هغه دي چې ستاسو عیبونه او تېروتنې پټوي او تر ټولو غوره دوستان مو هغه دي چې عیبونه او تېروتنې مو په ګوته کوي او د اصلاح لارښونه درته کوي.
- بې پوهې زورور د نورو عیبونه ویني خپل نه، خپله اوري د بل نه، زړه لري زړه سوی نه، خپله پوهه ورته ډېره د نورو ورته هېڅ نه ښکاري، څلور پښې نه لري خو پر څلور روان وي، حیوانان نه دي، مګر خلک په لغتو وهي، ښکر نه لري مګر سرټمبه دي.
- د هر انسان بدمرغي او خوښي د هغه په احساس پورې اړه لري؛ همدا احساس دی چې انسان ته غم او خوښي ورکوي.
- موږ ډېر وخت دداسې شیانو د لاس ته راوړلو هڅه او کوښښ کوو چې هېڅ ارزښت نه لري.
- دا حقیقت ومنئ چې د انسان فکر قاصر او ضعيف دی او په ډېرو مسایلو کې د انسان فکر غولېږي او سهوه کېږي.
- لومړی باید فکر وشي وروسته کار.
- له ښه فکر نه ښه اراده او له ښې ارادې نه ښه عمل پیدا کېږي.
- د انسان اصلي شتمني او ثروت کار او استعداد دی، همدا دوه شیان دي چې انسان لوړ مقام ته رسوي.
- هڅه د انسان دبري لوی راز دی؛ همدا د انسان د هڅو او زحمتونه پایلې دي چې غرونه سوري شول، سپېرې دښتې زرغونې شوې، پر دریابونولارې جوړې شوې، په هوا مزل پیل شو او له ځمکې یې پټ شیان رابرسېره شول.
- له خپل کار سره مینه لرل د بري ستر راز دی.
- د عقیدېقوت پر ټولو قوتونو تسلط لري او هېڅ کوم قوت ورسره مقابله نه شي کولای.
- د ضعیفې عقیدې خاوندان د اوبو هغه ځګ ته ورته دي چې ژر له منځه ځي.
- د یو ښه ټولنيز ژوند لپاره اړینه ده چې له خلکو سره ښې اړیکې، مینه او قرابت ولرو او د اخلاقو په واسطه په زړونو کې محبتونه وزېږو.
- کله چې د یوې ټولنې اخلاق فاسد شي نو هغه ټولنه له ماتې سره مخ کېږي او عدالت په کې له منځه ځي.
- پرته له اخلاقو ژوند د ناروغ ژوند دی چې له ډېرې شتمنۍ سره یې هم ژوند تریخ وي.
- هغه چې ځان وږى ساتي او نور مړوي، هغوى له دې لوږې ډېر خوند اخلي.